گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » رنګینه او اجمل احمدی دؤلسی جرګی په نوم ډرامې په هنداره کی!
رنګینه او اجمل احمدی دؤلسی جرګی په نوم ډرامې په هنداره کی!

رنګینه او اجمل احمدی دؤلسی جرګی په نوم ډرامې په هنداره کی!

یاره شمشتو ! دا نن خو هم والله دا د ؤلس په نوم د جوړی شوی غوجلی پتنګانو عجیبه شانی کاراو لیری دی له مخی شهکار وکړو ،  هغه څنګه بلوټیه ؟ ولی وادی نه وریدل چی هغه له فرنګی امریکا  څخه را غلی ترور رنګینه حمیدی چی په خټه د افغانستان له ټبرڅخه خو په امریکا کی د لاسی صنائعو له څو میاشتنی کورس څخه فارغه چی افغانستان ته په راتلو یی لومړۍ په کندهار کی د کندهاریو میرمنو لپاره د لاسی صنائعو د اوبدلوپه موخه د څوماشینو په رانیولو د کار زمینه برابر ه کړه چی وروسته یی هغه کار بل چاته وسپاره

اوکله چی  رولا جان غنی د افغانستان لومړنی ترور شوه نو دهغی سره په اړیکو یی په کابل ښار کی له بهر څخه دراغلیو چارواکو اوځینی نورو چی غوښتل یی زامن او لوڼه یی  په یوه داسی هوا او چاپیریال کی لومړنی زده کړی ترسره کړی چی د افغانستان په څیر ځپل شوی  او جګړه ځپلی هیواد  کی هم  غربی او فرنګی کلچر له یاده ونه باسی نوځکه خویی په کابل کی د امریکا په تعلیمی نصاب دلته یو ښوونځی جوړکړ او دآغلی رنګینی  په وینا اوس دهغی په ښوونځی کی شاګردان په دریو ژبو لومړی په انګلیسی ، پشتو او دری ژبو روانی خبری کولای شی .

یاره شمشتو له بلی دی هم خبر کړم  ،  څه وایی  بلوټیه ؟ هغه په پښتواو دری ژبو نه پوهیدونکۍ او آنپړ ځوانکۍ خوبه نه یادوی شمشتو خانه ؟ ولی چی ویل کیدل په لبنان کی زیږیدلۍ او د لومړۍ ترور رولا جان غنی خپلوان دی او ځان په دروغو افغان او د غزنی ولایت بولی .!اوفرمائی چی :زه اجمل احمدی یم پلارمی دغزنی ولایت د« خطبی جومات * » د ناحیی اوسیدونکۍ دی هغه په خپل زحمت اوهلوځلو وتوانید چی په کابل پوهنتون کی طب ولولی وروسته  یی په جمهوریت روغتون کی په کار پیل وکړاو زه هم په جمهوریت روغتون کی زیږیدلی یم اودوه کلن وم چی دنورو څلور میلیون مهاجرو په څیر لو مړی پیښور بیا داروپا اتحادېی ته او په پای کی امریکا ته ولاړو چی هلته ( دامریکا په متحده ایالاتو ) کی می د  پوهنتون دوه د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړل هارډ ؤرد پوهنتون چی دنړۍ تر ټولو ښه پوهنتون ګڼلای شی ګمان کوم یوازینۍ افغان یم چی له دغه پوهنتون څخه می دوه ماسټرۍ یوه په اقتصاد او بله هم  په سوداګرۍ کی تر لاسه کړی دې چی دا د افغانستان لپاره یوویاړدی .

د پوهنتون له فراغت وروسته می ډیره  تجربه  تر لاسه کړه چی د۲۰۰۳ کال څخه می په کار پیل وکړ ، د نړیوال بانک  او په کابل کی د مالیی وزارت لپاره می کار ترسره کړ . او دا آخیرنی شپږ کالونه چی تیر شول د جمهور رئیس د سلاکار ، دسوداګری او صنعت وزارت د سرپرست په توګه او دادی اوس د شپږو میاشتو راهیسی د افغانستان بانک د رئیس په توګه کارکوم ………همدا شان می دڅو نړیوالو شرکتونو لپاره هم کار کړیدی او زموږ دنده داوه چی د مرکزی بانکونو استراتیژی او پالیسی ګانی وه آرزوم .

په مختلفو هیوادونو کی …… ښه شمشتو خانه بیا څه وشول ؟ بلوټیه راته غوږ شه !  بس د الله کارونه ؤ ګورمه چی نه ګورم یوواری دغوجلی له مینځ څخه د پر دی پر مخ د رأیو انځور  وښودل  شو چی رنګینه حمیدی  ترور د ۱۱۴ تائید رایو په ترلاسه کولو د لوبی له ډګره واایستل شوه او د غوجلې پر معیارونو پوره نه شوه که څه هم کله چی د پوهنی وزارت په چوکاټ کی د  اسلامی تعلیماتو د معینیت د ملغی کیدو ټوله پړه پر هغی خواره کۍ آچول شوی وه او هغی هم په خپله مبارکه خوله  لکه څنګه چی په تلویزیونی ویدیوئی کلیپ کی ګورې خپله وینا نیم کله کندهارئ لهجه عربی سره پیل کړی وه او د جرګی عمومی نبض ته په کتو یی له رتبی پورته بستونه د تسبیح ددانو په څیر د علماؤ او مشائخو په نوم را څرخول خو ددی سره سره هم د ولسی جرګی په میزان پوره نه شوه . او اجمل احمدی هم ونه کولای شول د جرګی معیارونه ترلاسه کړی .* : غزنی ولایت « خطبی جومات ؟!! » یو ذهنی نوم

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا