گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د افغانستان یرغمال شوی برخلیک اود قریشی او محب ترمینځ ناندرۍ!
د افغانستان یرغمال شوی برخلیک اود قریشی او محب ترمینځ ناندرۍ!

د افغانستان یرغمال شوی برخلیک اود قریشی او محب ترمینځ ناندرۍ!

لیری دی له مخی دا حمدالله ګۍ د خوږیاڼیو آخند زاده صاب  خوهم د مایکروفون په وړاندی ډیرځان ښوروی  را ښوروی آن تردی چی هغه بله ورځ یی د پاکستانی سامراج د خارجه وزیرمخدوم شاه  محمود قریشی د غصی ستن  دومره لوړه کړه چی ته به وایی خدای مه کړه دخوګیاڼیو حمدالله آخندزاده ډیر ناروا کار کړی دی نه  په کوران *، بریتور خانه !  دی  مخدوم پیر صاب چی د پاکستان د استراتیژیک عمق Pakistan strategic depth د هندوستان دبرخی یوه داسی ستن ګڼلای شی چی د پاکستانی سامراج تر وزرو لاندی جوړ شویو ګوندونو او ډلو ټپلو سره دواک د چشک حلال په شرط تل د قدرت د جوال خوله نیولی ده   څه او چیرته فرمائیلی دی ؟

سامراجی مخدوم  قریشی چی د پاکستانی پوځیانو د بهرنیو اړیکو د ویاند دنده لری له هغه وروسته چی د خوګیاڼیو آخندزاده محب خپلی مېنی جلال آباد  ته  دیوه سفراوچکرپه ترځ کی څه داسی ناری سوری اوچیغی ګډی کړی چی هغه د «زورکم قهرزیاد!!!» تمثیل یی  گڼلای شو نو سمدلاسه مخدوم صاب هم د پاکستانی سامراج د غوجلی پر ستیژ راڅرګندشو او په زورسره یی داسی وویل : جناب والا ! زه به دافغانستان پر صورت حال هم ستاسو نظر روګرځوم ځکه چی دا یوه ډیره حساسه مسأله ده او هلته حالات یوه  ډیر حساس پړاؤ ته دسیدو په حال کی دی . خدای دی وکړی چی هلته امنیت راشی او الله دی هلته استحکام راولی ،زموږ دهغه هیواد د امنیت او غښتلتیا غوښتونکی یاستو.پاکستان چی د سولی د پرمختګ په لاره کی څه ترسره کړی دی ټوله نړۍ نن پرهغی اعتراف کوی . پاکستان د تاوتریخوالی د راکمولو او دله مینځه وړلو په موخه ، همداشانی پاکستان چی په دوحه کی د بین الافغانی مذاکراتود رامینځ ته کولواو په هغو مذاکراتو کی د مذاکراتو د کامیابی په موخه کومی هلی ځلی کړی دی ټوله نړۍ پری اعتراف کوی . . جناب والا ! زه نن یوه ډیره مهمه پوښتنه کوم اوزه داپوښتنه د افغانستان د ؤلسمشر اشرف غنی څخه کوم چی یوی خواته تاسو له پاکستان څخه د مرستی غوښتنه کوی خو بل لوری ته ستا لاس پوڅی پرپاکستان تورونه لګوی اودپاکستان پرادارونیوکی کوی .تاسودخدای په خاطر پریکړه وکړی تاسو څه غواړۍ ؟ موږخو په افغانستان کی امنیت غواړو، موږ ستاسو سره دوستی غواړوموږ پایښت اواستحکام غواړو! موږ سیمه ایز تلاش غواړو،موږاقتصادی همکاری غواړو،موږبی پری راکړه ورکړه غواړو!موږد جغرافیاوی سیاست څخه جغرافیاوی اقتصاد ته بدلون غواړو.موږدغه لوری ته  توجه راګرځول غواړو تاسو څه غواړۍ ؟یاره بریتورخان اشنا ! داد خوګیاڼیو آخند زاده چی د ځوانې د پام وړبرخه یی د پاکستانی سامراج په کوڅوکی تیره شوی ده او هلته یی د مهاجرت ترخی شیبی هم ګاللی دی او د هجرت په محیط کی یی لومړنی زده کړی ترسره کړی دی څه ویلی دی چی  مخدوم صاحب یی دومره پر غصه کړی دی ؟ نوواوره چی هغه محترم څه فرمائیلی دی ؟ د خوګیاڼیو آخندزاده صاحب څو غونډوته په خطاب کی ؤفرمایل :
نن  دشمن واضح دی دهغه هدف هم واضح دی مګرم هغه افغانان چی غولیدلی دی *هغوی ته دا وضاحت نشته ما پخواهم ویلی و اویوځل بیاېی هم تکراروم هغه دشمن چی تاسو لمسوی او افغانستان درته دارالحرب ګڼی او تاسو ته داځای ددی لپاره چی یوڅه خارجیانو د بیچاره افغانانو سره کمکونه کړی دی دا ځای ورته دارالحرب ښکاریږی ددی ځای قانون اساسی ورته کفری ولی خپل آئین ورته اسلامی ښکاریږی.دافغانستان جوماتونه او مدارس،ددی ځای قاریان ورته قابل دقتل دی مګرم هملته هیرامنډئی کی جهاد روا نه دی !! کله چی خارجیان په افغانستان کی مستقروه دهغوی لپاره دافغانستان داولس حتی د بچیو وژنه دوی ته روا وه ویل یی چی دا حمله پرکفاروباندی ده داچی دغه بچی مخی ته راغلی دی فرق نکوی نو زموږ اولادونه او بچی  وژل کیدل هم ددوی لپاره رواوه همداشانی دچکر په بله برخه کی د خوږیاڼیو اخندزاده ؤفرمائیل:هغوی غواړی چی نظام له مینځه یوسی ځکه یوځل بی نظامی دوی ته خوند ورکړی چی ماحتی دخپل کوډنه دباندی تلفن هم نه شوکولای هغه به هم د هغوی  استعمال کیدل اونن یی هم زما دیوه افغان په اوږه ټوپک ایښۍ او ما پری وژنی
داوی د خوږیاڼیوال محب آخندزاده د پاکستان پر حکومت باندی کلکه نیوکه چی د پاکستان په غوجله کی یی د مخدوم صاحب  شاه محمود قریشی خونړۍ غوسه راؤپاروله او دغوجلی په انګړ کی خپل زړه تش کړ . خو که تاریخی حقائق د هغه وخت دنړیوالو اشغالګرو د یرغل په هنداره کی وکتل شی له شکه پرته د خوږیاڼی محب  آخند زاده صاحب په دریځ کی به هم ژور بدلون ولیدلای شو . داځکه خوږیاڼی وال محب آخندزاده او کورنۍ یی د سره استعمار دیرغل په پایله کی همدغه د پاکستان هیواد ته په کډه کولو اړ باسل شول خو هلته پاکستان داسلام قلعه او د کډوالو اولادونو به د آخندزاده محب په ګډون د پاکستان ملی ترانه چی په دی کلیماتو به پیل کیده
 پاک سرزمین شاد باد       کشور حسین شاد باد
 تو نشان عزم عالیشان       ارض پاکستان
               مرکز یقین شاد باد
 پاک سرزمین کا نظام     قوت اخوت عوام
 قوم ، ملک ، سلطنت       پائندہ تابندہ باد
             شاد باد منزل مراد
 پرچم ستارہ و هلال       رهبر ترقی و کمال
 ترجمان ماضی شان حال       جان استقبال     

              سایه خدای ذوالجلال

بس سر می پری خلاص شو بریتور خان لاله ! څه پوه شوی ؟*کوران په محلی او قومی  لهجه کی د قرآن عظیم الشان لپاره په کاریږی !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا