گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » جګړه، فساداو پاشلې ټولنه
جګړه، فساداو پاشلې ټولنه

جګړه، فساداو پاشلې ټولنه

د خپلو تجربو، مطالعو، مشاهدو او څیړنو په رڼا کې زمونږ د هیواد ستونځې فقر، لوږه، بیکاری، د زده کړو ټیټه کچه، افراطیت، د سیاسی پوهې کموالئ، د ملی مشرتابه نشتون، د مدیریت نیمګړتیاوې، د وړتیاو نشتون، پردی یرغلونه، زورواکی، د قانون نه پلئ کیدل، پردئ استخباراتی لاسوهنې،  نیابتی جګړې، ناامنی،  فساد، پاشلی ټولنه او ویشل شوئ حکومتی نظام یادولاى شو، خو جګړه، هر ډول فساد، پاشلې ټولنه او ویشلئ حکومتی سیستم د پورتنیو ګڼو ستونځو بنسټ ګڼو او د حل په هکله یې ځانګړی وړاندیزونه کوو.له تیرو څلورو لسیزو راپدیخوا دلته روانه جګړه د نورو ټولو بدبختیو بنسټ ګڼلاى شو، خو ددې مطلب دا نه ده چې که جګړه روانه وی، نو مونږ د نورو ناخوالو د مخنیوی له مبارزې څخه لاس اخلو. داسې ویلاى شو چې زمونږ پورتنی عمده ستونځې په خپل منځ کې پیاوړې اړیکی لری، یو دبل ممدې او متممې دی. جګړه فساد ته لاره هواروی او فساد د جګړو د اوږدوالی لامل ګرزی. جګړه او فساد دواړه د ټولنیزو ارزښتونو د پاشلتیا، د نظام د کمزوری او ټکنی کیدو  بنسټ جوړوی. که مونږ په پورتنیو ستونځو کې د هر یو په وړاندې د مبارزې لپاره پیاوړئ ګام پورته کوو، اغیزې یې په نورو دوو باندې هم پریوزی.خورا اړینه ده چې د سولې په موخه د جګړې دواړه اړخونه د واک لپاره د مانورونو کولو پرځاى د مختلفو دینی، سیاسی قومی فرهنګی او ټولنیزو کړیو د بشپړې همغږی او تفاهم په چوکاټ کې له مختلفو لارو څخه اغیزمنه متمرکزه او رغنده مبارزه پیل شی. مونږ د سولې لپاره  اوسنئ نیمګړې پروسه ناکامه ګڼو او د دواړو خواو په چلن او تعامل کې د انعطاف او ژور بدلون غوښتنه کوو. وخت حساس، شېبې د شمار، ولس د سولې غوښتنه کوی او تاریخ بېرحمه قاضی ده. د سولې په تړاو اوسنی میکانیزمونه ستونځه نوره هم پیچلی کوی. د سولې لپاره د سلیقوی چلن له خپلولو پرته د ملی او سیاسی اجماع هڅو ته اړتیا ده.داسې ډیرې نښې نښانې، په کور د ننه او بهر شتون لری او ځینې تحرکات لیدل کېږی چې د نوییمې لسیزې د تکرار ترخه یادونه تازه کوی. حکومت، طالبان، سیاسی او ملی بنسټونه دنده لری چې خپلمنځی اختلافات شاته پریږدی او د احتمالی فاجعو مخه ونیسی. د دوحې په بین الافغانی مذاکراتو کې د بن بست د ختمېدو له خبرونو وروسته د ارګ نوئ مانور قطعاً د توجیه وړ نه وه. دغه ډول پیچلتیا او ابهامات پیدا کول د ولس او حکومت ترمنځ پخوانى واټن نور هم زیاتوی او په حکومت کې د ننه د درزونو  لپاره لاره هواروی، خو ارګ دغه خطر نشی حس کولاى.

فساد هغه شومه پدیده ده چې د جګړو د لمنې په پراختیا، له قانون څخه د معافیت، د عدالت په پلئ کولو کې د پاتې راتلو، اقتصادی ودې د مخنیوی، د هیواد او بنسټونو د بدنامی د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن زیاتولو او نړیوالو مرستو د بندیدو لامل ګرزیدلئ ده.ددغې شومې پدیدې په وړاندې د مبارزې لپاره تر اوسه د ارګ لخوا ګڼې داسې ادارې، بنسټونه کمیسیونونه او دفترونه جوړ شوی دی چې موخو ته د رسیدو پرځاى یې معکوس نتایج ورکړی. د فساد د ختمولو او یا هم د فساد د کچې د راکمولو پرځاى یې د فساد ګراف نور هم لوړ بیولئ ده.  ډیره څیړنه مې وکړه خو لاهم نه پوهېږم چې ارګ د شته بنسټونو د سمون او بدلون پرځاى د موازی ادارو په جوړولو کې ولې دلچسپی لری، حال دا چې له شاذ او نادر پرته په موازی بنسټونو کې فساد د پخوانیو ادارو په پرتله زیات ده.زما په آند د فساد ریښې ولسمشر ته له ډیرو نږدې چارواکو څخه سرچینه اخلی او په وړاندې یې هیڅ ډول ګام نه ده پورته شوئ. په ټولنیزو رسنیو کې په څرګند ډول د لوړو پوستونو د پیر او پلور خبرې کیږی چې مونږ یې مطلقاً دروغ نشو ګڼلاى. ددغې چټلې پدیدې د مخنیوی لپاره د بنسټونو او ادارو جوړولو پرځای لاندې ګامونه پورته کولو ته اړتیا ده؛

١- د په لوړه کچه د مالی او اخلاقی فساد د ختمولو په موخه عملی اقدامات باید له ارګ څخه پیل پایلې یې له ولس سره شریکې شی. 

٢- څارنوالی او محاکم مجبور کړاى شی چې د فساد ټولې دوسیې په معین وخت کې سر ته ورسوی، د جنایت د ثبوت په صورت په فساد کې ککړ چارواکو ته سختې سزاګانې واورول شی او ولس ته علنی شی. 

٣- څرګند حقیقت ده چې که په لوړو پوستونو باندې ناست اشخاص په فساد کې ککړ نه وی، نو د اوس په شان د فساد د دوسیو څیړل افقی نه بلکې عمودی بڼه ولری. یعنې له لوړ پوړو چارواکو څخه پیل او په ټیت پوړ چارواکو باندې ختمه شی.

۴- د فساد د قضیو څیړونکو څارنوالانو او قاضیانو د ژوند او امنیتی خوندیتوب تضمین او کلکه څارنه یې وشی.

۵- که احیاناً د فساد د مخنیوی په بنسټونو کې  د کارکونکو افرادو په تړاو په فساد کې د ککړتیا لاسوندونه ترلاسه شی، د دغو چارواکو د تخلف او فساد دوسیې باید په ځانګړی محاکمو کې وڅېړل شی.

۶- مهمه لا داده چې د فساد په وړاندې د مبارزې عدلی او قضایی ارګانونو کې په دندو ګمارل شوی افراد باید د ژبنیو قومی سمتی مذهبی او نورو تعصباتو څخه پاک او دغه سپیڅلتیا یې باید په دقیقه توګه د کوم کشفی ارګان لخوا ثابته شوې وی.

درې لسیزې وړاندی شوروی اتحاد له نسکوریدو وروسته د قومیت او ژبې پربنسټ سره وویشل شو. د هغه مهال افغان حکومت هم له مسکو سره د سیاسی او اقتصادی تړاو له امله د شوروی د پاشلتیا تر اغیزو لاندې راغى د پښتون تاجک هزاره او ازبک ترمنځ تعصباتو ته لمن ووهل شوه. همدغه لامل وه چې د ملکرو ملتو د سولې پروسه د هغه وخت د دوهم پوړ حکومتی چارواکو لخوا له ځینو جهادی ډلو سره په همغږی سبوتاژ او کورنئ جګړې پیل شوې. د تعصباتو دغه ویروس د مجاهدینو په ځینو ګوندونو کې هم ځای ونیوه او افغان متحده ټولنه د داخلی درزونو ښکار شوه. طالبان هم په دغه تړاو رغنده شالید نه لری او د هغوى د امارت په مهال هم داسې کارونه وشول د افغان ټولنې ترینګلئ وضعیت نور هم د وخامت خواته بوزی. د بن په غونډه کې د جګړو د یوې خوا غوښن رول او د نورو اړخونو د حذف پالیسی ناکامه وه. د پښتون ولسمشر تاجک لمړى او هزاره دوهم مرستیال، د ژبو او قومونو پر بنسټ د واک ویش فارموله هغه ستره سهوه او عمدی خطا وه چې پایلې یې مونږ ته اوس بوږنونکې شرمونکې او ځپونکی دی.ولسمشر غنی زمونږ ټولنه کې د پخوانیو درزونو له شتون ورهاخوا د جنس او قشر په نوم هم سره وویشله. ښځې زمونږ د ټولنیز وجود نیمه برخه جوړوی، د ژوند په ټولو برخو په ځانګړې توګه په روزنه، روغتیا، نفسیاتی درملنې، او د یوې سالمې کاری ټولنې په جوړولو کې تر نرانو زیات رول او اغیزې لری.  ځوانان د لوړ همت مضبوطې ارادې پیاوړی عزم او د لوړې انرژی څلی دی. هغوى زمونږ د هیواد د ښیرازی ابادی او پرمختګونو ضمانت کوی، خو مونږ پورتنی دواړه خواوې د نورو اړوندو تولنیزو نیمګړتیاو د پوره کولو په برخه کې د ښکیلتیا پرځاى هغوى په ننداره ایزه توګه د نننی چټل سیاست برخه وګرزول. نتیجه دا شوه چې هم مو ټولنه په یو بل ډول سره وویشله، جنسیتی او همدغه راز مو نسلی تعصباتو ته  لاره هواره کړه.د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په هکله باید ووایم، شک نشته چې مونږ که د نظامی یرغل له امله زیات تلفات ورکړل او زیانونه مو وګالل خو دا هم یو څرګند حقیقت ده چې د نړیوالو په مرسته مو لاسته راوړنې هم درلودې. د ښوونې او روزنې، روغتیا، معلوماتی تکنالوژی، اقتصادی برخه،  امنیتی سکتور، د بنسټونو په رغولو، عامه پوهاوی، د بیان ازادی او قسماً د زعامت په ټاکلو او ځینو نورو برخو کې د پرمختګونو شاهدان او لاس ته راوړنې لرو. پورتنی پرمختګونه د نړیوالو د مالی مرستو له امله ترلاسه شوی دی، خو په هغه برخه کې مونږ هیڅ ډول لاسته راوړنه نلرو چې ورته تر هرڅه زیاته اړتیا لرو. هغه د یوې سپیڅلی، متحدې او ژمنې ټولنې جوړول دی. زمونږ په ټولنه کې له پخوا راهیسې درزونو شتون درلوده، خو اوس نور هم زیات شول.زما په اند د ښځو د حقونو په برخه کې مونږ وکولاى شو چې د لویدیځ د باور او مرستو ترلاسه کولو لپاره پروپوزلونه تیار کړو مرستې ترلاسه کړو او څو ښځې په لوړو پوستونو باندې وګمارو خو هیره مو ده چې ښځې د هیواد تر نیمایی زیات نفوس جوړوی. د زده کړو، واده کولو او تر ټولو مهمه ښځو ته په میراث کې د حق ورکولو په برخه کې اړینې لاس ته راوړنې نلرو. مونږ ولې هیروو چې زمونږ دودیزه عنعنوی مذهبی ټولنه له غرب سره په کلتوری ټولنیزو او د ارزښتونو په برخه کې توپیر لری. مونږ ته به یقیناً هغه نوښت بوږنونکې پایله ولری چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په هکله د غرب ارزښتونه کاپی کړو.د اسلام مقدس دین د ښځو د زده کړو، روزنې او په خوندی چاپیریال کې د کار او مالکیت په تړاو غوڅ دریز لری، خو مونږ په کلتوری برخه کې د ځینو منفی محدودیتونو له ستونځې سره مخ یو. لکه د ازدواج په مهال د مهر پرځاى د ولور په نوم د پیسو اخیستلو دود، په ځینو ځایونو کې اجباری ودونه او تر ټولو مهمه ستونځه ښځو ته په میراث کې د حق نه و کولو دود ده چې د ښځو د حق تلفی ښکاره بیلګه یې ګڼلاى شو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا