گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ….. داوښکـــــو ارزانــــی !
….. داوښکـــــو ارزانــــی !

….. داوښکـــــو ارزانــــی !

دغوره کوؤنکی یادونه : دا دې موده وروسته می بیا دتاسی ادب دوستانو دپاره د لوی استاد ( استاد خادم بابا) له اثارو یو په زړه پوری ادبی نثر را غوره کړی چی عنوان یی دی ( داوښکو ارزانې ) هیله ده ادبی تنده مو یر ماته شی .که غله او ارتزاقیات قیمته شی خو دفصل په راوتو رفع کیږی ـ که کالی او لباس قیمته شی نو بیا هم څه نه څه ګوزاره کیږی خلک وایی ؛ ” بربنډ له لارې اوړی ، وږی نه اوړی ! ـ که فیشنی شیان قیمته شی نو قیمته دې شی کنه ! ـ ” ” تجمل بیل شی دی او زندګی بیل شی ” که اسعار قیمته شی نو د دولت په تصمیم یې علاج ممکن دی چی غیرضروری لوړی دویمه دریمه درجه شیونه له استعمال وغورځوی ! * که دا ټول شیونه په یوه سویه ارزانه شی نو یو مملکت دپاره درفاه او آسایش وسا ئل لاس ته راځی 

ـ اما اجتماعی سعادت او خوشبختی دغه وخت هم نه حاصلیږی ـ دژوند سعادت او خوښی ، د مادیاتو په زیاتوالی اوډیروالی دومره اړه نه لری لکه دضمبر په آزادی او دروح په خوشحالی پورې ! په ژوند کښې خطرناک اوږ مدهش حال دا دی چی اوښکې ارزانه شی ! ویره ، دهشت ، او درد موجود وی او دوا نه وی ! په طب کښې دهر درد ، خوږ ، پرهار اوټپ علاج شته ـ مګر نه د زړه د درد ، او زخم ! ـ دزړه د درد علاج په خپله دزړه درد دی ، اوبس ! د اوښکو دارزانې ! علاج ، دپول ا وپیسو دارزانئ غوندې نه دی چی داقتصاد کوم ماهریی علاج وکولای شی ! او نه دزراعت متخصصان په دی کار پوهیږی ! بی دردې په یو قوم او جامعه کښې داسی یو مرض دی چی په علاج یی فقط پیغمبران پوه شوی دی ! * ای خدایه مونږ نه هغه زړونه واخله چی د مظلوم او بی وزلی له سترګو څخه په عبث توئیدونکو مرغلرو نه خوږیږی ، او هغه لاس او پښی اوژبه مه راکوه چی بی لاسو او بی پښو ته صدمه رسوی او خلک ژړوی !!! ……                                         کابل ۲۷ دجوزا کال ۱۳۳۵ترتیب او خوښوونه : داکترثریا خادم نیټه دآپریل نهمه کال ۲۰۲۱ سکاربرو ، انتاربو لویه ګاناډآ

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا