گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانـــواودافغانستان اسلامـــی حزب له ګډحکومت څخه دجماعت اسلامی پاکستان ملاتړ!
دطالبانـــواودافغانستان  اسلامـــی حزب له  ګډحکومت څخه دجماعت اسلامی پاکستان ملاتړ!

دطالبانـــواودافغانستان اسلامـــی حزب له ګډحکومت څخه دجماعت اسلامی پاکستان ملاتړ!

هیڅوک نه پوهیږی چی پاکستان ته د حزب اسلامی افغانستان د یوی غټی څانګی مشر ګلبدین حکمتیار په داسی حال کی چی ښاغلی حکمتیار څوځلی  دافغانستان دولت ته خبر دارۍ ورکړی چی که دهغوی غوښتنی ونه منل شی نودوی به دهیواد په سطح لویو لاریونونو ته تر هغه دوام ورکړی تر څو د هغوی واکمنی رانسکوره کړی څنګه په داسی د خبرداری په حال کی ګاونډی هیواد پاکستان ته چی د ښاغلی ګلبدین حکمتیار دژوند زیاته برخه پکی تیره شوی ده

سفر وکړی ! خو ناڅاپه د جیو په نوم یوه پاکستان تلویزیونی چینل خبرورکړ چی د جماعت اسلامی پاکستان امیر سراج الحق  دپاکستان لاهور ښار دجماعت اسلامی په مرکز منصوره کی د حزب اسلامی افغانستان د مشر ګلبدین حکمتیار په ویاړ جوړه شوی غونډی ته د خبروپه ترځ کی وویل چینن زه دسولی دمذاکراتو دبریالیتوب ته درسیدوپه درشل کی خوشحاله یم چی په افغانستان کی طالبان اودافغانستان اسلامی حزب په ګډ سنګراو تخته  ولاړ دی او ددواړو دریځ یو شان اوګډ دی چی افغانستان به اسلامی او د امنیت درلودونکی هیواد وی . ددغه اجندا مقصد ته ته درسیدو لپاره نه یوازی زما او اسلامی جماعت بلکه ټول قوم د افغانانو ترڅنګ دریږو . لکه څنګه چی له هم هغه اولی ورځی جماعت اسلامی همدا باور درلود چی په افغانستان کی سوله یوازی دافغانانو لپاره نه بلکه د پاکستان اولس لپاره هم یو ضرورت دی .

د ټولی سیمې اړتیا ده نو همدغه دلیل دی له کله  چی خبری اتری پیل شوی دی زیاتره اولسونو دغه خبرو اترو ته دشک په سترګه کتل خو د جماعت اسلامی دریځ داؤ چی په افغانستان کی د امنیت په خاطر امریکا باید له سیمی ؤوزی اوهلته په افغانستان کی د افغانانو په خوښه خپل حکومت جوړ کړای شی . اوس هم موږ دغه خبره یوځل بیا ویل غواړو په افغانستان کی امنیت د نړۍ ضرورت دی دچین هیواد اړتیا ده د روسی اړتیا ده د پاکستان اړتیا ده ددغه ټولی سیمی اړتیا ده د هندوستان هیواد هم اړتیا ده خو ځینی داسی کړۍ او وګړی هم شته چی ویریږی که په افغانستان کی یومستحکم اودافغانانو په لاس خپل حکومت جوړشی نوټول هغه څه چی دجګړو اوپه افغانستان کی داړی ګړی څخه یی ترلاسه کوی نوهغی ته به زیان ورسیږی همدغه وجه ده چی دوی یی مخالفت کویکتونکی واېی هغه مهال چی دده اړیکی له افغان حکومت سره ترنګلی او په اوسنی زرګری بڼه  نه وی آؤختی  او دیوه رسمی سفر په ترځ کی پاکستان ته تللی ؤ د جماعت اسلامی پاکستان په یوه غونډه کی یی له جماعت اسلامی څخه غوښتی ؤ چی داځل هغه دپاکستان په رسمی بلنه دغه هیواد ته راغلی دی او یوازی د جماعت اسلامی د مشرانو د مړینی په مناسبت فاتحی لپاره راغلی دی بل ځل به که خدای کول د جماعت اسلامی په بلنه دجماعت اسلامی رسمی میلمه وی                                                                                                                                                         

چی دده دغه غوښتنه دجماعت اسلامی مشرانو هم یادداشت کړه او دادی دغه سفر ترسره شو چی  دهمدی ناستی په ترځ کی گلبدین حکمتیارپه مسکواو استنبول کی د سولی مذاکراتو کی ګډون اعلام کړ او ویی ویل چی په مسکو او استنبول کی چی د اتو غټوګوندونو ، دجګړی د لوریو ترمینځ ترسره کیږی موږ هم په دغو غونډو کی ګډون کووکه څه هم ګلبدین حکمتیارپه افغانستان کی دنظام دجوړولو لپاره یوازی پر کیمیت باندی اکتفأ کوی او ټول هغه ځواکونه چی دټولنی د حاکموشرائطو په تقاضأ د زور او زرو څښتنان  شوی دی د یوی ټولنی دمدیریت لپاره کافی بولی نو ځکه خویی چی په خپلوخبرو کی د طالبانوسره دګډ حکومت خبره یاده کړی ده پرته له دی چی د طالبانو پرتحریک حاکم فکر اودحزب اسلامی دفکری بنسټونو ترمینځ د اختلاف ته ګوته ونیسی داسی انګیری چی له طالبانو سره داسی پریکړی ته رسیدلی دی چی ګنی په افغانستان کی به د اولس په خوښه اسلامی نظام جوړوی.

 واقیعت دادی چی لومړی خو یو حزب اویاهم داولس  له مینځه را ټوکیدلی داسی غورځنګ چی داولسونو او پرګنو له ملاتړه برخه من وی تر ټولی لومړی باید اولس او دافغانستان په جغرافیا کی د اوسیدونکو وګړو د سوکالی ، آبادی او اقتصادی پرمختګ په موخه یوه عقلانی او پر علمی بنسټونو ولاړه دلاری نقشه ولری چی تیرو تجربو دا ښودلی ده د افغانستان اسلامی حزب چی باید په فکری بنسټونو ولاړی د لاری نقشی چی پر یوه اجتهادی میکانیزم ولاړه وی بی برخی دی . یوازی پر ظواهرو چی له شعاره پرته بل څه نه شی ګڼل کیدای بسیا کوی . ددی ترڅنګ دحزب زعامت باید پرهر ډول ځان غوښتنی او دشهرت او قدرت دغرائیزو پر وړاندی له فعال مقاؤمت څخه برخمن وی ترڅو نه یوازی دحزب اعضأ بلکه د ملت اوامت ټولی بشری  پرګنۍ له هرډول قومی ،مذهبی، نژادی توپیرونوپرته دهغه د زعامت په هنداره کی ځانونه وګوری. خوله بده مرغه نن ورځ ددغه ټولو اخلاقی او تشکیلاتی اصولو او معیارونو پرخلاف دافغانستان اسلامی حزب چی یو وختی تر ټولود استعمار ضدوځواکونو پرانډول د یوه عظیم ملی وجاهت څخه برخمن حزب شمیرل کیده

په خواشینۍ سره نن ددغه ستر وجاهت جنازه ددارالامان په ایمان مسجد  کی د قائد اعظم ګلبدین حکمتیار په امامت ادا او ارزشونو په هدیره کی هغه وخت خاورو سپارل شوه چی دلویدیځ  استعمار اونړیوال پانګوال نظام لخوا ورته من وسلوی ورکړای شوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا