گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ملاهیبت الله آخند د استخباراتی پیغام په هکله څو ټکی اونیوکې !؟
د ملاهیبت الله آخند د استخباراتی پیغام په هکله څو ټکی اونیوکې !؟

د ملاهیبت الله آخند د استخباراتی پیغام په هکله څو ټکی اونیوکې !؟

هیڅوک هم پوه نه شول چی څنګه خدای بښلی شیخ هیبت الله آخند چی ویل کیږی د ۲۰۱۹ میلادی کال د آګست په ۱۶ مه نیټه د بلوچستان د کویټی ښارد کچلاغ سیمی  د حاج محمد حسنی په  جومات کی وژل شوی ؤ ! که څه هم ددغه چاودنی وروسته حافظ احمدالله د شیخ هیبت الله ورور او د هیبت الله زوی ددغه چاودنی قربانیان ښودل شوی ؤ و توانید د ۲۰۲۱ کال چی د ۱۴۰۰ هجری شمسی او د ۱۴۴۲ هجری قمری کال د نیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت د مبارکی پیغام  خپور کړی .  خو هغه مهال چی طالبانو د یوی اعلامیی په ترځ کی اعلان وکړ چی ګنی ددغه چاودنی په هکله به ډیر ژر څیړنی پیل کړی نو د په یاده چاودنه کی د  طالبانو د مشر شیخ هیبت الله آخندزاده د وژل کیدو خبرهم له آوازو او شائعاتو د پلټنی جوګه شو . که څه هم د ISI په څیر ځواکمنی د پاکستان استخباراتی کړۍ دداسی شانی نماېیشونو په جوړولو کی پوره تجربه لری او تردی چی د افغانستان واکمنان هم نه یوازی پر داسی شان څرګندونو باور کوی بلکه د ارګ  حاکمان او نوری استخباراتی کړۍ یی د خپل قدرت د بقأ په لاره کی یوه الهی لورینه بولی .

لکه څنګه چی مویادونه وکړه پاکستانی استخباراتی کړیو له دی وړاندی هم په افغانستان کی خپلو استعماری موخوته درسیدو په هیله په افغانستان په ځانګړی توګه د طالبانو د تحریک په وسیله د طالب مشرانو په وړاندی دغه د ستر اوامنیتی  اخفا پر نسخه عمل کړی دی او له ملا محمد عمره نیولی تر ملا هیبت الله آخندزاده پوری د ټولو وژل او مړینه یی پټه ساتلی ده . کیدای شی دپاکستان د استخباراتی سازمان ISI دغه سیاست دهغی اصل اوتاریخی  مقولی پربنسټ ولاړوی چی ګنی مړه ملتونه پرمړوشخصیتونو او مشرانو باید وساتل شی.خودا نسخه هغه مهال مؤثره تمامیږی چی پلویانو اومریدانوته یی د ډالرواونورو رازرازامکاناتو په برابرولوسره دخرافاتو، اوخوش باورۍ په دروغجنه او له فریبه ډکه فضأ کی د تش په نوم شعاراو” د زورکم قهر زیاد !!” دیپلوماسۍ په لومه کی را ګیر کړای شی . واقیعت دادی چی دپاکستان استخباراتی سازمان ISI او د هغوی بین المللی ملاتړو د تیروڅلویښتو کالونو په اوږدو کی له همدغه له مکراوحیلی ډک  سیاست څخه کار آخستی او په همدی وسیله یی هغه مهال چی دپخوانی شوروی اتحاد سرولښکرو په وسیله ورته د افغانستان ځمکه برابره شوه نو پاکستانی حاکمان  په ځانګړی توګه دهغوی پوځی چارواکی وتوانیدل چی دهمدغه خاوری د بچوړو په مرسته  افغانستان وران اوخپل استراتیژیک عمق ته درسیدو خوبونه یی رښتیاشی .ترټولود خندا وړخو یی داده چی د غیابت په ټوله دوره کی د هغوی حضور په انلائین توګه د افغانستان په ځمکه  کی تازه او فعال ساتل شوی دی او تردی چی په افغانستان کی د محمد اشرف غنی اوحامد کرزی په څیر بی خبره حاکمان یی هم ترخپل تبلیغاتی نفوذ او  تأثیرلاندی راوستی اود اقتدار په نشه کی یی هغه استخباراتی هیاهو او تبلیغات منلی دی.

لکه څنګه چی د محمد اشرف غنی مافیاېی واکمنې په لومړیوکالونوکی محمد اشرف غنی د حامد کرزی او نورو چار واکو په مینځ کی د کوچنی اختر دلمانځه له ادا کولووروسته د کوچنی اختر په مناسبت د مناسبت د وفات شوی طالب مشر ملا محمد عمر مجاهد پیغام ارزښتناک ؤباله خودایوازی اشرف غنی او حامدکرزی نه دی چی دپاکستان د استخباراتی سازمان ISI د دروغجنو تبلیغاتوتر آغیز لاندی راغلی دی چی کیدای شی د پاکستان د لوړ پوړیو چارواکو سره د مرکو اورسمی  ناستو کی یی د هغوی له قوله ملا محمد عمرد طالبانو مشر  ژوندی بللی وی
زیات شمیر نورو لویو او پر استخباراتی تکنالوژۍ سمبال هیوادونو هم  دپاکستان د استخباراتی سازمان ISI تبلیغات او پروپاګنده د خپلی لاری نقشه جوړه کړی ده . لکه څنګه چی پاکستانی استخبارات وتوانید ل له قندز جګړی څخه لږ وروسته د طالبانو دوهم مشر اختر محمد منصور چی د پاکستان د کوټی ښارکی د مخالفینو سره په مخامخ جګړه کی لومړی ټپی او وروسته یی په روغتون کی ساه ورکړی وه
څو میاشتی پټ وساتی او وروسته د یوی له خندا ډکی سناریو په جوړولو او دامریکا څخه د امتیاز په ترلاسه کولو یی امریکاېی چارواکو ته داسی خبر ورکړچی ګنی ملا اختر محمد منصورد طالبانو مشر چی ددوی په قول دسولی مخالف دی   له ایران څخه پاکستان ته پر لاره د امریکا د یوی بی پیلوټه الوتکی په وسیله  له مینځه ولاړ .
لکه څنګه چی تاسو هم د پاکستان د سنا مجلس د مذهبی چارود کمیسیون رئیس حافظ حمدالله چی دجمیعت علمای اسلام ډلی سره تړلی دی واوریدی چی ویل یی ملا اختر محمد منصور لس میاشتی پخوا وژل شوی دی په ډرون حمله وژل کیدو خبرونه  د امریکا ډرامه ده . ..په همدی توګه ویلای شو د کوچنی اختر په نوم پیغام هم کوم چی په غالب ګمان د ملا خیرالله خیرخواه له لوری ولوستل شو اوپه هغی کی یی د راتلونکی افغانست..ان په هکله ځینی څرګندونی کړی دی دپاکستان د استخباراتی سازمان ISI تبلیغات او پروپاګنده د خپلی لاری نقشه جوړه کړی ده .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا