گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له جینواتراستانبوله دازغوپه ..!
له جینواتراستانبوله دازغوپه ..!

له جینواتراستانبوله دازغوپه ..!

په افغانستان کې د دښمنی پاللو، د مقابل لوری د ماتولو او واک ته د رسیدو په موخه د مقدساتو نوم کارول، له پردیو څخه د مرستو ترلاسه کول، د قوم ژبې سمت او جنس په نوم سیاست کول له څو لسیزو راهیسې ګټوره نسخه ده. زه په جهاد باندې ایمان لرم او فرض یې ګڼم، خو په ژور تأسف سره وایم چې د ځینو سیاستوالو لخوا د جهاد تر سپیڅلی نوم لاندې د واک په سر جګړې منفور یادونه مې اوس هم کړوی او ځوروی. د چهاراسیاب، بالاحصار، خیرخانې، کوټه سنګی، چنداول او کمپنئ ملوک الطوائفی مو یاده  او له تکرار څخه یې ویره لرم.  له تیرو څلورو لسیزو راپدیخوا په ډیرو جګړو باندې د جهاد ټاپه لګېدلې ده، هر قاتل ځان ته د غازی او هر مخالف د مرتد، باغی، اشرار، شر اوفساد د دین او هیواد د دښمن  یا هم د روس، ایران، پاکستان او امریکا د اجیر په تور وژل شوئ ده. د واک په سر جګړه مقدسه نه ده. د کابل ویجاړونکو جهادی ډلو د افغانانو سپیڅلی جهادی روحیه وځپله او مجاهدینو د اسلامی نظام د جوړولو او د نفاذ علمی وړتیا او سیاسی پوهه نه درلوده.د جینوا په تړون کې د مجاهدینو په استازیتوب د پاکستان لاس لیک د مجاهدینو اصالت او خپلواکی تر پوښتنو لاندې راوسته. د نجیب د حکومت په مهال د جلال اباد جګړه ستره غلطی وه. کمونستان د دوه ملیونه افغانانو قاتلان دى، نجیب د خاد د رئیس په پوست کې یو افغان وژونکۍ وه، خو د جمهور رئیس په توګه ورسره د مذاکراتو نه کول د مجاهدینو ستره تېروتنه وه. په اویایمه لسیزه کې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د بینن سیوان د سولې له بهیر سره په لمړی سر کې د نجیب بانې او پلمې، بیا د ځینو جهادی ډلو او پرچمیانو لخوا د دغه بهیر سبوتاژ کول له ولس جهاد او هیواد سره جفا وه. ځینې جهادی ډلو کابل ونړاوه، د ژبې او سمت په نوم د عصبیت سیاسی ویروس له خلقیانو او پرچمیانو څخه ځینو جهادی ډلو ته ولګیده، د بن پریکړې دغه خطرناک ویروس ښه څورب کړ او اغیزې یې زمونږ په ټولنیز وجود کې لاهم ژورې شوې.

کرزى محافظه کار مصلحت خوښونکئ مشر وه خو دینی او ملی ارزښتونو ته د ژمنتیا کچه یې خورا لوړه وه. د اوسنی حکومت د پراخ فساد له امله تر ستونی رسېدلی یو، بدلون او سمون ته اړتیا لرو، چې خو د نجیب د حکومت له نسکورېدو وروسته  فاجعې د تکرار د مخنیوی لپاره ترهغو چې مو توان وی د حکومت نسکوریدو مخالفت کوو. سیاسی ګوندونو په ولس کې خپل ټولنیز مقبولیت بایللئ ده او بیرته ترلاسه کول به یې وخت وغواړی. د واک په سر افغان وژونکی مجاهد نه ګڼو،  ارګ میشتی  نه زمونږ په دینی معتقداتو باندی پوهیږی او نه هم ملی ارزښتونه پیژنی. د واک مجنونان او تعهد ماتونکی شخصیتونه دی . د قوم ژبې سمت مذهب جنسیت اوقشر په نوم سیاسی دوکانداری یوازې هغو سیاستوالو ته ګټه رسوی چې ولس ته یې هیڅ نه وی کړی. په واک کې د پاتې کېدو لپاره ټول هېواد  تنور ته اچوی .طالبان یو دروند عینی واقعیت ده. د جګړې په ډګر کې برلاسی دی. فکری جګړه کوی خو په تعبیرونو او کړنو کې افراط کوی. له هغوى سره له سولې کولو پرته حکومت مطلقاً ناکام ده، د نظام د سمون لپاره د هغوى اغیزمن رول لوبولو ته سخته اړتیا لرو، له اوسنیو چارواکو څخه د هغوى په مشرتابه کې پاک افراد زیات دی، مګر په سیاست کې د نورو ډلو په پرتله تجربه نه لری، پردی یې په اسانه غلطولاى شی، په ترانو او احساساتو باندی چلیږی. په مصنوعی تشریفاتی کړنو غولیږی. د خلیلزاد د سلامونو ترشا د امریکا د پټو موخو د درک وړتیا نلری. د نورو نیمګړتیاو سربېره په یوازې سر حکومت یقیناً نشی کولای. د سولې لپاره یې له افغان حکومت څخه مخکې له امریکا سره د تړون لاسلیک کول سیاسی ځان وژنه وه.علما زمونږ د فردی او ټولنیزو معنوی رنځونو طبیبان دی، خو ستونځه یې داده چې دغه ډله د اختلافاتو ښکار شوی دی او د شرعی اختلافی مسائلو په وړاندې د حل او فصل متفقه سرچینه نه لرى، ځانونه فرداً فرداً واجب الاحترام او له هر ډول نیوکو مستثنا ګڼی. بدبختی لا داده چې دغه استثنا ته شرعی رنګ ورکوی.هغو سیاستوالو ته په ښه سترګه نه کتل کیږی چې فامیلونه یې په بهر کې او خپله په کابل کې ناست وی. د دین، دیموکراسی، ملت پالنې او توکم پالنې تر شعار لاندې د سیاسی دوکانداری کولو دنده ترسره کوی. زمونږ د ستونځو یو بل لامل دلته د دوه ګونی تابعیت درلودونکو اشخاصو واکمنی ده.  دغه خلک د کړکېچ په مهال هیواد پریږدی.د ډنډې په زور حکومت کول خیال او محال ده، په افغانستان کې د واک د انحصار فکر لیونتوب ده، افغانان شهامت او شجاعت لرى، خو سنجیده خلک نه دی.  هر وخت احساساتی عمل کوی او همدغه ځانګړتیا ورته زیان رسولۍ ده. د نظامونو د نسکوریدو وړتیا لری خو د جوړېدو هنر یې نه ده زده.د ایرانیانو په اصطلاح “ګذشته را صلوات” راځئ اوس څه کولو ته اړتیا لرو. په اوسنیو شرایطو کې د شخص د واک خبره راته اهمیت نلری، خو له ګډوډی څخه د هېواد د نجات لپاره د نظام دفاع خپله دنده ګڼم. د زعامت ټاکل یوازې د ولسی ټاکنو له لارې شونئ ده. له تیرو څلورو لسیزو راپدیخوا دلته په روانه جګړه کې د ټولو ډلو ټپلو ترشا په روزنیزه، لوجستیکی، تسلیحاتی او مالی برخو کې د پردیو رول او برخه له لمر څخه روښانه ده. د خپلمنځی جګړو چل مو زده ده، خو د خپلمنځی سولې لپاره مو هروخت نورو ته سترګی نیولې دی. د جینوا، مدینه الحجاج راولپنډی،  ګورنرهاوس پیښور، جبل السراج، ماهیپر، بن او دوحې تړونونه یې ښې بیلګی دی.که د سولې هدف مو ترلاسه کول غوښتل، نو په ټاکنیز سیستم کې بدلون او نوماندانو ته د وړتیا لپاره شرائط ایښودل اړین دی د افغانانو ترمنځ جګړه قطعاً د حل لاره نه ده. د کمونیزم بېخ ته زمونږ کمونستان کیناستل، اسلام ته د اسلام په نوم د سیاست کونکو دلالانو زیان ورساوه، دیموکراسی له غرب څخه را وارد شویو له ملی ګټو څخه ناخبرو روڼ آندو وشرموله او بالاخره دلته  افغانانو په سپیڅلو نومونو، د پردیو په مرسته د پردیو د ګټو،  په واک کې د پاتې کېدو او واک ته د رسېدو لپاره جګړه وکړه. افغانان یې ووژل او دغه لړئ لاهم دوام لری.مونږ پوهیږو چې ځینې سیاستوال په واک کې د پاتې کېدو، واک ته د رسېدو لپاره د لاسته راوړنو او  ځینې نور د مقدساتو ترشا ځان پټوی، خو جګړې ته پردی بچیان استوی. مونږ یې وینو چې د جګړې پلویان په خپله په زرې (مرمئ ضد) موټرو کې ګرزی، د سیمټی دیوالونو ترشا اوسیږی او اولادونه یې په بهر کې خوندی ژوند کوی. مونږ هغه لیوان پیژنو چې زمونږ د دوکه کولو لپاره یې د پسونو پوستکی اغوستې دی، مونږ ته معلومه ده چې فساد له څومره لوړ مقام څخه سرچینه اخلی، مونږ یې وینو چې څوک اوبه خړوی او ماهیان پکې نیسی، مونږ غل، مل او قاتل سره بېلولای شو، مونږ رب ته په سجده نسکور او د چاپلوسی په موخه  کاږه سرونه ښه پیژنو، مونږ د لیلا  مجنون او د شیدو مجنون سره جدا کولای شو، مونږ په محراب کې د امام او شیطان ترمنځ توپیر کولای شو. پردی ماتولای شو، خو د خپل ټوټه ټوټه ټولنیز بدن د جوړولو وړتیا نلرو. زمونږ د تاریخ حافظه لاهم دومره وړتیا لری چې؛ چا د دین ولس او هیواد د خپلواکی، بریا سپیڅلتیا او پرمختګ لپاره  خپلې ککرې قربان کړې او چا د خپلو موخو لپاره د شهیدانو په وینه باندې سوداګری وکړه، کامیاب او کامران شول.اوس داده استامبول ته روانیږو. اړینه داوه چې اوس مو د جګړو دروغجنه تقلبی بریا او د سولې عزت او عفت درک کړۍ واى. استامبول ته له ملی اجندا افغانی وقار او ایمانی فراست سره تللی واى، خو متاسفانه عینی واقعیت همداسې نه ده. هر چا طرحه جوړه کړې ده هرچا خپل ځان او غوښتنې پکې د ګوند سمت قوم ژبې نسل او جنس تر پوښښ لاندی ځاى کړى دى. مونږ له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د ازغو په سر مزلونه کوو. مشران مو د پردیو لخوا کارول شوی او ولس مو مشرانو د مقدساتو په غولول شوى دى.زمونږ مفتوح او مغلوب هیوادونه لاهم په نړئ حکومت کوی خو مونږ د پردیو خیرات ته پروپوزلونه جوړوو. پردئ ډوډئ ته ناست یو او پردیو مرستو پروپوزلونه جوړوو. په خپل غولی باندی ناستى د شنو چایو څکل او د خپلو شخړو هوارول راڅخه هیر شوی دى.له ټولو لوستونکو څخه هیله مند یم راڅخه خفه نشئ. له هیڅ اړخ سره دشمنی کینه او عقده نلرم. یوازی له روانی جګړې څخه ستومانه شوى یم.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا