گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اوږده مزلونه او ورک منزلونه!
اوږده مزلونه او ورک منزلونه!

اوږده مزلونه او ورک منزلونه!

که د تېرو څلورو لسیزو د نظامونو د ناکامی لاملونه وڅېړو، نو په فکری نظریاتی او سیاسی لیدلوریو کې له زیاتو اختلافاتو او توپیرونو سره سره یې د ناکامې مشترک لاملونه درلودل.له کمونستانو، مجاهدینو او طالبانو را نیولې تر نننۍ دیموکراسی پورې د ټولو د ناکامې مشترکه ستونځه د واک انحصاری فکر، افراطیت کړنې او د افغانستان په دودیزه عنعنوی ټولنه باندی له معتقداتو څخه نیمګړئ تعبیر او له ذهنیت جوړولو پرته له بهر څخه وارد شوی دودونه او نظریات تپل ګڼلاى شو.خلق او پرچم نه یوازې واک مطلقاً انحصار کړى وه، بلکې هغه تیوریک سوسیالیستی نظریات یې زمونږ په ټولنه باندی له افراطی ذهنیت سره د ډنډې په زور عملی کولو هڅه وکړه چې د مسکو کمونستانو هم په همدغه شډله توګه نه وه عملی کړی. دغو دواړو ډلو له څورلس کاله ناکامی جګړې وروسته د خپلمنځی اختلافاتو له امله د مجاهدینو له داسې ډلو سره یو ځاى شول چې د واک د انحصار مفکوره یې درلوده.د مجاهدینو ډیرى مشران هم د واک د انحصار په رنځ اخته شو. دینی او ملی رسالتونه او ټولنیز ارزښتونه یې په پام نه نیول. په یوه او بله بانه د واک په سر جګړه کې لتاړ شول او کابل یې ونړاوه. ملی او شخصی شتمنئ چور شوې او د خپلواکی مقدسه جکړه بدنامه او د ازادی د لارې د سپیڅلو شهیدانو له وینې سره یې خیانت وکړ.طالبان چې د افغان ټولنیز بدن یوه محرومه مذهبی ډله وه، د کورنیو جګړو د ختمولو لپاره راپورته شوه، ولسی ملاتړ یې ترلاسه کړ، خو د واک ترلاسه کولو وروسته یې خپل حکومت ته انحصاری بڼه ورکړه. په کور دننه او بهرنۍ تګلارو کې یې د افراطیت  او د نورو د نفى کولو سیاست یې برمخ یووړ. په لمړی سر کې د واک وږی تږی نه وه، خو په نورو افغانانو باندی د بې باوری له امله  یې په یوازې سر حکومت کول غوره وګڼل او همدغه نفسیاتی ستونځه د هغوى د ناکامې لامل وه.د دیموکراسی په تیرو دوه لسیزو کې هم واک عمدتاً د کورنیو جګړو د یوې خوا او له لویدیز څخه د راغلو ترمنځ وویشل شو او عمدتاً د بن د ناستې ویش د نورو له شرکت پرته انحصاری شکل ونیوه. په ځینو مواردو کې لکه د ټاکنو د بنسټ ایښودلو، د بیان ازادی، زده کړو، اقتصادی ودې، د بنسټونو ودانولو، نړیوالو اړیکو رغولو او په ځینو نورو برخو کې له جزوی او ټکنیو لاسته راوړنو سره سره په افغان ټولنه باندی د دیموکراسی او له ترهګرۍ سره د جګړې تر عنوان لاندې د فساد ظلم وحشت داسې څپې تیرې شوې او لاهم دوام لری چې افغانانو په ولسواکی او د دیموکراسی په سیستم باندې باور له لاسه ورکړ.د مخالف اړخ لخوا د ژوند ګواښل کیدو په مقابل کې پیاوړی فکری روزنه، عقیدوی تړون، مستحکم عزم، پیاوړی اراده، د امیر د اطاعت کلک هوډ، له فساد څخه پاک، بې تکلفه ساده ژوند، له تشریفاتی پیچلتیا څخه پاکه اداره، د  قربانی لپاره تیارى د طالبانو د قوت لاملونه وه.البته د واک انحصاری ذهنیت، په نورو افغانانو باندې بشپړه بې باوری، کمزورۍ سیاسی لیدلورۍ،  ټکنۍ پوهنیزه وړتیاوې، له معاصرې تیکنالوژی سره بیځایه حساسیت، د ښځو په زده کړو باندې بندیز، د رسمی ادارو له پرنسیپونو او دیپلوماتیکو تعاملاتو سره نابلدتیا، د ولسی مشارکت په برخه کې ستونځې او د پردیو تر اغیزو لاندی راتلل د طالبانو د ضعف اړخونه ګڼلاى شو.د افغانستان جغرافیایې قومی مذهبی او ژبنی جوړښت ته په کتو دلته هیڅ داسې سیستم او نظام د چلن وړ نه ده چې له ذهنیت جوړولو پرته له بهر څخه را کاپی او دلته یې د عملی کولو هڅه وشی. افغان ټولنه له نورو ټولنو سره نشى پرتله کیداى. دغه ولس بالکل متفاوتې مذهبی او دودیزې ځانګړتیاوې لری. داسې ځانګړتیاوې چې ماتول یې حساسیتونه او غبرګونونه راپاروی. زمونږ ټولنه هغه مهال بدلون منی چې بدلون د ټولنې له دودیزو او عقیدوی اړخونو سره په تقابل کې نه وی.مطلب داده چې زمونږ په هیواد کې د اوس لپاره چې زمونږ ټولنیز جوړښتونه پاشل شوى دى یو عادل، متمرکز، قانون پلئ کونکئ ولسواک نظام چې زعامت یې د ولس په مستقیمه رأیه ټاکل شوې وى د چلن وړ ده، خو په تاکنیز سیستم کې له خورا سترو او ژورو اصلاحاتو وروسته دغه ډول نظام زمونږ د ستونځو د حل لاره ګنلاى شو.د یادونې وړ ده چې د ښځو د حقونو او په ځینو نورو دینى او کلتوری برخو کې مونږ باید ډیر محتاط واوسو. لمړۍ خبره خو داده چې د ښځو د حقونو په برخه کې د دیموکراسی په مخکښو هیوادونو کې هم له سړیوسره انډول نه لیدل کېږی. په امریکا کې له څلویښتو زیات ولسمشران راغلی دی خو یوه هم پکې ښځه نشته. مونږ باید د داسې سمون لپاره مبارزه وکړو چې له دینی او دودیزو برخو سره په تقابل کى نه وى او حساسیتونه نه را پاروى. په ځینو نورو برخو کې باید ذهنیت جوړونه وکړو. همدغه کار زمونږ ځینې دینی عالمان او قومی مشران اوس هم کوو. د بیلګی په توګه څلور لسیزې وړاندی په لرې پرتو سیمو کې د نرانو زده کړه هم ښه نه ګڼل کیده، خو علماو او روشنفکرانو مبارزه وکړه. اوس خلک په لرې پرتو سیمو کې د هلکانو تر څنګ انجنونه هم د زده کړو لپاره ښونځیو او مدرسو ته استوى. دا ښه او په زړه پورې پرمختګ ده.بله برخه  د ښځو د کار کولو او د پلار په مال کې میراث ورکولو ده. دا هغه برخې دى چې ښځې مالی برخه کې واکمنې کوی، د ځان بساینې لورې ته یې وړى او له دینی اړخ سره هم په ټکر کې نه دی، خو په ځینو سیمو کې د کلتوری ستونځو له امله معیوب ګڼل کېږی. دلته مونږ باید لمړى ذهنیت جوړونه وکړو د خلکو باور ترلاسه کړو چې لورانې به یې په خوندی چاپیریال کې زده کړې او کار کوى او بیا مخکې لاړ شو.سمه ده چې د ښځو  ونډه په جګړه کې لوړه نه ده او یا هم د نشت برابر ده، خو باید ومنو چې د نرانو په پرتله د جګړو ناوړه اغیزې د نرانو په پرتله په ښځو باندی زیاتى پریوزی. جګړې له ښځو او ماشومانو څخه د سر پړونئ د ځیګر ټوټه د ژوند ملګرۍ د سر سیورۍ د شفقت چتر او مجازی روزی رسان اخلی. ښځې باید په سوله کې هم مهم رول ولوبوی خو ستونځه داده چې کله هم د ښځو د امتیازی رول خبره یادیږی، نو امتیاز هغو ښځو ته ورکول کېږی چې له جګړې څخه په مستقیم او غیرمستقیم ډول د جګړو له ناخوالو څخه اغیزمنې نه وی. وړاندیز مو داده چې افغانان په جنسیت، عمر، کتله او ډله باندې له ویش پرته د اسلامی او افغانی دود او دستور په چوکاټ کې د سولې پروسه مخ په وړاندې یووړل شی.دنیا اوس مهال یو نړیوال کلى بلل کېږی او که د کلی په کوم کور کې اور بلیږی، نو پاتې ټول کلى حتماً اندېښنه کوی. په دوحه کې د بین الافغانی مذاکراتو د ناکامی له امله د ولس ناهیلی او د افغان شخړې له اوږد او دروند بار څخه د نړیوالې ټولنې په ځانګړی ډول د امریکا د متحده ایالاتو ستړیا د مسکو د ټرایکا ناستې ته لاره پرانستله او په یقینی توګه ویلاى شو چې د ترکیې راتلونکی ناسته به عادی نه، بلکې برخلیک ټاکونکې ناسته وی.داسې نښانې شتون لرى چې مونږ له بن څخه تر دوحې پورې د دوو لسیزو اوږد له کنډوونو، کږلیچونو، ستونځو او کړاوونو ډک سفر درلود. مزلونه مو وکړل خو د منزل څرک لاهم نه لګیږی. له شل کاله جګړې وروسته  هم د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې له خپل پراخ شتون سره سره هم ونشو کولاى چې ستونځو ته د پاى ټکى کیږدی.  ټولې خواوې اوس پوه شوې  چې په بن کې یې د طالبانو د نفى کولو سیاست  ګڼی ستونځې وزیږړلې سلګونه زره انسانان ووژل شول، ستر لګښتونه وشول خو جګړه لاهم دوام لرى او راتلونکی لاهم تیاره ښکاری. تیرکال امریکا له طالبانو سره په چلن کې خورا ستر انعطاف وښوده. هوکړه لیک یې ورسره لاسلیک کړ، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالی کچه لاهم په لوړیدو ده.د مسکو د غونډې له پیل او د نړیوالې ټولنې د دلچسپی زیاتیدلو ته، افغان د هیله مندی او ناهیلی ترمنځ په نیک شګون ګوری او د جګړې د ختمولو لپاره یې د ترکیې په ناسته پورې د خپلو هیلو مراندې تړلې دی.  سپارښتنه مو داده چې د بن سهوې دلته تکرار نشى. په دغه ناسته کې هیڅ اړخ چې په بالفعل او بالقوه توګه د افغانستان راتلونکې ګواښولاى شی  نفى نشی، د  سمت نسل او مذهب په تله نه، بلکې سولې ته ژمنتیا معیار وګرزی او داسې اغیزمنو خواو باندې تمرکز وشی چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ټولنیز اثر او رسوخ ولری ولس یې خبرو باندی باور وکړی په فساد او تعصباتو باندې تورن نه وی. ددې لپاره چې د جګړو شدت عمدتاً په لرې پرتو سیمو کې وی، نو له بهر څخه د راغلو او د ښاری خلکو په پرتله په زده کړو سمبال د لرې پرتو سیمو  مذهبی او ولسی مشران پکې محوری رول ولری.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا