گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » فــــداکاری او امانتـــــداری !
فــــداکاری او امانتـــــداری !

فــــداکاری او امانتـــــداری !

دفداکارۍ او امانتدارۍ حس درلودل د بشری وګړو دبشری کرامت اوپه ټولنه کی د اجتماعی عدالت د استقرار ظامن او صاحب ګڼل کیږی. مونږ د خپل هیواد اوولس دلوړتیا او ارتقاء په نسبت ښې هیلې او نیکې وړتیاوې لرو او هر یو په خپل وار سره دغسې مقدسې هیلې سره علاقمندی او دلچسپې ښکاره کوو. اما مونږ باید پوه شو چی څنګه ، په ګوړه ګوړه ویلو خوله نه خوږیږی ، په همدی توګه دخولی په خبرو او دزړه په هیلو چی زیاراوهاند ورسره مل نه اوسی څه نه کیږی . له خبرو سره چی کردار او له هیلې سره چی کار او عمل ملګری نه وی څه نشی تر لاسه کیدلای اونه کوم ارزښت لری ، مونږ چی څه وایو او د

څه په نسبت چی هیله او تمنا څرګنده وه بایده دی چی هغه ته د عمل جامه ورواغوندو او خبله خوله او خپل زړه ، خپلې هیلې اوخپل اعمال سره یو کړو او په ګډه او اتفاق سره د ملی هدف په لور فکری ګامونه واخلو اوپه کامله هوښیارئ اوبیدارۍ سره حرکت وکړو او دهغه څه په نسبت چی هیله څرګندوه باید عملی یی کړو . دغه احساس هغه وخت مطلوبه نتجه ورکوی چی مونږ په کامله ایماندارۍ اوپوره امانتدارۍ په ګډه سره له مفاسدو سره مجادله او داصلاحی افکارو ، اعمالو او نقشو ملاتړ وکړو . د ډموکراسۍ په نسبیت زمونږ خوشحالی زمونږ مسولیتونه زیاتوی اوپه ملک کی داجتماعی عدالت او فردی مصونیت هیله زمونږ دکار اوزیار تله درندوی اوراباندی لازم دی چی له خپلو شخصی او مادی اغراضو تیرشو . ټیټ او فردی اغراض ونلرو ، له ناوړو استفادو لاس واخلو ، دایثار او

فداکارۍ حس پیدا کړو اوپه پاک نیت ا وپاکه اراده په اخلاص او صمیمیت خپله را سپارل شوی وظیفه سرته ورسوو . هر وخت چی دغه مقدس احساس زمونږ په تولو افرادو اوطبقاتو کی عمومیت وموند او هرچا دغه اصل دعقیدی له مخی ومانه او عمل یی پری وکړ ، تاسی یقین وکړی چی بیا مونږ په مخکی مشکل نلرو اوکه خدای کول په چټکې سره به خپل هدف ته ورسیږو او له عزت اوپت نه ډک ژوند مو په برخه شی . راشی چی ټول لکه د یوې کورنۍ خلک په ګډه ژوند وکړو او دایمان او عقبدې له مخې دخپلې ګډې کورنۍ دسرلوړۍ لپاره لاس په کار شو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا