گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » یــو مـلــت چـې داسـې او دومـــــره بـې بـرخـې شــی ،نـــو بیــــا ؟
یــو مـلــت چـې داسـې او دومـــــره بـې بـرخـې شــی ،نـــو بیــــا ؟

یــو مـلــت چـې داسـې او دومـــــره بـې بـرخـې شــی ،نـــو بیــــا ؟

پورتنۍ خبرې د امریکا له خوا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د ۷ نیټې د پیل شوې حملې د هغې لومړۍ بمبارۍ پیغام دی چې کندوز کې یوې امریکایی ښځینه پیلوټې د طالبانو په سنګرونو لومړنی بمونه را وغورځول. د متحده ایالاتو دغې کپټانې په انګلیسې ژبه خبرې کولې. نوموړې د ځانګړی بی سیم په وسیله دوستم اوهغه سره ولاړوانډیوالانو ته وویل:زما خبرې طالبانو ته ترجمه کړئ. هغوی ته و وایی چې تسلیم شی.چنرال دوستم مخابره را واخسته اوطالبانو ته یې کړه: دا امریکایی پیلوټه وایی چې تسلیم شئ که نه وژل کیږئ.دوستم په ژباړل شوې جملې پسې دا هم ورګنډه کړه:طالبان تسلیم شول خو تسلیم شوی طالبان دوستم و وژل. (جنراال دوستم په افغانستان کې د شوروی اتحاد د سرتیرو د شتون پر مهال جنرال او د ناټو د لښکر د موجودیت پر مهال مارشال شو). نوموړی په شمال کې د جوزجانی ملیشو ښه غښتلی قوماندان، د طالب ضد ټلوالې پوخ ملګری او د امریکا له خوا د جوړ شوی پراخه افغانی اتحاد د حساب سړی وړ وه. ده ته د جګړه ییز قوت پر بنسټ د بن په را راتلونکی کنفرانس کې په قومی ادرس غوړه برخه پام کې نیول شوې وه. په هغه کنفرانس کې چې په روم کې د افغانستان له جلا وطن پاچا څخه رانیولې په دوشنبې، اسلام اباد، تهران، قبرس، واشنګټن، مسکو او ډهلی کې د افغانستان په تخت پسې لالهانده افغانانو څخه یوه ته هم پته نه وه چې لوبه د کوم ځای څخه را پیل شوې ده؟ کوم ځای ته به رسول کیږی او له ما څخه به په کومه برخه کې تر کوم وخته د پرزې په توګه کار اخستل کیږی؟مونږ افغانان تاریخ جوړونکی یوو، خو تاریخ ساتونکی او لوستونکی نه یوو. د خپل تاریخ څخه ناخبره خلک کټ مټ داسې وی لکه په تشه ګردنۍ او ملابند چې عسکر د جګړې مورچې ته لیږل کیږی. د احمدشاه بابا د اولادې د یو ورور د بل ورور سره جنګول که زړه خبره وه نو دا د ثور کودتا، شوروی یرغل، د مجاهدینو حکمرانی او د طالبانو امارت خو سم ژوندی تاریخ وه. دا د دوهم او دریم لاس د اقتدار شوقیانو یا د اسیر افغانستان لپاره کارامد حاکمانو باید سوچ کړی وی چې د کوم ماشین څخه چې مونږ نن تیریږو له همدې څخه د هغو پرونیو تیرو شوو ځای چیرته دی او حال یې څنګه دی؟

د سیاسی پیښو د تول لپاره ښه تله سیاسی پوهاوی وی، خو احساسات او ناخبرتیا د انسان په وجود کې د دښمن د زیرمه شوې وسلې هغه زیرمتون دی چې غلیم ورته په خپله خوښه د بل چا په تنه کې چاودنه ورکوی. همدا چې مونږ سوچ وکړو زرګونو کیلو متره د افغانستان څخه لیرې پرته امریکا ولې د خپلو نړیوالو سیمه ییزو انډیوالانو او ناټو په شان یو پوځی قوت سره یو ځای په افغا نستان هر اړخیزه حمله کوی. د حملې موخه د طالبانو د یوې ډلې څخه حکومت اخستل او بلې داسې متضادې ډلې او شخصیتونو ته سپارل وی چې د ډلې یو ګروپ د بل د وینو پوروړی او شخیصتونه یې داسې دی چې د خپل شخصیت سره نه جوړیدونکی دی، نو بیا پوهیږو چې خواږه شعارونه یو او تراخه عملونه بل شی دی. یوه علمی قاعده کې وایی: هر شی چې په خپل معلوم ځای او وخت کې همهغه څه سرته و نه رسوی چې باید ویې رسوی، نو بدلول یې په کار دی. نن سبا د افغانستان د روانې جګړې اړوند ځنې داسې پاخه معلومات را برسیره شوی چې پرون د افغان جګړې د رازونو پنډوکی وه او کومو افغانی ډلو او شخصیتونو چې فکر کاوه د دې دوسیې سره به هغې دنیا کې ګورم په همدې نیمګړې نړۍ یې مخې ته را روانه ده. هر یوه په خپل ادرس حکومتی برخه غوښته او د افغانستان اړتیاو ته یې پاملرنه نه کوله.

د طالبانو مشر ملاعمر د کندهار څخه په کابل همغسې حکومت کاوه لکه تیمورشاه درانی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د پښتنو د ستر ټاټوبی پیښور څخه د خپل ژمنی پایتخت په توګه خوند اخسته. طالب جنګیالی په شمالی ولایتونو کې د خپل نفوذ د پراختیا په موخه د خپلو مخالفانو په مورچو پسې ګرځیدل، خو له دې څخه ناخبره وو چې واشنګټن کې د طالبانو د کابو کولو په بهانه د یو قطبی نړۍ د مدیریت د هغه پلان یا تیورۍ عملی برخه په طالبانو او افغانستان باندې تجربه کیږی، چې پوره نهه کاله د ۱۹۹۱څخه تر۱۹۹۹پورې د دې ملک سترو ستراتیژیکو څیړنیزو مرکزونو پرې خولې توی کړې وې.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د لسمې ورځې په مازدیګر یعنې د سپټمبر د پیښې څخه وړاندې (د دفاع) په نامه هغه نقشه بشپړه او عمل ته جوړه شوه چې په چمتو کولو یې پوره نهه کاله څیړنه او په عملی کولو یې دوه کاله سوچ شوی وه. ډاکتر خلیلزاد خپله په دې ډله کې یو مهم سړی وه. خلیلزاد وایی: دا ډله قصدی او شعوری د متضادو مسلکی کسانو څخه جوړه شوې وه تر څو په جوړولو یې ژور کار شوی وی او د منلو پر وړاندې یې خنډونه کم وی.طرحه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د لسمې ورځې په پای کې د ولس مشر جورج ډبلیو بوش په میز کیښودل شوه تر څو یې سبا یعنې د سپټمبر په یولسمه لاسلیک او په کار پیل وشی. دا نقشه په حقیقت کې ډیره پراخه نړیواله ستراتیژې وه، خو د افغانستان برخه یې ځکه خورا مهمه وه چې کار به د لاندنیو دریو ځایونو او شرطونو څخه د یوه څخه هرو مرو پیل کیده.لومړی) طالبانو ته اخطار دوهم: د طالبانو د نه په صورت کې د هغو د مخالفانو ملاتړ او د همدې ناراضیانو څخه د وسله والو ملیشو جوړول.دریم: امریکا به د طالبانو د رژېم د راپرځولو لپاره نړیوال ائتلاف جوړوی.د ۲۰۰۱ کال د سپټمبرد یولسمې ورځې څاخت موده وه چې ولس مشر لا دوسیه نه وه پرانستې او په سپینه ماڼۍ کې د پلان د رئیسانو او مدیرانو غونډه روانه وه. کینډولا رایس د مشرې په توګه د پلان په عملی اړخونو خبرې کولې. د سالون د شا تمبه را پرانستل شوه. د سپینې ماڼۍ یو امنیتی مدیر رایس ته غوږ کې وپسیده. هغې ژر ژر د خپل میز د سر څخه کاغذونه راټول کړل او و یې ویل را پاڅیږی. همدې وخت کې د نیویارک د سوداګریز مرکز سره جهاز جنګول شوی وه او هغه خونړۍ لوبه پیل شوه چې په افغانستان باندې د پلان شوې حملې موده یې را لنډه کړه. د جګړې شکل کې څه بدلون راوست، د اړتیا اندازه پورته لاړه وړتیا ته پام ونه شو. د معمولی سړیو څخه د افغانستان لپاره غټ سړی جوړ شول. داسې یو جنګ منځ ته راغی چې افغان عسکر څخه نیولې په اصطلاح تر هغه لوړ اعلی قوماندان پورې یو هم نه پوهیږی چې ولې جنګیږو او ترڅو به جنګیږو؟

د نیویارک د حملې څخه وروسته به هر ماښام شپږ نیمې بجې د ځنې سیاسی او امنیتی کسانو غونډه جوړیده، چې دوی به په اړوندو موضوعاتو تر هغې نظرونه او معلومات راټولول، ترڅو چې به هغه کار بشپړ شو. په حقیقت کې (۷) کسانو د کشر بوش په مشرۍ په افغانستان د حملې پروګرام برابر کړ، نو لومړی په یو شعار باندې اتفاق راغی (څوک چې له مونږ سره نه دی، زمونږ خلاف دی). شپږ نیمو بجو یوه سمبولیکه بڼه ونیوه او تر ننه پورې بهرنیان د باندې څخه او داخلیان د هیواد دننه له دې څخه کار اخلی. مقصد یې د چا څخه کوم ځای کې د سوری د بندولو لپاره استفاده وشی. دا په اصل کې د دسیسې په تیورۍ د حکومت کولو یو میتود دی، مګر د سپینې ماڼې په شپږ نیمو کې یاده مسئله نه محتوی او نه شکل وه. کله چې د جګړې پریکړه وشوه یو مهم برخه وال د دفاع وزیر رامزفلډ پوښتنه وکړه چې که چیرې دا طالبان را وپرځوو او افغانستان ونیسو نو د مشریا پاچا څه درک شته؟ د سې ای اې رئیس ورته کړه چې بلدی کسان ښه ډیر دی. د هغوی څخه یې د نمونې په توګه د کرزی نوم واخست و یې ویل د شوروی ضد جګړې په موده کې را سره اسلام اباد کې بلد شوی.د بوش او چینی څخه نیولې د سپینې ماڼۍ تر نورو لوړ پوړو چارواکو پورې زیاتو سره دا اندیښنه وه. د طالبانو ضد اغیزمنه ډله د افغانی تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو او نورو قومی جوړښتونو څخه جوړه شوې هغه جبهه ده چې د پښتنو د سیمو څخه شړل شوی بې اغیزې قوماندانان یا مشران یې ځان سره د نمونې په توګه ساتلی. د دې جبهې یو اړخ د روسیې د استخباراتو او بل یې د ایرانی ایدیالوژیکو اغیزو څخه خالی مطالعه کیدای شی؟ او آیا د پښتنو هغه نظامی قومی مشران چې د شمال جبهه ور څخه د پښتنو سیمو کی سمبولیک کار اخلی په راتلونکې زعامت کې د پښتنو ونډه پوره او طالب ضد جنګ ته اوږه ورکولی شی؟همهغه مامور چې د مشر د جوړولو تیر سوال یې ځواب کړی وه و ویل: هر څه خو کټ مټ ګران دی، مګر جګړه کې معامله بنده لاره خلاصولی شی. دوی فیصله وکړه چې پوځی کارونه او سیاسی دې سره پیوند وی، خو لومړی پوځی ماموریت پیلوو. په افعانستان د حملې څخه ډیر وروسته المان کې د هغه کنفرانس تابیا ونیول شوه چې اجنداء یې له وړاندې جوړه شوې وه. مونږ څه پوهیږو چې دا کار تر کومه حده پلانیزه وه، مګر د کنفرانس د ټولو برخه والو څخه ډیر یې په دې لاندې دریو ټکو یا موافق وو یا بیواکه وو او یا یې همدا سپکه ورځ په دې درانه وطن او ملت پیرزو وه.لومړی: طالبان باید د دې سیاسی بهیر څخه د باندې وساتل شی.دوهم: د افغانستان پخوانی پاچا ظاهرشاه باید لومړی او د هغه مشاور پروفیسور سیرت باید دوهم د افغانستان د راتلونکی مشرتوب د بهیر څخه بې برخې وی.دریم: څرنګه چې د جګړې مقابل اړخ طالبان دی او طالبان زیاتره په پښتون میشتو سیمو کې اوسیږی، نو د جنګ د وژنې، ورانۍ او شرمونې ډیره برخه د همدې سیمو په اوږو باریږی.دغې حساسې مسئلې ته په پام د زعامت یا مشرتوب لپاره دې د سمبولیکو یا هغو پښتنو څخه استفاده وشې چې په خټه پښتانه، په پښتو خبرې وکړی شی؛ خو په ملی، عقیدوی، کلتوری او قومی لحاظ د پښتونولۍ قالب ته د درښت په ځای ثروت، قدرت او شخصیت ته ډیر ارزښت ورکوی. دا همهغه ستراتیژی وه چې د بن کنفرانس کې ایرانی او پاکستانی هیئتونو له اوله تر اخره ټینګه نیولې وه. دې دسیسې د افغانستان د دولت جوړیدنې ملی تاریخی او سیاسې ستنې له بیخه را ایستلی. نه به دا ناټو وی او نه د ناټو دا راوړی رنګه سیلاب وړی، مګر دا د سنی، شعیه، پښتون، تاجک، هزاره ازبک د ونډو لانجو به افغانستان د بلاګانو او جنګونو په ورشو کې ساتلی وی. د هیواد د ځلمی او هوښیار نسل ملی او د ډیورند ناروا کرښې دواړو غاړو کې د جنګ لپاره د یرغمل شوو پښتنو سیاسې دنده ده چې د قومیت پر بنسټ د قدرت د شراکت دغه سرطانی ناروغی د عدالت پر بنسټ په سیاسی شراکت بدله کړی.

پروفیسورعبدالستارسیرت د بن د کنفرانس په برخه والو افغانانو کې تر ټولو اغیزمن او د لومړی لاس معلوماتو څښتن محوری یا حسابی سړی وه. د سیرت صاحب او زمونږ تر منځ پیژند ګلوی د جهاد له وخت څخه وه، مګر نژدې یوه لسیزه کیږی چې د افغانستان د سولې په ملی جبهه کې شریک کار کوو او هڅه مو دا ده چې د جنګ لپاره یرغمل شوی ملت ته د نجات او سولې مناسبه لار او په دې لاره د تللو عملی طریقه رامنځ ته شی. د معلوماتو له مخې دا د بن جبری پیټی د لومړی سر څخه یوه ډرامه، یو تمثیل او یوه لیکل شوی کیسه وه. مثلا د طالبانو رژیم لا بشپړ نه وه چپه شوی چې د بن کنفرانس یا کومه بله افغانی ډوله غونډه نه وه جوړه شوې، خو له وړاندې څخه تپلی جمهور رئیس، د هغه کابینه، د هرې وسله والې، قومی، مذهبی ډلې او بهرنیو دولتونو سره د تړل شوو کسانو ونډې معلومې او د حکومت انتصابی سټه نه یواځی بهر نیانو برابره کړې وه، بلکې همدا غلط تهداب یې د راتلونکی لپاره بنسټ باله. په دې معنا چې د ملی خپلواکۍ څخه بې برخې وطن کې د ډموکراسۍ تر نامه لاندې په قومی، مذهبی او تنظیمی برخو ویشل شوی افغانستان ته به د بن کنفرانس یو پوښ ور اغوستل کیږی. د بن د کنفرانس څخه لا پخوا د شمال د جبهې او نورو ښکیلو کړیو سره خورا غوړې معاملې شوې وې. هغوی ته ویل شوی وو چې تاسې به د بهرنیو هوایی ځواکونو او ټینکونو د چتر لاندې د پلو جنګیالیو دنده سرته رسوئ، په بدل کې به چوۍې ترلاسه کوئ. د افغانستان د دفاع، کورنیو چارو او خارجه وزارت څوکۍ او بې دعا ولس مشر یې نمونې وې. د نړیوالې او ملی پیژند ګلوۍ له پلوه پاچا ظاهرشاه د زیات وزن څښتن وه. هغه د یووالی د سمبول په توګه را هڅول شوی وه، خو ټګی ور سره کیدله. هغه ښه پوهیده چې له اوله سره ور سره دهوکه کیږی او اخر ور سره له زور څخه کار اخستل کیږی، نو د خپل هیئت مشر پروفیسور سیرت صاحب یې د ځان په ځای د مشر تابه لپاره معرفی کړ. په بن کنفرانس د ټولو څخه برلاسو ویل: پروسه دې شفافه وی. د پاچا ډلې دې د زعیم لپاره ووټونه واچوی. په دې ډله کې ۱۳ کسان وو. دری تنه ډاکتر سیرت، هدایت امین ارسلا او حامد کرزی کاندیدان شول. ارسلا (۱)، کرزی (۲) او سیرت (۱۱) ووټونه واخستل. ښاغلی کرزی (د نړۍ وال ډموکراتیک اتحاد) په زور د خپلو دوو رایو په وسیله د ډاکتر سیرت (۱۱) رایو ته ماتې ورکړه. په دې ترتیب د افغانستان د خلکو په وینه وتره شوې خاوره کې داسې یو سیاسی تخم وشیند ل شو چې کرل یې هم په وینه، خړوبول یې هم په وینه، ساتل یې هم په وینه اوخوړل یې هم په وینه کیږی.

په کومه سیاسی لومه کې چې زمونږ ملت، سیاسی کدرونه، عوام حتی د حکومت او مقاومت په نوم دوه معلوم جوړښتونه راګیر شوی هغسې نه ده لکه څنګه چې مونږ ته ویل کیږی. د ښه شعارونو لاندې خراب کارونه کول په لومړی سر کې ناخبری ناپوهی وی، خو هغه تعقیبول او د هغو څخه د نظریی په بڼه کار اخستلو ته د دسیسې په تیورۍ باداری وایی. د دغه ډول نظریاتو د عملی کولو لپاره ځانګړو محیطونو او شخصیتونو ته اړتیا وی.داسې محیط کوم کې چې د ټولنې حاکم قشر د سبا لپاره خوشحالی لټوی، خو ملت یا ټولنه فقط نن کې د ژوندی پاتې کیدو لپاره پرون او سبا دواړه د لاسه ورکوی. په دې معنا چې ټولنه دومره مجبوره او محرومه شې چې د ژوند ټول نعمتونه او خوشحالۍ ترې واخستل شې او ذلیل ژوند ته یوازینۍ خوشحالی و وایی. د دسیسې په نظریې سمبال شوی کسان د هیڅ ډول دینی، اجتماعی، سیاسی، کلتوری او اخلاقی اصولو چوکاټونو او لوظونو پابند نه وی. دوی د ناوړه تجربو د لابرتوارونو څخه را ایستل کیږی. دوی په خپل لاس د خپل وجدان د وژلو بوګنونکې شیبې لیدلې وی او هغه بیا د پټو اهدافو لپاره د ښکاره حتا مشروع میتودونو په توګه کاروی. دا عجیبه مخلوق دومره ټیټ کارونه او دومره بې کتابه ذلیلې خبرې کوی چې کتونکی او اوریدونکی یې په لیدلو او اوریدلو شرمیږی خو دوی یې په کولو ویاړ کوی.دا د هرچا خوښه چې متاسفانه ورته وایی که خوشبختانه، خو دغه ډول بې انصافه ړوند کوڼ او د اجتماعی دینی او ملی چوکاټونو څخه وتلی سیاست که هغه په هر نامه وی حتمی او ضروری انقلابونه زیږوی. د افغانستان او افغانی ټولنه خپله افغانانو نه بلکې بهرنیانو او د هغو کرایی ملګرو د دغه جبری وضعیت سره مخ کړې(هغوی چې ځان ته یې په مونږ د جبر اجازه ورکړې مونږ حق لرو چې د خپل اختیار په خاطر مبارزه وکړو).

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا