گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مـــــاتـــه بېـــــړۍ، توپــــانـــی هــــوا او نــاروغــــــه مــــاڼـــو!
مـــــاتـــه بېـــــړۍ، توپــــانـــی هــــوا او نــاروغــــــه مــــاڼـــو!

مـــــاتـــه بېـــــړۍ، توپــــانـــی هــــوا او نــاروغــــــه مــــاڼـــو!

تاریخ ګواه ده چې د ملتونو په ژوند کې کله له خوښیو ډکې شېبې، کله په تراژیدیو کې نښتى ژوند ، کله توره تیاره، کله سپین سبا، کله له ویاړونو ډک او هسکه غاړه ژوند او کله د ویاړ او عزت له مرګ سره مخامخ کیدل راځی، خو مونږ د خپلمنځی  جنجالونو په لومه کې نښتی، له وروڼو سره په جګړه کې اخته او د پردیو  د لاس اله یو. د ستونځو په داسې ګرداب کې بند پاتې یو چې نه مو ژوند په هسکه غاړه تېریږی او نه مو مرګ له ځانه سره افتخارات راوړی.ولسمشر غنی وایی له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې نړیوالو زمونږ سوله ګاڼه کړې ده، خو زه بیا داسې فکر کوم چې له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې مو مشران د واک تندې ړانده کړی دی،  د حل تر عنوان لاندې د واک د انحصار په فکر کې دی. واک د مقدساتو او ارزښتونو د چوپړتیا او خوندیتوب لپاره نه، بلکې د ارزښتونو او مقدساتو نوم د واک ترلاسه کولو لپاره کاروی. له تره کی رانیولې تر  غنی پورې ټول په همدغه رنځ اخته دی. غنی ته په واک کې د ځان پاتې کیدل جمهوریت، د لاسته راوړنو خوندیتوب او ایکی یوه حل لاره ښکاری.

طالبان یوازی د اسلامی امارت قیام سوله ګڼی، نو ځکه ولس ناهیلۍ شوى دى. مجبور ده چې د نجات هیلې په پردیو پورې وتړی.د خلیلزاد په مرموزو عزائمو او پټو ارادو مې پخوا هم شکونه درلوده او په دغه تړاو مې لیکنې هم کړی دی. سره له دې چې نوموړئ افغانى الاصل ده، خو هره خبره کولاى شی، هر ډول یې تعبیرولاى شی، هره حربه کارولى شی، هره بڼه خپلولاى شی او هر نیرنګ اخیستى شی. د امریکا د ملی امنیت د سلاکار له خولې مې یو نقل قول اوریدلى وه چې ټرمپ په یوه ناسته کې وویل؛ “خلیلزاد یې ځکه د افغان قضیې لپاره د بهرنیو چارو د وزارت د استازی په توګه ومانه چې اوریدلې یې وه، دا خورا دوکه کونکئ او چلباز باز سړى ده”له دې سره سره مو بیا هم د خلیلزاد په طرحه پورې د خپلو هیلو غوټې تړلې دی، ځکه چې مونږ اوبو په سر اخیستې یو. ځګونو ته هم د نجات لپاره لاسونه وراچوو. په خپله د خپل حالت د بدلون وړتیا مو سلب شوې ده. له بند څخه د ملابرادر د ازادی، د قطر دفتر د پرانستلو،  له امریکا سره د طالبانو د تړون لاسلیک  او د بین الافغانی مذاکراتو د پیل لپاره خو مونږ دعاوې وکړی او نذرونه مو ونیول، خو متاسفانه چې اوس مو د هیلو اخرى څرک هم ورک شو. په بین الافغانی مذاکراتو پورې تړلې هیلې مو هم په ناهیلی واوښتې.په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پیل او پاى نه له مذاکراتی نورمونو سره سمون خوړ او نه هم د مصالحې په معیارونو برابر وه،  نه  افغانان د خبرو د اجندا او د پریکړو له جریان څخه خبریدل او نه هم نړیوال په اعتماد کې اخیستل شوی وه. یوازی دومره پوهیدو چې هوکړه لیک ابهامات او نیمګړتیاوې درلودې ځکه یې ستره برخه له افغانانو او نړیوالو څخه پټ ساتل شوى ده. اوس داسې ښکاری چې دغه ټولې نیمګړتیاوې او ابهامات بربنډ شوی دی. د تاریخ پاڼو ته په کتو د شوروی ځواکونو د وتلو په مهال د جینوا له تړون څخه نیولی د بن تر تړون او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړه لیک پورې د افغانستان په تړاو ټولې پریکړې د پردیو په نوښت او منځګړتوب شوې دی. په مونږ کې د پیاوړې ارادې،  قربانی او وړتیا د نشتون ښه بیلګه د دوحې اوسنی بین الافغانی مذاکرات دی چې متأسفانه مطلقاً ناکام ښکاری. مونږ له بده مرغه په خپلو منځو کې د شخړو د ختمولو په هکله له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې ښه تاریخ نلرو.داچې زمونږ  د دواړو اړخونو مشران د خپلمنځی اختلافاتو د ختمولو لپاره ولس قربانی کوی، خو په خپله ځان کې د قربانی اصل ته ژمنتیا نلری. په دغه ډول شرایطو کې چې بیړۍ مو ماته ده، شپه تیاره، هوا توپانی او د بیړۍ چلونکۍ (ماڼو) د نجات ساحل ته د بیړۍ د رسولو وړتیا نلری، نو مونږ هم اړ یو چې خپلو هیلو ته د پردیو په پلانونو کې ځاى ورکړو، ځکه اوس راته د سولی په تړاو د امریکا د اوسنی حکومت تازه هلې ځلې، وروستۍ طرحه او د امریکا د حکومت په ځانګړی ډول د بهرنیو چارو د وزیر لخوا افغانی اړخونو ته  بربنډه او تُنده لهجه  د ستاینې وړ دریز ښکاریږی.د مسکو غونډه د یأس او امید ترمنځ په نیک شګون منم او د ټرایکا رسنیزه اعلامیه د افعانستان په تړاو د سترو هېوادونو سنجول شوۍ او اغیزمن ګام ګڼم.زما په اند مونږ  د خپلو  کورنیو نیمګړتیاو له امله طوعاً وکرهاً اړ یو، له داسې لوری څخه هم مرسته وغواړو چې په افغانستان کې زمونږ ګټې د هغوى له روا ګټو سره ټکر ونلری، ځواکمن وی، په دواړو خواو اغیزې ولری، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیالیو درک ولری او زمونږ د کورنیو ستونځو، رقابتونو او نزاکتونو په عمق باندی پوه وی.زه دلته له پاکستان او ایران سره د افغانانو د دومره لوړې کچې بې باوری او عقدو پاللو خبره نه کوم چې دومره په لوړه کچه حساسیت او عقدو پاللو ته اړتیا شته که نه؟که وی نو ګټه لری که نه؟که ومنو چې زمونږ د ولس منفی احساسات، د باور نشتون او د ذکر شویو ګاونډیانو تیرې کړنې په پام کې ونیسو، نو له دواړو ګاونډیو څخه د خیر ښیګڼې تمه به خیال او خوب وی، خو دا هم انکار نه منونکئ واقعیت ده چې که له دواړو هېوادونو سره په زړه پورې لکه د وروڼو په شان دوستانه اړیکې نشو درلوداى، نو په محتاطانه ډول له دواړو ګاونډیانو سره نورمال اړیکې ساتل شونۍ کار،  اړتیا او مجبوری ده. زمونږ د منځنۍ اسیا ګاونډی هېوادونه لکه ترکمنستان ازبکستان او تاجکستان، نه دومره ځواکمن دی، نه له اړتیا سره سم په افغانستان کې اغېزې لری او نه دومره نړیوال اثر او رسوخ لری چې د افغانستان کورنی اړخونه ګاونډیان او مطرح نړیوال لوری په یوه منل شوی فورمول باندی سره راټول کړی.

هندوستان او سعودی عربستان د افغانستان په قضیه کې په ژوره توګه ننوتی ځواکمن هیوادونه دی، خو ستونځه یې داده چې دغه دواړه هېوادونه بالترتیب له پاکستان او ایران سره دښمنی لری. که هند او سعودی هریو په افغانستان کې محوری رول ولری رقیب هیواد یې د ځان لپاره پارونکئ عمل ګڼی او زیان یې د نیابتی جګړو د پیلولو په شکل کې مونږ ته رسیږی.زما په اند امریکا چین او روسیه زمونږ په هیواد کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د سولې پلوی دی. دا داسې سیناریو ده چې زمونږ او د یادو درې واړو هېوادونو ګټې سره غوټه کیږی. درې واړه ځواکمن هیوادونه دی، په افغانستان کې اغیزې لری، ګډې اقتصادی ګټې لری. امریکا له اوږدې جګړې ستومانه شوى دى، روس او چین د خپل واک او اغیزو لاندی سیمو ته د تندلاری، افراطیت او مخدره توکو لیږد په تړاو ګډې اندېښنې لری. د هغوى ګټې تامینول او اندېښنو ته ځواب ویل زمونږ له ملی ګټو سره په ټکر کې نه راځی، خو داسې ښکاری چې کارى استقامتونه او لیدلوری یې توپیر لری. د افغان مشرتابه  فعاله او متمرکزه تګلاره کولاى شی دغه توپیر له منځه یوسی. که د افغانستان حکومت د خپلو کاری او اغیز لرونکو تګلارو  په جوړولو او کارولو وکولاى شی د پورتنیو نزاکتونو او حساسیتونو په تناظر، په ګاونډ او سیمې کې د جیوپولیتیک جیو ستراتیژیک او جیواکنامیک بدلونونو په چوکاټ کې، امریکا چین او روسیه له افغانستان سره د ګډو ګټو په چوکاټ کې ګډ کار کولو ته تیار کړاى شی، نو لرې نه ده چې زمونږ هیواد ته د سولې په راوستو کې به سترې بریاوې ترلاسه شى.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا