گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ننګرهارته دؤلسمشرغنی تازه سفـــراو تازه بی خلطې فیــرونه !
ننګرهارته دؤلسمشرغنی تازه   سفـــراو تازه بی خلطې فیــرونه !

ننګرهارته دؤلسمشرغنی تازه سفـــراو تازه بی خلطې فیــرونه !

هیڅوګ پوه نه شول چی که یوی خواته دنړۍ دوهم متفکر اود افغانستان ؤلسمشر همدا راز  ددری ګونو قواؤ اعلی سرقوماندان ښاغلۍ محمد اشرف خان غنی احمدزی  د افغان صلحی په موخه دوحی ته له طالبانو سره د ضابط  صاحب معصوم استانکزی په مشرۍ مذاکراتی پلاوۍ آستولی دی خو بل لوری ته یی په ناڅاپه توګه په ختیځ کی د پاکستان پر پوله پراته د ننګرهار ولایت ته د خپل حکومت د لوړ پوړیو چارواکو په ملګرتیا د تشو او بی معنا لوظونو د ډرامی په لړ کی د اولسونو د غولولو او دهغوی سترګو ته دخاورو ورپاشلو په موخه د ده په مبارک قول د بی خلطې فیرونو په بدرګه یوورځینی سفر پیل کړ .

خو کله چی د یوی افغانی غیرتی شملې په پر سر کیدو په حال کی د ستیژ یا دریځ پر مخ را څرګند شو او له او له معمول سره سم یی خطبه له ټولو څخه یوه برابر د  تشکر او نوروغولونکو الفاظو لکه ماما ګانو ، خاله ګانو په ویلو چی د هرولایت د خورزوی ( خورئی ) ځان بولی پیل کړه نو څنګه اولس ته په تشو وعدو اوله لافو ډکو لوظونو ورکولو ځان قانع کولای شی ؟ 

پکارده پخوا له دی چه  په ننګرهار ولایت کی د هغه د بی خلطی فیرونه وګورو یو ځل بیاهم تاسو ددرنو لیدونکو پاملرنه د ښاغلی محمد اشرف غنی هغو بی خلطی فیرونو ته را وګرځوو چی په لومړی ځل یی د افغانستان د سیاست په ترمنولوژی کی د بی خلطی فیرونو کلیمه درج کړای شوه .

که څه هم له هغه ورځی چی د افغاستان د مشرانو  جرګی د رئیس د مجاهدینو د پخوانی سر ګروپ غلام فضل هادی مسلمیار په وړاندی  د مشرانو جرګی د ریأ ست د څوکۍ لپاره د جرګی د یوه بل غړی سناتور د کاندیدیدو داستان ټولو هغه چاته چی د اشرف خان غنی ټول کړه وړه په غور سره څاری جوت دی

خو د اشرف خان غنی دنن ورځی چی په یو « غشی اود څو مرغانو د ښکار» مفهوم او مضمون نغښتی دی خو د ښاغلی اشرف غنی دنن ورځی نیش دار ارشادات هغه څه ؤ چی هم یی د خپلو اوتو بوتو په ویلو ولسی جرګه سپکه کړه او هم یی د ده په قول هریو وکیل د قانونی پلټنو پرته دوه زره پروژی غواړی …….راغلی دی وایی چی بودجه نه تیرؤ ځکه چی د بودجی صلاحیت موږ ته راکړه نو داد حکومت کار څه شو ؟ هلته راغلی یم وایم چی اولس ډو‌ډی نلری ملی دسترخوان ورکړی دلته وایی چی …دا خو هم دپور پیسی نه دی دا خو ما راوړی دی !!!

نوزما یو وړاندیز ده محترمی شوری ته !که صلاحات نه منۍ زه به دا خارجی پیسی دیارلس میلیارده می چی وګټل بیرته به یی ورکړم وایم به چی اصلاحات نه منی !که څه هم څوګ پوه نه شول چی ولی او پر کوم بنسټ او استدلال د ارګ کاهن اعظم ځان چی غواړی ځان له قانون او مقرراتو  پورته وښې نو له بهر نیو هیوادونو څخه د دیارلسو میلیارده ډالرهغه شخصی هدیه بولی چی ګنی بهرنیو هیوادونو دهغه له برکته د افغانستان له خوار اولس سره مرسته کړی ده چی ګنی ددغه دیارلس میلیارده ډالرو د ویش واک یوازی د حضرت کاهن اعظم په وسیله تنظیمیږی او دغه شانی له قانون اوچت دی !!! ویلی شو څو ورځی وړاندی هم کله چی د افغانستان د وسله وال پوځلخوا یو محفل جوړشی ؤ نو ښاغلی اشرف غنی د افغانستان د ولسی جرګی د هغه پریکړی پروړاندی چی ګنی دافغانستان ولسی جرګی د ۱۴۰۰ هجری شمسی کال بودجه چی د افغانستان دمالی وزارت لخوا د منظوری په موخه وړاندی شوی وه ونه منله

نو اشرف غنی د افغانستان د جمهور رئیس او دپوځ داعلی سرقوماندان په توګه البته نه دافغانستان دیو قانونی ولسمشر په توګه بلکه د امریکا د متحده ایالاتو د یوه باوری استازی حیث افغان پوځیانوته ډاډ ورکړ چی د بودجی په باب هیڅ شانی تشویش ونکړۍ ځکه له هغه ځایه چی خبر یاست د امریکا کانګرس د افغانستان نوی بودجه د قانون په حیث ؤمنله د تمویل ، تجهیز او روزنې  په برخه کی د بین المللی ټولنی تعهدات مطلق  پر ځای او حمایت یی ټینګ  دی . دمرستو د قانون یوه ځانګړی برخه په افغانستان پوری اړه لری .اوما په همدی هکله د امریکا د جرګی له مشری سره هم خبری کړی وی دهغوی او ناتو  روښانه تعهد موجود دی .د خواشینې ځای دی چی زموږ د ټولنی سیاسی او علمی شخصیت  جلالتمآب اشرف خان غنی چی ځان دافغانستان منتخب  ؤلس مشر ګڼی او ځان ته یی د خیالونو دنیاګې جوړه کړی ده اوددغه خیالی دنیا په ماته هنداره کی د یو واجب الاحترام دیکتاتور او له هر ډول ضوابطو او قوانینو اوچت پیشوا حرکات ترسره کوی لاتراوسه هم په دی نه دی توانیدلی چی په اوسنۍ پرمختللی  نړی کی د یوه حکومت او شخصی شتمنۍ توپیر وکړی.

کیدای شی د جلالتمآب اشرف غنی هدف به  دیارلس میلیارده ډالره هغه کمکونه چی په دی وروستیو کی په سویس هیواد کی د افغانستان لپاره د مرستو په موخه بیلی کړی دی او کیدای شی د څلورو کالونو په په اوږدو کی دافغانستان دولت ته وسپارلۍ شی داسی و انګیری  چی ګنی دا دهغه هلو ځلو نتیجه ده چی جلالتمآب جمهوررئیس جهانی ټولنی ته قناعت ورکړ چی باید له افغانستان سره مرسته وکړی . خو کیدای شی پوه نه وی او یا هم نه غواړی پوه شی چی تاسو که تاسو د یوه حقوقی شخصیت یعنی د افغانستان د منتخب ؤلسمشر په توګه چی د هیواد د  اساسی قانون  په چوکاټ کی یی د ولس مشری مسؤلیت په غاړه آخیستی ده نو بیاخو پکار ده چی د منتخب ؤلس مشر په توګه تر ټولو لومړی قانون ته درناوی وکړی او د جهانی ټولنی سره هم د افغانستان د ؤلس مشر په توګه چلند خپل کړی . ځکه اوس اشرف غنی احمدزی د  پوهنتون استاد نه بلکه ځان د افغانستان منتخب ؤلس مشربولی نو پکارده چی دیوه مسؤل لومړنی کس په توګه به د هغه اساسی قانون د احکامو په رڼا کی خپلی دندی ترسره کوی  چی دجمهوررئیس  ترڅنګ یی د قضائیه اومقننه قواؤواکونه او صلاحیتونه هم په ګوته کړی او ښودلی دی

 په ننګرهار ولایت کی د افغانستان د منتخب ؤلس مشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د وینا هغه برخه چی د قومی مشر ښاغلی زمری د پوښتنو او نیوکو په اړه یی ترسره کړی هغه برخه یی زیاته جالبه وه کله چی ؤلس مشر اشرف غنی د پوهنی وزارت په اړه نیوکو کی د قومی مشر زمری په ځواب کی تر سره کولی وویل : وزیره صاحب معارف کیناستلی  تاسو مجبور نه یاستی چی هغه دلته قید کړئ …دانه استادسیاف ده چی بیا درباندی چل وکړی اوقناعت درکړی !!! که څنګه مسلمیار صاحب ؟ په آخیر کی یی ویلی ؤ هغه منصور په خپل کتاب کی لیکلی دی چی حاجی صاحب قدیر ته یی کتلی ؤ او ورته یی ویلی ؤ چی یک پغمانی ده لغمانی ! ویل کیږی چی شاه غلام فضل هادی مسلمیار چی ددربار  د کوړکوړا خان  پر ګدې ناست دی د روسانو په مقابل کی د سپیڅلی جهاد په لیکو کی لومړی د مولوی محمد یونس خالص اووروسته داستاد سیاف دمجاهدینو یوسرګروپ ؤهم هغه ددربارد کوړکوړا خان په نقش کی لوبه ترسره کوی یعنی داچی کله هم د اشرف غنی په څیر د پردیو لخوا د پر هیواد د کینول شوی پیشوا د اولس ته دفریب ورکولو لپاره شاهد ته اړتیا پیدا کړی نو بیا خپلو بلکیانو او دپری پر انډیوالانو د تصدیق آواز پورته کوی او خپل دروغ او لافی پری د یوه عینی شاهد په توګه تصدیقوی . نوځکه خو هم ؤلس مشر اشرف غنی د امرالله صالح او هادی مسلمیار په شان دقدرت او شهرت تږی تل له ځانه سره ګرځوی او د ضرورت په وخت کی تری دعینی شاهد په توګه استفاده کوی .سیاسی کتونکی وایی چی دا ډول بی خونده او بی مزی اظهارات او څرګندونی هغه بی خلطی فیرونه بللی شی چی پخوا نیمروز ولایت ته دسفرپه ترځ کی  د خلکو په یوه غونډه کی دنړی دوهم متفکر ، دوسله والو ځواکونو اعلی  سرقوماندان په خپله مبارکه خوله فرمایلی ؤ .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا