گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکــوتـرې صــوفیانــــــه ژونــــد!
دکــوتـرې صــوفیانــــــه ژونــــد!

دکــوتـرې صــوفیانــــــه ژونــــد!

دغوره کوونکی یادونه : درندو دوستانو خویندو وروڼو بیا مې هم درناوی او ښې هیلې ومنئ ! نن می بیاهم دلوی استاد ( استاد خادم بابا) له یوه درانده ادبی اثر څخه دالاندې په زړه پوری ادبی ټوټه چې عنوان یی دی ( دکوترې صوفیانه ژوند ) دنن څخه اتیا کاله مخکی لیکل شوی او که په ځیر یی ولولئ داسی تصور به وکړی چی ګویا همدا اوس ( استاد خام بابا ) دخپل ولس حال ګوری او په ولس غږ کوی چی بیدار شی او ددغه کوتری وصیت خپل قام ته ورسوی . کوتره خپلو بچو ته نقل کوی : کوم وخت چی زه دجهان له ښه اوبده بی خبره ،دورکوټوالی او صباوت په غفلت کښې له دنیا او ما فیها نه ازاده او دمور و پلار دسیوری لاندی دبی غمئ په تخت ناسته وم ، نو هغه وخت ما دا خبرهاوریدلی وه ” په دنیا کښې باید دعمر تیرولودپاره داسی لار وکتل شی چی بیخې بی خطره او هیچاته پکښې آزار نه وی ، اوپه کاردی چی سړی د محبت ، لطف ، مهربانې ، همدردې او نرمئ مجسمه وی ځکه چی په دنیا کښې که خوږ شی دی خو مینه ! جنګ جګړی عمر بی مزې او پیکه کوی ، بد نیتې او فساد په طبیعت غلبه کوی .” نو دژوند دا پر امن فلسفه می خوښه شوه ، دځان دپاره می خړ مالی او د” یاهو !” دویلو دپاره می دلوړو ونو څوکې خوښې کړی ، نه می په چا کار لرلی دی نه غرض ، نه می چاته ضرر رسولی دی نه تکلیف ، نه می دچرچڼو په شان دچا شولې خوړلې او نه دمینا ګانو په دود پردی انګور او اینځر ! زه ومه خپله جاله خپل بچی او دخدای جلجلاله یاد ! اکثره وختونه می چی نورڅه نه دی میندلی نو دخارو په شمکو می قناعت کړی دی ، یامی په تشو تلو کښې کرواړې کړی ، او دبلبلو څیر می د ګنګوټو ـ او مرغیو په خیل می

دملخانو آزار نه دی اخیستئ ! نو په دی ، کښې زماد مقابلې او مدافعې اسباب دنه استعمال په سبب بد لیده ،بدلیده اوس وګورئ زما پڅه مښوکه ، سرې بښې لکه دخیالوټوکو پیغلو ! زما حالت بلکل اووښتی دی . خو حوصله مې پسته شوی او جرءت می کم شوی دی ، یوازې زه نه داسی حالت اوس دټول قوم نو ځکه اوس پیښه داده چی ؛ ” دښمنان مو په خپل کور مېنه او وطن کښې نه پریږدی ، هیڅ په هیڅ را باندې تعدې او ناروا کیږی ، او داسی ناروا چی زه یی هیڅ نشم زغملی . دښمنانو ړومبی زمونږ مېنی او وطن ته ځان را نزدی کولو ، اخر یئ زمونږ په وطن د عاصبانه تصرف عزم وکړو! دا څوک دی ؟ دا شوده پښتې ، چالاکې وږې سترګې میناګانې دی ؛ دډیرو کالو او مودو څخه چی هیچاته دهغې وخت او نیټه نه ده معلومه ، چی زمونږ ړومبنی پلرونه په دی بڼوڼو ایسارونو ، او تړو کښې اوسیدل ، د څه مودې څخه مینا ګانو دغې پلو ته پښه را اوږده کړی ده ، زمونږ په مینه اوقوم چور او چپاو کوی !… شرم ، حیاء او له خدایه ویره نشته” ! نو زما اوس دا پوخ یقین راغلی دی چی په دنیا کښې څوک په داسی صلح پسندی او داسی متصوفانه ژوند داشــــــرارو له لاسه نه شی اوسیدی ، نو علاج دادې چی که غواړئ په دنیا کښې دخپل قام سره په خپله مېنه کښې آزاد ووسی نو مښوکو او نوکانو ته د فولادو پوښونه ورکئ ! او دا دې کوترو جامه دباز په جامه بدله کئ ! زما تاسو ته وصیت دی او تاسو یې خپلو اولادونو او خپل قوم ته ورسوئ !!! ….

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا