گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لـــه آمــــــو تــــرابـــــاســـــینـــــه – لــــه آمــــــو تـــــر ابــاســـینـــــه
لـــه آمــــــو تــــرابـــــاســـــینـــــه  –  لــــه آمــــــو تـــــر ابــاســـینـــــه

لـــه آمــــــو تــــرابـــــاســـــینـــــه – لــــه آمــــــو تـــــر ابــاســـینـــــه

درندو او عزتمنو دوستانو (خویندو وروڼو) بیا می هم درناوی او ښې هېلې ومنی ، نن می یو څو ماتی ګوډې کرښې چی څو کاله مخکی سره پیلې وی ، او دا کرښې زماد خپل میاشتنی اخبار لمر او په امریکی د دافغانانو د۲۴ ساعته رادیو څخه نشر شویدی . امید چی د نظم له محتوا څخه څه واخلی .او که نظم کوم کمی زیاتی ولری ، مینه وکړی اصلاح کړی .په ادبی مینه ، 

دنارنج دګل غوټۍ دی چی رژیږی

دنرګس دا ښکلې سترګې چی رپیږی

د ریدی ښکلی ګلان چی زرغونیږی

 دګلابو ګل عطرونه چی مشام ته هم رسیږی

 د رامبیل چمبیل ګلان چی مړاوی کیږی

کشمالی غونچې ، غونچی چی راپریکیږی

 دیتیم دا ښکلی اوښکې مرغلرې دې تویږی

کونډې رنډې چی له لوږې نن رپیږی

 زمونږ سپین ژیری چی هر خواته دوی کش کیږی

 د آسمان دا ښکلی ستوری چی ځلیږی

هم آسمان نه هغه نور چی راویریږی

 هندوکش په سر له ورایه معلومیږی

دسپین غر ښکلی چینې چی رابهیږی

 هم چی واورې یی اوبه کیږی را تویږی

 وچې ځمکې خړوبیږی زرغونیږی

د هیرمند دخولې ځګونه را بهیږی

 دمرغاب د زړه چینې چی راڅڅیږی

دکنړ دسین غړمبار چی را یادیږی

 د پغمان پاکی اوبه چی رابهیږی

 دآمو ښکلې اوبه چی هم مستیږی

 په هر لورې هرې خوا چی روانیږی

دافغان پریشان رګونه د غزیږی

 دشهید دا پاکې وینې نه دریږی

 ولسونه په هرخوا چی روانیږی

 پرګنې موهم پریشانه هم ځوریږی

 دملت آواز په هر خوا اوچتیږی

ولسونه پرګنې پری خبریږی

زمونږه ملک بیا دسره آبادیږی

په جهان کی به سپوژمۍ غوندې ځلیږی

 افغانان به اباسین ته بیا رسیږی

 زمونږ ملک به داغیارو ازادیږی

 په آسمان کی به دلمر په شان ځلیږی

 زمونږ هیلې به غوټی په شان غوړیږی

 دګاونډو مخ به سل ځله توریږی

د افغان حق به دنیا کی ثابتیږی

 لوی تاریخ به بیا له سره تکراریږی

 دا زمونږه ارزوګانی به غوړیږی

لر اوبر افغان که دواړه همت وکا

نو یو لوی افغانستان به بیا جوړیږی

 دآمو نه بحر هند ته به رسیږی

لوی تاریخ به بیا له سره تکراریږی ۰

نیټه : د آپریل دمیاشتې دیرشمه کال ۲۰۲۱ سکاربرو انتاریو ، لویه کاناډا

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا