گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » چې جاهــــل امـــارت نه منـــــو، کاذب جمهوریت دې هم سروخوری.
چې جاهــــل امـــارت نه منـــــو،  کاذب جمهوریت دې هم سروخوری.

چې جاهــــل امـــارت نه منـــــو، کاذب جمهوریت دې هم سروخوری.

دنواندیشی یادونه : زموږ د زخمی اوزیاتره ختیځو ټولنو اواولسونو لوی درد دا دی چی پر هغه څه چی زیاتره روڼاندی اود ټولنی دعوتګران باورلری ددوی له کړو وړ سره ښکاره توپیراود لوی واټن  درلودونکی دی .دا خبره مو زموږ د ټولنی دهغه ځوان له سرښندنو ډک مرګ په انګیزه اوبهانه ولیکله  چی د افغانستان د څلویښت کلنی فاجعی په  دریمه لسیزه کی نړی ته راغلی دی او دژوندانه زیات واټن یی دهغه خدای بښلی ضیأ ودان  په قول له جاهل امارته تر کاذب جمهوریته وهلی ده . هغه امارت چی زموږ دتاریخ یو خونړی داغ بللی شی او هغه جمهوریت هم چی د دموکلس توری په څیر قابو شل کاله د یرغمال شوی اولس پر سررا ځوړند ده اولاهم زموږ غیرتی اولس دهغی د خونړیوسیورولاندی د غنیمت مال په څیرشپی اوورځی تیروی. باید په درناوی سره ووایو چی زموږ د ټولنی زیاتره چپو اوهمداشان ښیو او پر مذهبی فکر ولاړو روڼاندو کړه وړه دافغانستان دڅلویښت کلنی فاجعی له خونړی دریاب څخه د ماهیانودرانیوو په معنی تعبیریدای شی .نه غواړی چی له هرډول مذهبی ، قومی او ژبنی اختلاف پرته یوازی پر انسانی بنسټونوولاړدریځ له مخی قضاوت وکړی . دنواندیشی تربیون د خپل انسانی او ملی رسالت پر بنسټ د خدای بښلی ضیأ ودان هغه لیکنه کټ مټ را آخلی چی د افغانستان ددی خونړۍ له څلورو لسیزو اوږدی فاجعې یوه بل همزولی د بلخ د مشهور ټوپک سالار د زوی ځوان خالد نور په نوم یی خپره کړی وه او له هغه ځایه چی ددغه ټوپک سالار زوی هم چی خدای بښلی ضیأ ودان  د سلام همزولیه په لقب پیل کړی ده  په رښتیا هم دهمدغو څلورو لسیزو زیږنده ده چی هیڅکله هم د خپل پلار په ګناهونو باید محاکمه نه شی زموږ ددغه انسانی خواخوږۍ او رسالت څرګندونه کوی چی یو ملی مصلح باید  له هر ډول مذهبی ، قومی ، نژادی مناسباتو  پورته یوازی پر انسانیت ولاړتفکر باندی قضاوت کړی . د آزادی رادیو ،خوست کی د غرغښت رادیو تلویزیون  او په ځانګړی توګه د لیکوال او خبریال ښاغلی نجیب الله الوخیل څخه دزړه له کومی مننه کوو چی ددغه راپور په برابرولو کی یی  د نواندیشی تربیون ملا را تړلی دهنه دې عمر راڅخه زیات دی او نه زده کړې، د یوه وطن یو، یو ډول پېژندپاڼې لرو، دواړه افغانان یو او دواړه د افغانانو زامن یو.حتا ما دری زده ده او تا پښتو هم نده زده.مګر توپیر دومره دی چې ستا پلار مجاهد کبیر دی او زما پلار ښوونکی.تاسو تل نظام او مرکزی حاکمیت ننګولی او موږ تل د جمهوریت، دولت، حکومت او وحدت ملاتړ کړی.ته نړۍ ته د ارګ استازی یې او زه د دریم بست یو محتاط، بې امتیازه او بې صلاحیته مامور.ستا ناسته پاسته امریکا، انګلستان، دوبۍ او دوحه کې  له پاونډو، ډالرو، درهمو او ریالو سره ده، مګر زما ناسته ولاړه د کابل ناامنه کوڅو کې له وحشت، ډار، یخ او بې خرڅۍ سره.ستا پلار ارګ سره ډغرې وهی تاته څوک کاږه هم نشی کتلی، بلکې ارګ لا اعلامیه خپروی چې موږ کله هم داسې تېروتنه نکوو چې د استاد عطا مبارک زوی ښاغلی خالد نور دې د مذاکره کوونکو له غوړ لېست وباسو.

زما په یوه فېسبوکی پوست هره شیبه زما دنده ختمېدلی شی، زه په دوه کرښې نیوکه رخصت کېدلی شم.

زه د غټانو د ناځوانیو د درنو څپېړو په مقابل کې د اه ویستلو حق هم نلرم، تاوان راته کوی، کرییر مې خرابیږی، احساساتی بلل کېږم او د ناستې ځای مې ورکیږی.دا یواځې زما نه،بلکې د ډېرو سر سپارلو ځوانانو برخلیک دی متاسفانه.همزولیه داسې نشی کېدی او دا حالت نور دوام نشی کولی.موږ چې جاهل امارت نه منو، کاذب جمهوریت دې هم سر وخوری.🇦🇫وطن دې سلامت ویضیا ودان د جنورۍ پر ۱۰مه له خپلو دوو نورو همکارانو سره د کابل په کارته نو سیمو کې په یوه مقناطیسی ماین چاودنه کې ووژل شو. د دې برید ذمه واری لا تر اوسه چا نده منلې.د افغانستان حکومت او امریکایی ځواکونه په مقناطیسی ماین چاودنو او هدفی وژنو کې طالبان ښکېل بولی. طالبانو که څه هم د نننی برید په تړاو څه نه دی ویلی خو پخوا یې د افغان حکومت او امریکایی ځواکونو تورونه بې ځایه بللی.د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د کابل د نننۍ چاودنې په غبرګون کې ویلی چې د خلکو وینې تویول باید ودریږی.د دې کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په ټوېټر لیکلی چې “څوک د هېواد ځوان او تحصیل کړی قشر له منځه وړی؟”

د خوست مدنی فعالانو، روڼ اندو او د وژل شوی مدنی فعال او د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیاء ودان د کورنۍ غړو له افغان حکومت وغوښتل چې د ټولنې د مخکښو او فعالو کسانو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړی.دوی وویل، داډول پیښې د حکومت او ولس تر منځ واټن پیدا کوی او د خلکو باور زیانمنیږی.دوی یادې څرګندونې د جنورۍ پر ۱۰مه خوست ته د ملی پوځ په یوه الوتکه کې د ضیا ودان د جنازې رسیدو په ځای کې مشال راډیو ته وکړې.مدنی فعال فریدالله قربان وویل، حکومت دې د خلکو د قناعت او رضایت لپاره د دا ډول پیښو عاملان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاری.د وژل شوی مدنی فعال او د عامه ساتنې تصدۍ ویاند خوستی ځوان ضیاء ودان د جنازې لیږدونې ته د خوست ملکی او پوځی مسوولین، مدنی فعالان او روڼ اندی ورغلی ول.د یووالی او بدلون کاروان مشر عبدالولی واحدزی د ضیاء ودان وژنه د افغانستان د ځوان نسل لپاره یوه لویه ضایع وبلله او ویې ویل،

دې پیښې یو ځل بیا وښوده چې دده په وینا د وطن دښمنان نه غواړی چې هېوادپالونکی خلک دې ژوندی پاتې شی.د ضیاء ودان ترور زوی سمیع الله اتل وایی، “ضیا ودان تل په خبرو کې د وطن دفاع کوله، ده که لیکنه کوله او که کار یې کاوه، د وطن لپاره یې کاوه، موږ د خپلو وطنوالو ساتنه او امنیت غواړو، زموږ چې هر کس میدان ته راووځی سر خوری او ژوندی نه پاتې کیږی.”خوست والی جنرال مومند کټوازی وویل، که خاورې غږ کولی شوای، نو ویلی به یې وو، چې شهیدان نور بس دی.ده په ټولو خواوو غږ وکړ، چې د وروڼو، افغانانو او مسلمانانو په شان سره کینی، څو سولې ته یوه لاره جوړه شی.ضیاء ودان چې شاوخوا دېرش کاله عمر یې لاره د خوست د ګربزو د وړو کلی اوسیدونکی وو او څو کاله د خوست په بیلابیلو سیمه ییزو راډیوګانو کې کارکوونکی او مدنی فعال پاتې شوی وو.تر اوسه د ضیاء ودان د وژنې مسوولیت کوم چا په غاړه نه دی اخیستی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا