دغوره کوؤنکی یادونه : نن می د لوی استاد(استاد خادم) د(خیالی دنیا له منثور اشعار ) څخه لاندی یو دروند او په زړه پورې عنوان (سیلاب ) را خوښ کړی په مینه ورڅخه خوند اوپند واخلئ
اوه ، دا څومره تیاره ده ! څومره توره وریځ ده په دې ټکنده غرمه کښې دومر ه تیاره ! ـ ته به وایی چی دتروږمۍ ماښام دی !!!دنمرخاته او نمر پریواته له خوا تورې تورې غونډئ غوندئ وریځې !ـ اوه څومره په سرعت حرکت کوی ؛ـ رڼا هیڅ نشته !!!اوهو ، غرهار ، ډزهار، سړی به وایی چی ګوندې لوی ښار بمبارد کیږی ! ـ اوه ، بریښنا ګانې ، داسی ښکاری لکه داور متروکې ! یا لکه آتشی ښېښې چی به کوم ځای ورول کیږی !سخت حال دی ، بده ورځ ده، اوضاع ډیره خرابه ده ، ددی وریځې دشان سره بــاران ، ږلې ، تندر، اوسیـــلاب لازم بــریښـــې !!!آه دسیلاب مخه،او دغه کلی ! داڅوک دی ! دا ولې داسې بیخبره دی ، دلته هیڅوک خوزیدونکی نه ښکاری آوازونه ـ نه اوریده کیږی ، دا ولې ؟ ـ دخدای دپاره ـ دوی ویده دی او که مــړه ؟!! دغه دی سیلاب راځی ، دغه یې مخه ده ، ټول به یوسی، آه ، په دوی کښی به ماشومان وی ، ښځې به وی ، ښکلی ښکلی نازنینان به وې ، د ارماندونو او ارزوګانو ډک زړونه به وی ـ ټول به یوسی ، آه ، بر باد به شی !!! هلئ ، ویښ یی کړئ ، ور غږ کړئ چی څه چاره وکړی ، دومـــــره غفلت ! ـ دا غرمه او دا دروند خــــــوب !! ـ آه ، دا ټول ویده دې !ـ ټول ویده دې ؟!! فرض کړو چی څومره غریږی ، هغومره نه وریږی ، تور ویرول کوی او سپینه ورول کوی ، څومره چی وایی هغومره نه خیږی ، مګر بیاهم په لوړو غرونو خو باران کیږی ، واورې وریږی ، او ددې نتجه سیلاب وې . هرکله چی وې دا سیلاب به راشی او ټول به یوسی !!!دا ـ چی (( دسیلاب مخه چا نیولې ده ، سیندونه چا بند کړی ، بل ځای هم نشته او نه دتیښتې لارـ چی څه وی هغه به وی. )) بی همتې ده !سیلاب خو دکلکو ګټانو اوتړو سره لګیږی مګر ډډه ترې کوی ! ـدانسان عزم ، همت او اراده دزمانې دسیلاب مخه لا هم ګرځوی ، پاتی لا دباران سیلاب ! او اسمان تل د همتناکو دارادې په موافق حرکت کوی !!!