گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ســــتړی او نیمـــګړی ژونـــــد
ســــتړی او نیمـــګړی ژونـــــد

ســــتړی او نیمـــګړی ژونـــــد

ژوند یو ستر خدایی بې بها نعمت او د هغه حق تعالی ستره پیرزوینه ده چې ټولو انسانانو ته یې یو ځل ورکوی. د ژوند پیل د یو چا د زیږیدو له نیټې څخه آغاز مومی او د وفات وروسته، پای مومی. یو فیلسوف ژوند له طبیعی نظره د هضمی جهاز او د بدن د نورو غړو د سالم فعالیت په معنا تعریف کړی دی او کله چې ځانګړی غړی له کاره و لویږی، نو ژوند پای مومی. که په ژوند ورکولو او اخستلو کې (که هغه په تدریجی، طبیعی یا حادثاتی توګه وی)، له یو پلوه د خدای تعالی حکمت پروت دی، خو د بله پلوه انسانانو ته ستر آزمیښت هم پروت دی. خدای پاک په خپل کتاب قران کریم کې د ژوند د خوندیتوب په اړه داسې فرماییلی دی: بسم الله الرحمن الرحیم: «وَمَن یَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِیهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَیْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِیمًا». ژباړه: که کوم چا یو مؤمن په قصد سره و واژه، نو د هغه لپاره سزاء ابدی دوزخ دی او څښتن تعالی قاتل ته ډیر په قهر دی او پر هغه لعنت وایی او کرکه ترې کوی او ستر عذاب یې ورته ټاکلی دی». څرنګه چې د افغانستان اکثریت وګړی شکر مسلمانان دی، نو د وژل شوو مسلمانانو د قاتلینو په اړه دا حکم صدق کوی.زه خپله له هغې ډلې وګړو څخه یم چې لومړی مو ژوند په خپل هیواد افغانستان کې له هر ډول ګواښ سره مخ شو او هغه حاکم وضعیت په جبری توګه پاکستان ته په کډه کولو اړ کړو. مونږ له هغه جملې وګړو څخه یو چې «د باران څخه لاړو او ناوې لاندې مو شپه شوه». نه مو ژوند په خپل هیواد کې خوندی وه او نه په پاکستان کې خوندی وه. له هغه مهاله بیا تر ننه په افغان ولس او هیواد جلا جلا حالات حاکم شول او په خپل ژوند کې له داسې ترخو او ستړو پړاونو سره مخ شوو چې کله به مو خپل ګران وطن کې په نسبی توګه د خوندیتوب احساس کاوه او کله هم په پاکستان کې، خو داسې نه دی شوی چې مونږ دې په بشپړه توګه په خپل هیواد او یا پاکستان کې د خوندیتوب ډاډمن احساس تر لاسه کړی وی. په هر حال هغه خو تیر وخت وه او په هر ډول چې وه تیر شو. اوس نو لا له خپل خواږه ټاټوبی څخه ډیر لیرې او د سمندرونو ور ها خوا د بې وطنۍ لالهانده ژوند ته اړ او مجبور کړی یو. په دې څه باندې څلویښتو کالو کې د هرې افغانې کورنۍ د غړو له جملې څخه هر یو یعنې پلار، مور، خور، ورور، څښتن، میرمن او د کورنۍ نور غړی د پورته یادو شوو ګواښونو سره مخ شوی، ځینې له دې حالاتو څخه د مخه زیږیدلی او اوس بوډاګان شوی دی، ځینې په جګړو کې زیږیدلی او یا یې په دې ترخه سفر کې خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او یا له کړاوونو څخه له ډک ژوند سره مخامخ دی. دا لړۍ او د ژوند لپاره د نه خوندیتوب دا ناوړه حالت لا هم بدل شوی نه دی. له لوی خدای څخه مو د عبادت په هر ډول مراسمو او مناسکو او د کال په هره ځانګړې ورځ مو د خپل ځان او نورو هیوادوالو ژوند او خیر غوښتی دی او اوس یې هم غواړو. خدای تعالی دې زمونږ په زبون حال و رحمیږی. راځئ د دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم مایوسۍ ته ځای پرینږدو او په ګډه د خپل رب څخه د خپل ځان او هیوادوالو د ژوند د خوندیتوب او عزت خیر و غواړو. «یا مجیب الدعوات استجب لنا یارب» په پای کې د نوی ۱۴۰۰ لمریز کال په مناسبت چې سبا یې لومړۍ ورځ ده، په ګران هیواد کې د سولې او د ټولو هیوادوالو د سوکالۍ په هیله د ښاغلی درویش درانی دا غزل تاسې ټولو  ته په هجری مینه ډالۍ کوم: د بشری قوانینو پر بنسټ هم د یو انسان څخه د دې ستر نعمت په ظلم او زور اخستل او تروړل چې په هر بڼه وی، ستر ظلم او بشری جنایت ګڼل کیږی. له بده مرغه په دې تیرو شا وخوا څلور نیمو لسیزو کې د افغانانو ډیری سلنه وګړو ژوند د تدریجی او طبیعی مړینې په پرتله په حادثو کې له لاسه ور کړی دی او هم د عمدی وژنو قربانی شوی دی. د مرګونو او یا وژنو دا لړۍ زمونږ په هیواد کې د ۱۳۵۷ کال د غوایی د میاشتې د اومې نیټې له کودتا څخه رانیولې بیا تر ننه په بیلا بیلو وختونو او ځایونو کې په پرله پسې توګه روانه ده او افغانانو په دې تیره یاده شوې موده کې د خپل ژوند د خوندیتوب احساس او ډاډ نه دی ترلاسه کړی. د ژوند د خوندیتوب ډاډ ته خطر رامنځته کیدل او نشتون بڼې او مرجع جلا وی خو پایله یې تر ډیره بریده یو شان وې. د ثور د اومې نیټې له کودتا وروسته زمونږ د خلکو ژوند په کور، حجره، جومات، ښوونځی، دفتر، کرونده او د کار په ځای کې خوندی نه وه او لا تر اوسه هم هاغه ظالمانه، تپلی، نا منلی، زبون او ویرجن حالت پر مونږ حاکم دی او پکې د مثبت بدلون پر لور کومې نخښې نه دی رامنځته شوی. په دې منځ کې د ډیر شکر ځای دی چې د ستر څښتن د رحم او کرم له مخې مونږ او تاسې ژوندیو خپل ژوند له لاسه نه دی ور کړی، ولې ژوند ته مو په بیلا بیلو بڼو بې شمیره او نه جبران کیدونکی زیانونه رسیدلی دی. یعنې دا چې په خپله ژوبل شوی یو او د بدن غړی مو له لاسه ور کړی دی، د کورنۍ غړی مو شهیدان او معیوب شوی دی. په عامه توګه تر ټولو بده لا دا چې د یو شمیر کورنیو څخه د خپلو کورنیو د غړو ژوندی او مړی هم ورک دی. تاسې او مونږ له هغې ډلې خلکو څخه یو چې د ثور د کودتا او یا نورو ور ته کورنیو او بهرنیو پوځی او ناوړه سیاسی دسیسو، پیښو او حوادثو په پایله کې د رامنځته شوی ګواښ له امله ژوند له لاسه نه دی ورکړی، خو د نورو هر ډول ګواښونو او نادودو سره مخ شوی یو. بیا هم باید په خپل دې حالت د خدای شکر آداء کړو.

منزل لرې لاره ورانه، زه هم ستړی ته هم ستړی

څه دې خوښه ده ارمانه!زه هم ستړی ته هم ستړی

نه مې ته شې هېرولای،نه زما له خیاله وزې

ځه پخلا به شو جانانه،زه هم ستړی ته هم ستړی

ځغلوې که مې هر څومره، ته به هم راسره ګرځې

قدم ونیسه آسمانه، زه هم ستړی ته هم ستړی

د وفا په ورانو لارو بیا سفر غواړې زړګیه!

دا خبره به شی ګرانه، زه هم ستړی ته هم ستړی

دروېش وائی ښه به دا وی چې په ساری سره پرېږدو

ای د سرو لمبو طوفانه زه هم ستړی ته هم ستړی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا