گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سوله نه په خیرات کې راکول کیږی او نه هم وړیاترلاسه کیداى شی!
سوله نه په خیرات کې راکول کیږی او نه هم وړیاترلاسه کیداى شی!

سوله نه په خیرات کې راکول کیږی او نه هم وړیاترلاسه کیداى شی!

که په جګړه کې ښکېل اړخونه د هوا  ګزول پریږدی،  په خیالی نیلیو باندې له  الوت څخه راښکته شی او د حقائقو په هنداره کې د خپل هېواد اوسنی څپڅپانده سیاسی او امنیتی وضعیت ته ځیر شی، نو به پوه شی چې؛ دلته روانه جګړه  د هغوى نه ده، هغوى د خپلو ستونځو د هوارولو وړتیا نلری، نن لاسته راغلی فرصتونه بیا بیا نه راځی ، که د وخت په حساسیت پوه نشی هرڅه به بایلی، که د اوسنیو هوایی ډزو او احساساتی شعارونو سره د ترکیې غونډې ته ځی، نو پښیمانه به شی، د دوحې د بین الافغانی مذاکراتو ناکامی زمونږ سرونه ښکته کړل، جګړه ختمول اړین دی، بیه غواړی، هغوى د قیمت ورکولو ته مجبوریت لری، د ترکیې ناسته کې به افغانان د مالکانو نه، بلکې د میلمنو حیثیت ولری. د ځانونو لپاره د سولی په نوم امتیاز غوښتل دغه هېواد او ملت ته ستونځه او ناورین جوړوی. هغه ناورین چې کیداى شی د نظام د نسکوریدو لامل وګرزی چې بیا به یې یقیناً هیڅ لورۍ د مدیریت توان ونلری.د روانو څو لسیزو جګړو د ختمولو په موخه مونږ ته دوه ځله فرصتونه برابر شوی چې لمړی ځل د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی بینن سیوان  په منځګړیتوب د سولی پروسه وه، (تبصره ورباندې نکوم)  خو متأسفانه  سبوتاژ کړاى شوه. بل فرصت همدا اوس برابر شوئ ده. خداى دی وکړی چی یو ځل د خپلو او پردیو په لاس سبوتاژ نشی او هیواد مو د یوې بلې خوسا کورنئ نیابتی جګړې ډګر و نه ګرزی.په افغانستان کې له جګړو څخه د افغانانو کرکه، د امریکا ستومانی او د ختمولو لپاره یې ددغه هېواد اراده،د خپلو ځواکونو د مسئولانه ایستلو لپاره د ابرومندانه لارې لټون او په دغه هکله له چین روسیې، پاکستان او د سیمې له هیوادونو سره د همغږی هڅې عموماً فرصتونه ګڼلاى شو.شک او تردد شتون نلری چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې داسې ابهامات  شتون لری چې  ځینې کورنی اړخونه او د سیمې ځینې هیوادونه دغه تړون ته د بې باوری او شک په سترګه ګوری. که د هغوى اندېښنې بیځوابه پاتې کېږی، نو  له کورنیو ناراضه اړخونو سره د لاس یو کولو په صورت کې د ممکنه نیابتی جګړو پیلولو ته لاره هواریږی.امریکا، چین، روسیه او پاکستان د افغانستان مسئلې په تړاو هوکړې ته له رسیدو او د مسکو له ناستې وروسته د دغې اندېښنې کچه ښکته شوې ده چې د امریکا سوکه، کمزورئ او متمائل دریز د مذاکراتو پروسه اوږده کړې ده. دغه اوږدوالئ په نظام کې د انتشار او وارخطایی ان تردې چې عمداً او سهواً د نظام سقوط لامل ګرزیداى او داسې ناورین یې زیږولاى شو چې مدیریت به د حکومت، حتى د امریکا له توان څخه بهر وه. مګر اوس هم د هند او ایران ناڅرګند دریزونه (چوپتیا) د هیواد د جنګ سالارانو وروستی مسافرتونه د افغانانو او نړیوالو لپاره باید د ژورې اندېښنې وړ مسئله وى. دواړه هېوادونه په ځانګړی ډول هند په هرحال باید د افغانستان د سولې په پروسه کې په اعتماد کې واخیستل شی.مونږ پوره باور لرو چې سوله نه په خیرات کې راکول کیږی او نه هم وړیا  ترلاسه کیداى شی. سوله پیاوړې اراده، مستحکم عزم او  قیمت ورکولو ته اړتیا لری. زه په فکری لحاظ له امریکا څخه د ډیرو دلائلو پربنسټ کرکه لرم، خو د سولی هنر باید ورڅخه څخه زده کړو. امریکا اوس هم د نړئ تر ټولو پیاوړئ هیواد ده. دغه هېواد عموماً په نړیوالو مسائلو او شخړو کې متکبرانه  دریز او مغرورانه چلن کوی. مګر کله چې پوه شو چې له طالبانو سره سوله یې د ملی ګټو په چوکاټ کې سمون خوری، نو له همدغې ډلې سره په چلن کې یې څومره په لوړه کچه انعطاف، تمائل او تنزل وښوده. د همدغه انعطاف له امله یې وکولاى شول له دښمن سره سوله او حتی ځان د دریمګړی په توګه مطرح کړی. زمونږ حکومت او سیاسی ډلې هم باید  د انعطاف لاره خپله کړی، سولې ته د قربانی او قیمت ورکولو لپاره تیار شى. که امریکا له طالبانو او طالبان له امریکا سره سوله کولاې شی نو حکومت او طالبان له خورا زیاتو مشترکاتو درلودلو سره سره دغه کار ولې نشی کولاى؟مونږ د نظام له نسکورېدو څخه د خوف په موخه په نظام کې د سمون او بدلون پلوی کوو. موقت حکومت د نظام د تسلسل په وړاندې ننګونه ده. د پرمختګونو مخه نیسی. د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولی په تړاو  ضد او نقیض دریزونه، سولې ته د رسیدو په تړاو د افغانانو تیاره شالید د سولې په موخه ننګونکې ستونځه ګڼلاى شو، خو موقت حکومت که د طالبانو لخوا د سولې لپاره د شرط په توګه مطرح کیږی، نو د دواړو خواوو ترمنځ د باور د نه شتون له امله د نظام د نسکورولو د خطر د مخنیوی په موخه په نظام کې وقفه د سولی د قیمت په توګه موجه ګڼو.  له شخص څخه د دفاع پرځاى له سولې او ملی ګټو څخه ملاتړ اړین ده. مهمه نه ده چې راتلونکۍ حکومت  د کوم میکانیزم په چوکاټ کې وى، خو اړینه ده چې مشر یې په دینی حساسیتونو او ملی ارزښتونو باندې پوه پاک او له هر ډول تعصباتو څخه پاک شخصیت وی.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا او اروپایی ټولنې ترمنځ د نظر واټن شتون لری، خو بهرنی ځواکونه، نه زمونږ په سلا او مشوره راغلې او نه هم زمونږ منی، ځکه خو ناکام شو، خو په دغو ځانګړو حالاتو کې زمونږ غوښتنه ورڅخه داده چې وتل یې څومره ژر چې ممکن وی باید په مسئولانه توګه او  ځمکنیو حقایقو ته په کتو عملی شی.  په ښکېلو غاړو د هغوى اغیزې زیاتې دى او دغه اغیزې باید د سولې په موخه وکارول شی.اوس افغانان د ترکیې ناستې ته روان دی. د وخت  غوښتنه داده چې  د امتیاز اخیستلو په فکر کې د پریوتو پرځاى یې د انعطاف په ښودلو باندې فکر کړۍ واى. مګر داسې ښکاری چې ولسمشر غنی د خپل واک له قربانی پرته هرې قربانی ته تیار دى. زه هم نه غواړم ولسمشر حتماً ګوښه شى، خو که سوله د نوموړی په استعفا پورې وتړل شی او نړیوال تضمین شتون ولری، نو ملت ته سوله ارجحیت لرى. طالبان تراوسه پورې متاسفانه ځانګړی طرحه نلری. عمومی متحد المال اصطلاحات کاروی. د خپلو احتمالی ستونځو د مخنیوی لپاره لا هم ولس ته د خپلو مشخصو غوښتنو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی.له اوسنی وخیم سیاسی وضعیت اوهراړخیزو ګواښونو له شتون سره سره له حکومت او طالبانو پرته دسیاست نورمخکښان اومدنی ټولنې هم د ترکیې ناستی ته داسې طرحې جوړوی چې په ملی ګټوارمانونو او اجندا باندې د تمرکز کولو پرځاى په شخصی، انډیوالی، ګوندی جنسیتی اوسمتی ګټو راڅرخیږی. زمونږد سیاست په خد او خال کې پوخوالئ اودایمانی فراست څرک لاهم نه لیدل کېږی.

ولسمشر غنی هره ورځ د خپل واک د خوندیتوب لپاره تازه  طرحې وړاندی کوی، ورځ تر بلې انعطاف ښئی، خو  په هر طرحه کې واک حتماً د ځان ګڼی او په همدغه کنډو کې اوښ حتماً په شا کیږی. د مصالحې عالی شورا ځانته طرحه لری، هر سیاسی ګوند ځانته طرحې لری.  د ټولو اړخونو ټول تمرکز په دې وی چې څنګه د راتلونکی حکومت په اډانه کې ښه غوښن امتیاز ترلاسه کړی. مګر متأسفانه دغه ذهنیت مو د مکې پرځاى ترکستان ته بیایی.فکر کوم ګاونډی هېوادونه هم تر بل هر وخت ښه فرصت په لاس کې لری چې له افغانانو او نړیوالو سره په ګډه د پخوانیو اشتباهاتو د تکرار او ناروا ګټو د لټون پرځاى د روا ګټو د خوندی ساتلو لپاره هڅې همغږې کړې. ارام افغانستان د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه جوړیږى. په سیمه کې اقتصادی پروژې پیل او ګټې له له یو بل سره وتړل شی. داسې مشترکات ولټوی او داسې ستراتیژی جوړه کړی چې د افغانستان له ګټو سره په په ټکر کې نه وی. له داسې تحرکاتو او مانورونو څخه ډډه وکړی چې په افغانستان او سیمه کی د جګړو د لمبو پراختیا ته لاره هواره کړی. هغه لمبې چې د هغوى سر اومال هم ننګولاى شى.مونږ په افغانستان او سیمه کی د سولې د هڅو د بریا لپاره په کور د ننه او له بهرنۍ نړۍ سره همغږی، ګډ کار، ګډه مبارزه، ګډ ژوند او د ګډو ګټو په چوکاټ د یو بل لاس نیوى او له یو بل سره په سوله کې د ژوند کولو پوهې اوعمل ته اړتیا لرو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا