گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دنجیب سرټمبه توب اوزموږمصیبت
دنجیب سرټمبه توب اوزموږمصیبت

دنجیب سرټمبه توب اوزموږمصیبت

جګړې، بمباردونه، ماینونه او هدفی وژنی ورځنى معمول ګرزیدلی ده. حاکمه ډله او امنیتی ادارې یوازې په سختو ټکو غندنې کوی، د واک په ټینګولو او یا هم په فساد کې مصروف دی. ولس خپل مړی پورته کوی، جنازې یې کوى او هدیرې ډکوی. اوسنى امنیتی وضعیت قطعاً د منلو نه ده. امنیتی ارادې ناکامې دی. د شخص نه، بلکې د نظام ژغورل ملی اړتیا ده. د نجیب حکومت له نسکورېدو وروسته چې څه پېښ شو بریا نه بلکې فاجعه وه.  له فرصت څخه د ګټې نه اخیستلو له امله د نجیب سرټمبه توب، بانو او پلمو  نوموړئ په مصیبت اخته کړ. د ځینو مجاهدینو ترمنځ د واک په سر جګړه جنایت وه او تکرار به یې حماقت وی.نه غواړو ځوانان مو  واک ته د کوم شخص د رسولو او یا هم په واک کې د پاتې کېدو لپاره ووژل شی. جګړه د نفرتونو په لوړه څوکه کې قرار لری. کیداى شی د پردې تر شا څوک د خپل فساد پټولو او د نجیب د حکومت له نسکورېدو وروسته سناریو د رامنځته کیدو ته لاره هواره کړی او د مصنوعی اتل جوړیدو هڅه وکړی.له ناوړه عواقبو سره له مخکیدو وړاندی د جګړې په دواړو غاړو غږ کوو چې سولې ته بانې پلمې او مانورونه نه، بلکې عملاً تحقق ورکړی. تاریخ خورا ظالم قاضی ده. نه زور منی او نه هم په زر باندی خطا کیږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا