گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مـــــــــیـــــنه او دوستـــــی !
مـــــــــیـــــنه او دوستـــــی !

مـــــــــیـــــنه او دوستـــــی !

دیو نان لوی فیلسوف (ارسطو)ددوستئ په باب په لاندې ډول نظریه لری؛ دی وایی((دوستی یو اځېیو ضروری امر نه دی بلکه یوه شریفه او آبرومنده عاطفه هم ده.))ځینی وایی چې دوستی یو ډول مشابهت دی او هماغه اشخاص یو دبل دوستان وی چې یو له بله مشابهت لری ، له همدې سببه باز له بازسره او کوتره له کوترې سره الوځی .ځینی نور په دی عقیده دی چی که دوه تنه یو کار او یوه پیشه لری نو هغه هېڅکله دوستان کیدای نه شی .څوک چی دفطرت په قوانینو استناد کوی لکه (اوریپیدس) هغه وایی دوچی ځمکې باران خوښ دی او بارانی وریځې دا غواړی چی په ځمکه باران واوروی .هراکلینس په دی فکر دی چی ضدیت دنږدې کیدو موجب دی اودیر موافقتونه له مخالفتونو څخه پیدا کیږی .دا خبرې به پریږدو او دا به ووایو چی ددوستی موضوع څه شی دی خیر ، که لذت، که منفعت ؟هغه کسان حقیقی دوستانو نه دی چی د منفعت دپاره دوستی کوی اوپه ګتهخ مین دی ، ددوی دوستی به تر هماغه وخته وی چی یو له بله ګټه کوی او دګټې امید دچا دوستی چی به لذت بنا وی اوپه خوند پسی ګرځی هغه هم حقیقی دوستی نه دی ، دهغه دوستی هم بی بنیاده وی ؛ ځکه چی لذت هم لکه منفعت بی ثباته دی او ژر بد لیږی .په دی دواړو دوستیو کی دوست بالذت مقصود نه وی بلکه یا منفعت اصلی مقصد دی اویا لذت .پوره او حقیقی دوستی هغه ده جی دښو خلکو تر منځ پیدا کیږی اوپه ښه والی بناء ده .هغه خلک چی دخیر خاوندان دی او دبل خیر غواړی مینه یی یو له بله ذاتی او حقیقی ده.دا دوستی په خیر او فضیلت بناء ده او پایه یی ډیره ټینګه ده ، دوست هغه دی چی ددوست خیر غواړی او خیر ورسوی .په دې کی دا شرط دی چی یو له بله له عواطفوډک احساسات لری او دا احساسات او عواطف دواړو خواو ته معلوم وی .په دوستۍ کې آمیزش مینه اوناسته ولاړه ضروری ده، دوستی د مساوات په اساس ټینګیږی چی باید یو دبل حق اداء کړی او هر یو دبل محب وی .ډیر خلک دا غواړی چی دنورو محبوب شی او په خبله دهیچا محب نه وی په همدغه وجه خپل متملقین په ځان را غونډوی مګر دوستان نه شی پیدا کولای ،

متملق هماغه دی چی خپل ځان ټیټ ګڼې یا لږ تر لږه خپل دوست ته دا شیی چی زه په تا دومره نه یم ګران لکه چی ته پرما ګران یی ، ځکه دغسې کسانو ته دوستان نه شو ویلی ،دوستی هغه مینه ده چی له دوست څخه بیرته انعکاس کوی او له یوې خوا نه وی ، همدغه سبب دی چی د انسان مینه له سرو او سپینو سره یا له ښو جامو او ښو خوراکونو سره دوستی نه ده ، ځکه چی له یوې خواده او بیرته انعکاس نه کوی .په دوستی کی مقابله بالمثل په کار ده اوبی مساواته دوستی دوستی نه ده ، مینه له یوې خوا پیدا کیدای شی ، مګر دوستی له یو طرفه هیڅکله نه وی ، دوستی که دلذت یا منفعت په اثر وی کیدی شی چی بد خلک له بدو خلکو سره ، یا ښه اشخاص له بدو کسانو سره دوستان شی مګر که خیر او فضیلت ددوستی اساس وی ، نو دښو او بدو ترمنځ دوستی نه پیدا کیږیو حقیقی دوستی هماغه ده چی دنیکانو او ښو خلکو په پاکو زړونوکی ځای لری و اوپه خیر او فضیلت بناء وی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا