گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسرلښکر هلاکو خان دلور کیسه !
دسرلښکر هلاکو خان دلور کیسه !

دسرلښکر هلاکو خان دلور کیسه !

یوه ورځ د هلاکو خان لور په ښار کې ګرځیده,چې وه یې لیدل یو ځای ډېر خلک سره راغونډ دی,وه یې پوښتل,د څه لپاره سره راغونډ دی؟ځواب یې ورکړ,چې له یوه عالم سره ولاړ دی.هغې عالم ته د حاضرېدو امر وکړ,عالم یې د تاتاریانو د شهزادګۍ حضور ته حاضر کړ,شهزداګۍ له عالم څخه وپوښتل چې ایا تاسو پر خدای ج ایمان نه لری؟ عالم,یقینا,موږ پر خدای ج ایمان لرو.شهزادګۍ وپوښتل,ایا تاسو ایمان نه لری,چې که خدای ج وغواړی هغوی غالب کوی.عالم وویل,چې یقینا,موږ په همدې ایمان لرو.شهزادګۍ وپوښتل,چې ایا نن موږخدای ج پرتاسوغالب کړې نه یو,عالم په ځواب کې ورته وویل

چې یقینا,تاسو یې غالب کړې یاست.شهزادګۍ وپوښتل,نو ایا دا ددې دلیل نه دی,چې خدای ج ته موږ تر تاسوګران او نږدې یو.عالم وویل,چې نه,شهزادګۍ وپوښتل چې څنګه؟عالم وپوښتل,چې شپونکۍ دې لیدلی دی؟شهزادګۍ وویل چې هو,لیدلی مې دی.عالم وپوښتل چې ایا دشپول شا ته شپونکۍ ځینې سپی ساتی,شهزادګۍ وویل,چې هو,ساتی یې.عالم وویل,چې سمه ده,خو که ځینې پسونه خپله رمه او شپونکۍ پرېږدی او پر بل لورې ولاړ شی او د شپونکی په غږ نه راستنیږی,نو شپونکۍ څه کوی؟شهزادګۍ وویل,چې هغه د پسونو د بېرته راوستو لپاره خپل سپی خوشې کوی,ترڅو یې پخپله ولقه کې راولی.عالم وپوښتل چې هغه سپی تر څه وخته پورې پسونو پسې خوشې اوسی,شهزادګۍ وویل,ترڅو پورې چې پسونه فرار اوسی اود شپونکی تر کنترول لاندې راغلې نه وی.عالم وویل,چې تاسو تاتاریان د مسلمانانو په حق کې د خدای ج خوشې کړی سپی یاست,ترڅو پورې چې موږ د خدای ج له در څخه په تېښته اوسو,په کامله مانا یې تسلیم نه کړو,ترهغه وخته پورې به تاسو په موږ پسې خوشې اوسی او تاسو به زموږ سرونو ته راخېژﺉ او پرموږ به مسلط اوسی.هرکله چې موږ خدای ج ته رجوع وکړو,نوپه هماغه ورځ ستاسوکارختم دی.نن هماغه ډؤل صورتحال دی,نن پرموږهماغه سپی مسلط دی اوترهغه وخته پورې به مسلط اوسی,ترڅوپورې په هره مانا اسلام ته راستانه نه شو.البته پاکستانی استخباراتی اسلام نه بلکه پرعدالت ولاړآزادی خوښ اودانسان دحریت اسلامی نظریه!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا