گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغانستان اودماکدونالددموکراسی !
افغانستان اودماکدونالددموکراسی !

افغانستان اودماکدونالددموکراسی !

ټول پوهیږو چې هیواد مو  د خپل تاریخ حساس پړاوونه وهی.  ننګونې شتون لری، د نوییمې لسیزې د فاجعې په څېر د یوه بل ځپونکی ناورین د تکرار نښې لیدل کېږی. د جنګ سالارانو په  تحرکاتو کې د ولسی هیلو غوټئ له سپړیدو وړاندې د رژیدو څرکونه لیدل کېږی. متأسفانه مونږ لاهم شخص محوره او ګوند محوره ذهنیتونه کاروو. نړیوالو هم وپیژاندو چې افغانان د خپلو ستونځو د حل لپاره اراده نلری او ښکېلې خواوې د خپل هېواد ماته کشتئ د نجات ساحل ته د رسولو وړتیا نلری.کاش! چې مونږ  ملی ګټو ته ژمن او په ملی روحیه سمبال ملی مشران درلوداى!  نننئ ننګونې او ګواښونه به یې په فرصتونو باندې بدل کړی واى.  د تأسف ځاى ده چې دلته په متواتره توګه له هر ډول قید او شرط پرته جګړه روانه ده، خو کله چې خبره سولې ته  را رسیږی نو د ټول شموله، (همګانی) تلپاتی, (پایدار) باعزته, (باعزت) (ټول پکې ځان ووینی) او داسې نورو اصطلاحاتو په شکل شرطونه ایښودل کېږی.د ترکیې مهمه ناسته د حکومتی اړخ لخوا د سیاسی اجماع نشتون او د طالبانو لخوا په غونډه کې د ګډون نه کولو د ناڅاپی اعلان له امله تر اوسه د شک او تردد ښکار ده.څومره به ښه واى چې دترکیې ناستې ته حکومتی اود طالبانو پلاوی د ځانګړی اړخ د مدافع وکیلانو ډله نه، بلکې د افغان ولس اوهیواد د ګټو ساتونکې ډلې په توګه ګډون کړى واى.د ملی اجماع ممثل پلاوى واى،د ملی ګټو پربنسټ ولاړه اودنړیوالې ټولنې اندېښنوته ځواب ویونکې پریکړې کړې واى.ولسمشر د خپل مشرتابه د خوندیتوب په استثنا هر ډول قربانی ته تیار ناست ده.  مخکی له وخته ټاکنې هم د حل لاره ګڼی خو هیروی چې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د  معاملې کولو له امله د تیرو دوه ځله ټاکنو اعتبار ته یې په صفر کې ضرب ورکړ. دواړه ځله حکومت د ټاکنو په نتیجه کې نه، بلکې د معاملې په کولو جوړ شو، نو د طالبانو په شان پیاوړی جنګی اړخ به څنګه قانع کړاى شی چې د نوموړی تر مشرتوب لاندې ټاکنې ترسره کړی او پایلې یې ومنی. دا به خام خیال وى چې ، د تیرو دوه ځله ټاکنو د جنجالی پایلو په شان  طالبان  په امتیاز ورکولو راضی او خپل حکومت ته به دوام ورکړی.هیڅ شک نشته چې امریکا له افغانستان څخه خپلې پښې سپکول غواړی.  که ټول اړخونه ورڅخه پاتې کیدل وغواړی بیا هم امریکا خپل نظامی حضور ته د پاى ټکئ ږدی، خو طالبان تر اوسه پورې نه دی توانیدلی چې په خپل ابتکار یوه ځانګړې طرحه ولس حکومت او نړیوالو ته وړاندی کړی، خپلو معقولو غوښتنو ته پکې انعکاس ورکړی او ملت ته وښیی چې هغوى هم د سولې له مفهوم سره سم په ځینې مواردو کې د انعطاف لاره نیولی ده او دقیقاً څه غواړی.  هغوى به په خپلو لیکو کې جدی ستونځې لرى، په کور د ننه به له سختو مخالفتونو سره مخ وی، خو  له خپل ولس او په بهرنی سیاست کې له نړیوالو سره همغږې ته هم اړتیا لری. دغه دواړه ستونځې په متحدالمال او مبهمو  الفاظو د حل وړ نه دی.لنډه دا چې مونږ په پردیو زامنو باندې جګړه کولاى شو، خو د سولی  لپاره د واک د قربانی اصل منلو خبره مو په خوله نه راځی، مونږ پاروونکی ویناوې کولاى شو، خو ژور فکر نشو کولاى. مونږ سوله باعزته غواړو، خو د خپلې جګړې عزت ته مو پام نه ده. عجیبه خو لا داده چې مونږ سولې ته د رسیدو لپاره د لاس ته راوړنو د خوندیتوب ضمانت غواړو خو په جګړه کې هره ورځ د ارزښتونو د له لاسه ورکولو پروا نکوو. په غولونکو شعارونو باندې د ځوان نسل احساسات را پارولاى شو، خو د سنجیده خبرې کولو چل مو نه ده زده، د نورو هر ډول وړاندیزونه او نظرونه ردولاى شو، خو په خپله د رغنده او عمل وړ نوښت ته مو ملا ماته ده. پردی هیوادونه زمونږ په معاملاتو کې د لاس وهنې له امله پړه ګڼلاى شو، خو خپل عیبونه نه وینو اوبالاخره مونږ نړول کولاى شوخورغول مو نه دی زده کړی. مونږ لاهم نه منو چې له خپل افغان مسلمان ورور سره جګړه نه، سوله مقدسه ده !

د مصالحې عالی شورا د سولې په توحید شوې طرحه کې د هوکړې پلئ کولو میکانېزم، د اوربند په ضمانتونو او په نورو حیاتی مسائلو باندی د تمرکز  پرځاى د امتیازاتو د ویش په فیصدی، پارلمانی نظام، د تمرکز کړى دى.  غنی د متمرکز نظام پر بنسټ نه، بلکې له اساسی قانون ورهاخوا په دیموکراسی کې سوټکراسی چلوی. دداسې سوټکراسی سیستم مونږ هم مخالف یو، خو اوس مونږ ته سوله ارجحیت لری.مونږ په استامبول کې د پارلمانی  یا د متمرکز نظام په ښیګڼو او بدیو نه غږیږو، بلکې د روانې ځپونکی جګړې د ختمولو لپاره لارې چارې لټوو. خو زمونږ ځینې سیاستوال د واک او امتیازاتو ترلاسه کولو هوس په سر اخیستی دی.  غواړی په فرعی مسائلو وخت تیر کړی. اوربند، د اوربند رغنده څار، د تخطی د مخنیوی څرنګوالئ، په انتقالی حکومت کې د واک د ویش او له هغه وروسته دائمی حکومت کې د زعامت ستونځې حل لاره موندل هغه ملی فکر ته اړتیا لری چې اوس یې زمونږ په سیاسی مشرتابه کې څرک نه لګیږی.  د بندیانو خلاصون د اساسی قانون تعدیل، د ملی پخلاینې اړتیا، په تاکنیز سیستم کې ستر اصلاحات  هغه  موارد دی چې د ګډ تفاهم په نتیجه کې ورباندې هوکړه وشی.د سولې په پروسه او بین الافغانی تفاهم کې اوسنى تعطل د دوحې په هوکړه لیک کې د ابهاماتو او د امریکا د دوه مخی هژمونیک سیاسی تعامل محصول ګڼلاى شو. له نړیوالو اړخونو څخه مو اوس هیله داده چې د تعطل په له منځه وړلو کې کورنی او بهرنی ابعاد باید په نظر کې ونیسو. په دواړه ښکېلو غاړو باندې د پول(PULL)  او د پوش(PUSH) فکتورونه دواړه کارول اړین دی. یعنې ښه به وی چې په هممهاله توګه د ښکیلو خواو د تشویق عملیه او د فشار عنصر دواړه وکارول شی. داوړه خواوې په اعتماد کې واخیستل شی چې روا ګټې یې خوندی دی او په سوله کې ورسره دوکه نه کیږی. د کورنیو او بهرنیو اړخونو لخوا د نظام د احتمالی پاشلتیا او ګډوډیو د مخنیوی لپاره هر ډول تیارى باید شتون ولری.تر څو به پلرونه په جګړه کې د وژل شویو تنکیو ځوانانو جسدونه خاورو ته سپاری؟ تر څو به ورته ګورو چې د ملت بچیان جګړو ته هڅوی او خپل زامن یې په بهرنیو هېوادونو کې خوندی ژوند لری؟بالاخره تر څو به مو مشران د ولس د قربانی ګټو ته ناست وی او پردې به مو په دې خبرو تیرباسی چې هیچا په افغانانو د ډنډې په زور حکومت نه ده کړى؟ملت مو اوس پوهیږی چې د دواړو خواو شخړه د ونډو په ویش او د امتیازاتو په ترلاسه کولو کې ده. د سولې تر عنوان لاندې یو او بل ماتولو ته اړم دى.  په دغه ګډ هیواد کې د ګډ ژوند کولو، ګډ کار کولو، له نړئ سره د خپلو ملی ګټو په چوکاټ د همغږی کولو هنر یې نه ده زده کړى. طالبان په خپل انحصاری فکری بهیر کې بدلون نشی راوستلى او غنى د واک قربانی ته تیارى نلری.د اسلامی نظام په نفاذ کې هیڅ افغان هیڅ ستونځه نلری، افغانستان د ټولو ګډ کور ده، جګړه د حل لاره نه ده. دلته هیڅ ډله په یوازې سر حکومت نشی کولاى. د افغانانو ترمنځ سوله حیاتی اړتیا ده. په لاسته راوړنو کې ځینې حیاتی ارزښت لری او ځینې زمونږ له ارزښتونو سره په ټکر کې دی. دیموکراسی McDonald یا KFC نه ده چې په غرب کې جوړ او په یو شان خوند او رنګ په ټوله نړئ کې خلک ورڅخه خوند اخلی. مونږ غربی دیموکراسی هو بهو دلته نشو پلئ کولاى. زمونږ په دودیزه مذهبی ټولنه باندی د غرب دیموکراسی تپل په خپل ذات د دیموکراسی له اصولوسره په ټکر کې کړنه ده. البته د حکومت د اوسنیو ننداره ایزوکړنو برعکس په خوندی ماحول کې د ښځوزده کړې اوکارکول، د بیان آزادی، د روڼو اوعامه ټاکنو له لارې د زعامت د تعین خبره له ارزښتناکولاسته راوړنوڅخه حسابولاى شو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا