د غوره کوونکی یادونه :دادی نن می بیا د لوی استاد (خادم بابا) د(خادم باد سبا یم ) له درانده اثرڅخه دا لاندی په زړه پوری نظم را خوښ کړی،هیله ده په مینه یی ژورولولئ عنوان یی دی (کله)
ملک و دین بې له میړانې شی ساته په بل شان کله
دقلم په اخستلو ږدی ســــــــــپرونه ځوانان کـــــــــــله
آزادی دجهان ماله شوه حـــــاصله ستـــا په غــــیږ کی
بندیوان دیار د زلفـــو خلاصــــی غواړی دځـــان کــــــله
که قبله ده که رضوان دی راله مــخ د خپل جـــانان دی
دکعبی نه مخ په بل لور اړوی مـــــــــــسلمــــان کــله
داساس خښــــته می ټینګه کړه په لپو د زړه دوینو
نړولــی چــیری نه شی کـــه پې راشی طـــوفان کله
ای پښتونــــــه باوجدانه نن دې وخت دی کړه میــــړانه
مساعــــده وی په هر وخت کی دوره د اسـمان کلــــــه
لکه ته یی په دنیا کې بـــــې اســـباب وبې ســـــمانه
داسی شته دی په جهان کی بی اسباب وسامان کله
چی ملت د ی په ذلت کی او ته ناست یی په راحت کی
دا خبره قبلولی شی نـــــاموس و وجــــــــدان کـــــــــــله
دمشرق ستوری ځلیږی له آرزو یی زړه رپــــــــــــــــیږی
چی آواز دتلو ورنــــــــه کړی روانیږی کاروان کــــــــــــــــله
له (خـــادمـــه ) ګیله مـــه کړئ ای یارانو د مـــحفل څوک
غـــر دباد په الوتــــــــو کې ټـــینګوی شی فنان کـــــــله
۳۱ حــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمــــــــل ۱۳۱۴