گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مونږهریوه په تیرو ۴۰ کلونوکی سهوی اوګناهونه کړی دی خونن؟
مونږهریوه په تیرو ۴۰ کلونوکی سهوی اوګناهونه کړی دی خونن؟

مونږهریوه په تیرو ۴۰ کلونوکی سهوی اوګناهونه کړی دی خونن؟

هو! د جدې شپږمه وه. یخ او چوپ چاپ ماښام وه. دشوروی ځواکونه افغانستان ته د آمو سیند په سینه را تیریدل او آمو یې ننداره کوله. کارمل د تاشکند له رادیو د امین د رژیم پاى او د افغان شوروی دوستئ د نوې دورې چیغې پورته کړی.په لس ګونو زره شوروی عسکرو ځوږ جوړ کړ. سلګونه بمبارد الوتکو او جنګی څرخکو زمونږ اسمان نیولئ وه. ټانکونه وغړمبېدل، بمونه وغورځېدل، سکډ او لونا وغوریدل او مرمئ وشغېدې. کورونه کنډواله، کلی ړنګ شول، ملت قربانی ورکوله او خلقیانو د هورا هورا چیغې وهلې.د قربانی د خورا لوړې بیې ورکولو وروسته د یوې داسې ورځې شاهدان هم یو چې پرمختللو وسلو او د نړئ ټولو ځواکمن لښکر د ایمان په وړاندې ماته وخوړه او د شوروی ځواکونو وروستى جنرال د حیرتانو پر پله اوښته، خو شاته یې نه کتل او له ځان سره یې هغو ټولو مشرانو ته ښکنځل کول، چې دلته یې ځواکونه رالېږلی وو.د بمونو د دود پیل د روسانو له یرغل څخه وشو.د بمونو د دوامدارې شومې پدیدې هغه ټول کسان پړه دی چې په یو ډول نه یو ډول یې افغانستان ته په ټانکونو باندی سپرو روسی عسکرو، په بمونو د بار روسی الوتکو او ټانکونو د راتلو لپاره لاره هواره کړه. هرکلی یې وکړ، په زور یې کلی جوړول او د همدې بمونو پر کارولو یې د خلکو پر زړونو د واکمنئ د ټینګولو هڅه وکړه.هغه څه چې مو له یرغلونو څخه زده کړل داده چې هیڅ ډول عسکری ځواک او زور د ولس اراده نشی ماتولاى. نظامی ځواکونه د ملت زور ته د تسلیمی سرونه ښکته کوی، په زور کلی نه کیږی، د توپک په ماشه کې بریا نشته. واک ته د رسیدو لپاره یوازنئ مشروع معقوله او د عمل لاره د ولس اراده ده. په یوه ګډ هېواد کې په ګډه د ګډ ژوند کولو، ګډ اوسیدلو او په سوله کې له نورو خلکو سره د متقابل درنښت په فضا کې د ژوند کولو هنر زده کول ویاړ ده.هغه خلک یوه ورځ یوازې پاتې کېږی چی د یرغلګرو په څنګ کی دریدلی وی. افغانستان د متجاوزینو او تیری کونکو هدیره ده.

د نړئ ډیر ستر ځواکونه دلته مات شوی دی. بالاخره د هغو خلکو سرونه به ښکته وی چې د واک ترلاسه کولو لپاره یې د افغان سینه سورئ کړه، افغانه مورکئ یې بوره کړه، د افغانې خورکئ اوربل یې وران کړ او د افغان بچیان یې یتیمان کړل.مونږ د خپل ملت په کلک ایمان مضبوطه اراده او پیاوړی عزم باور لرو چې هر وخت او زمان کې یې د پردیو د بربنډ تیری په وړاندی خپله سینه سپر کړې ده او له زیاتو قربانیو وروسته یې پردی شړلی دی، خو متاسفانه د تاریخ په سینه کې د پردیو له شړلو وروسته د خپلمینځی ځورونکی او ځپونکی کورنئ جګړې پاڼې هم زمونږ ویاړونه او برم ننګوی.شوروی عسکر ووتل، خو مونږ په خپلو کې سوله ونه کړه، کابل مو ړنګ کړ او فاجعې مو وزیږول نور پردی هم راغلل. د افغان په غولی د پردیو جګړو ډګر لاهم تود ده. سوله مو ورکه کړې ده او ملت مو لا هم قربانی په کرښه پروت ده. زمونږ د جنګ ډګر همهغه شان ګرم ده او د ولس د سولې د هیلو غوټئ د سپړیدو په ځاى د رژیدو په حال کې دی.مونږ ډیرو پردیو و غولولو. ډیرو وخوړو، ډیرو راباندې تر منزله ځانونه ورسول. شوروی ټوټې ټوټې شو. د برلین دیوال ونړیده. د لینن مجسمې ماتې شوى. د مرکزی اسیا مسلمان میشتی هیوادونه ازاد شول. امریکا سړه جګړه وګټله. پاکستان له سانډویچ کیدو وژغورل شو.

مګر مونږ لاهم خپلې موخې تر لاسه نه کړې. د واک او ځواک په سر جګړو کې لتاړ شو. د شهیدانو وینې لیلام شوې. اسلامی نظام حاکم نشو. د نړیوالو له نظره ښکته پریوتو. جګړه جګړه او آن تر دې چې بل ځل د یوه بل وحشی یرغل خوراک شو.د پردیو هیوادونو له محرومیتونو مجبوریتونو او محکومیتونو ډک ژوند مو هډوکی وراسته کړل. پردیو زمونږ له مجبوریت او مظلومیت څخه ناوړه ګټه پورته کړه. له دړه ملیونه څخه د زیاتو انسانانو قربانی مو ورکړه. شوروى مو مات او یرغلګر مو وشړل، د برلین دیوال ونړیدن، د مرکزی اسیا هیوادونه یو پر بل پسې ازاد شول او د وارسا تړون مات شو، خو، مونږ خپلې موخې ترلاسه نه کړې. مونږ اسلامی نظام قائم نکړاى شو. مونږ هدف ته له رسیدو وړاندی د ګوړو په خوږو زهرو ووژل شوو، مونږ د ځینو تش په نامه جهادی مشرانو د واک غوښتنې ناروا او وحشی کورنیو جګړو له امله ناهیلی شوو او د هیلو غوټئ مو له سپړیدو وړاندې ګلئ ووهلېد شهیدانو د ارمانونه مو نیمګړی پاتې شول.مونږ له جګړو څخه ستړی شوی یو. مونږ د افغان په لاس د افغان د وژلو لوبې ستړی کړی یو.مونږ د هېڅ ګاونډی سره د سیالی نه یو، مونږ د نړئ د پرمختګونو په منډه کې پریوتی یو. زمونږ د مشرانو په پردیو خیراتونو سره جنګ ده. مونږ د نړیوالو په اوږو بار یو محتاج ملت یو.مونږ اوس له پردیو سره په معامله, مراوده او خبرو کې هیڅ ډول ستونځه نلرو، خو په خپلمنځی توګه یو بل ته ګوته په ماشه په سنګر کې ناست یو.شورویانو د څوارلس زره او امریکایانو د دوه نیم زره عسکرو له لاسه ورکولو وروسته په خپلو ناکامیو باندې پوه شول چې د توپک لاره د بریا نه ده، نو مونږ له دوه ملیونه څخه د زیاتو افغانانو له لاسه ورکولو وروسته ولې فکر نشو کولاى چې د افغانانو ترمنځ جګړه نوره قطعاً د حل لاره نه ده.د نظامی یرغل په وړاندې مو د مبارزې څلی هسک ولاړ دی او پردیو ته په ماتې ورکولو مو د تاریخ پاڼې ګواهی ورکوی، خو راځئ نن هوډ وکړو چې نور د کورنیو جګړو، فقر بیوزلی فساد غصب او ظلم په وړاندې د مبارزې نوئ څپرکئ هم پرانیزو. ولس مو د فقر تر کچې لاندی ژوند کوى. معیاری روغتونونه معیاری ښوونځی معیاری پوهنتونونه او نورې اسانتیاوې نه لرو. جګړه روانه ده. د سولې څرک نه لګیږی. خپل وروڼه د غلام، مرتد، ترهګر، اجیر،ګوډاګی او وطن پلورونکی په القابو یادوو. یو او بل ته ګوته په ماشه په مورچه کی ناست یو.زمونږ هیواد دنړئ دفاسدو هیوادونو په سر کی ځای لری.غلام نه لکئ لری او نه هم ښکرونه! نن سبا احتیاج فقر او بېوزلی غلامی ده.راځئ یو او بل ته دښمن نه، ورور ووایو. په ګډه له ټولو پردیو اشغالګرو یرغلګرو او نورو څخه د خپل ولس دنجات لاری چارې ولټوو. یووالئ، زغم، حوصله، هیوادپالنه، سمون او بدلون له خپله ځانه پیل کړو.راځئ ومنو، چې مونږ هر یوه په تیرو څلوېښتو کلونو کی سهوی، غلطیانی، تیروتنې او ګناهونه کړی دی.راځئ چې یو ځای دیوه روښانه او پرمختللې راتلونکی په لور روان شو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا