گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اول ته وکړه احسان که احسان …
اول ته وکړه احسان که احسان …

اول ته وکړه احسان که احسان …

اول ته وکړه احسان که احسان غواړی

ته صادق شه که صدق عزیزان غواړی

صبحدم پاڅی په مینه استغفار کړه

که جنت باغ دعزت دیزدان غواړی

دخزان زیړی ، دژمی سیلې تیر کړه

منتظر شه دبهار که ګلان غواړی

سردی کیږده په سجده رب ته دی ژاړه

که په صدق او اخلاص دی جانان غواړی

دمخلوقو خدمتګار په صداقت شه

امتیاز او افتخار که دځان غواړی

اسلامی ننګ وغیرت ځان سره مل کړه

که عزت دی په هر ځای سره مل غواړی

عدالت کړه دعمر ، سخی عثمان شه

که نامتو نوم قهرمان په جهان غواړی

لکه شمعه غوندی سوزه رڼاېی کړه

که چاپیر ځان ته صادق پتنګان غواړی

سر دخدای لپاره ټیټ کړه نه بل چاته

ای زلاله ! که ته نور دایمان غواړی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا