گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپردی زوی نه خپله لور ښه ده
دپردی زوی نه خپله لور ښه ده

دپردی زوی نه خپله لور ښه ده

اوس په افغانستان کی د شعوری ملیت او ولسپال ناسیونالیزم وخت دی دا یوحقیقت او واقعیت دی ،دعالم وظیفه داده چی دماضی اومستقبل په سنجش سره دقدم پورته کولو پلان طرحه کړی.په نوی عصراو دنیا کی انزوا ناممکنه ده او دیو ملت په حال مفیده هم نه ده ، نو باید داپروګرام عملی شی !

(۱) کومکونه دې له ملګرو ملتونو  څخه وا خستل شی او له هغو دولتو څخه د استفاده وشی چی استعمار ونکړی شی .

۰ (۲) ملی ایمان او په خپل ځان اتکاء باید په ملت کې تقویه شی .

۰ (۳) ملی حکومتونه دې ځان دپاره دملت ملاتړ ،په دیموکراتیکواساساتو حاصل کاندې .

۰(۴) ښوونه او روزنه دې په هیڅ شان پردو لاسونو ته نه پریښودل کیږی .

۰(۵) څو پوری چی ځوانان په خبل وطن کی په خپل کلتور او ملیت کلک روږدې شوی نه وی ، باید خارج اوخارجی لاسونه ته ونه سپارل شی .

( ۶) هغه ملت چی درشد کمال ته نه وی رسیدلی په هغه کی خارجی ښځې ، خارجی مهاجرین او خارجی سیاحین باید د دقیقو ملی قوانینو لاندی وی ،چی څوک په کی ددموکراسی په نامه ، کلتوری انارشۍ ته لاره هواره نه کړی شی.

۰ (۷) دخارجی نشراتو ،تبلیغاتو او وارداتو اصولی مراقبت په کار دی ، چی دملت به فکری ،عملی، عقیدوی او اجتماعی وحدت کی درزونه پیدا نشی .

۰ (۸) باید پام وشی چی ملی فنون او هنرونه داصلاح په نامه ، مخلوط نکړی شی .

 (۹) بیکاری او بد کاری هم کلتور وژنی او هم اقتصاد.

(۱۰) باید دا متل په فکر کی ونیول شی چی (( دپردی زوی نه خپله لور ښه ده)) ، په ملت دی اعتماد وشی او په کارونو کی ذی ورته کافی برخه ، سهم او مسولیت ورکړی شی، حکومت باید کاملا په ملت متکی وی او ملت دی په خپل تاریخ ،کلتور او اقتصاد.باید پوه شو چی ناسیونالیزم په اجتماعی او ملی ډول دځان واک په خپله کول دی ، چی دا احساس په حقیقی ډول عام شی، نو خلک خپل هر قسم مشکلات په خپله رفع کوی او حتی مشکلاتو ته سر نیسی ، خو له پردی دامه او پردی واکه ځان ساتی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا