گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داستنبول غونډه به د روان کال د می په څلورمه ترســـره کــیږی !
داستنبول غونډه به د روان کال د می په څلورمه ترســـره کــیږی !

داستنبول غونډه به د روان کال د می په څلورمه ترســـره کــیږی !

په کابل کی د ملګروملتونو دفتر یوناما په استنبول کی د کیدونکی غونډی د جوړیدود نیټی  په هکله یوه اعلامیه خپره کړی ده چی ګنی : د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۲۱مه – ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په پام کې لرل چې په ګډه د ۲۰۲۱ کال د اپریل میاشتې له ۲۴ څخه د مې تر ۴ پورې د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالبانو د استازو ترمینځ د لوړې کچې یو جامع کنفرانس په استانبول کې ترسره کړی تر څو په دوحه کې د سپټمبر په میاشت کې پیل شوې خبرې اترې ګړندۍ او په افغانستان کې یوه عادلانه او تل پاتې سوله رامنځ ته شی. وروستیو تحولاتو ته په کتو، او له ښکیلو اړخونو سره له پراخو مشورو وروسته، موافقهوشوه چې کنفرانس وروسته نیټې ته و ځنډول شی، تر څو شرایط ښو پر مختګونو ته برابر شی. ترکیه ، قطر او ملګری ملتونه به په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره خپلو هڅو ته په کلکه دوام ورکړی. دغه اعلامیه چی  ښایی دترکیی ، قطر او ملګرو ملتونو له لوری خپره شوی ده که څه هم د غونډی د ځنډیدو علت نه دی ښودل شوی خو ویل کیږی چی په لومړی سر کی د طالبانو دا استدلال چی ګنی امریکا متحدو ایالاتو د دوحی د موافقتنامی خلاف د پوځونو وتل د می د لومړی او د سپتمبر تر یولسمی پای اعلان کړی دی هغوی به په هیڅ غونډه کی ګډون ونکړی خو وروسته یی خپل دغه دریځ بدل کړ او وی ویل چی هغوی د طالب بندیانو د خلاصون او د امریکا له لوری طالبان له  تور لسته د نومونو د وتو په شرط په دغه غونډه کی ګډون کوی . نو ځکه خو دغه غونډه چی پخوا د آپریل په ۲۴ مه ټاکل شوی وه ترسره شی اوس به د اعلامی پر قول د روان میلادی کال د مۍ د میاشتی په څلورمه د ترکیی د استنبول په ښار کی ترسره کیږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا