گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دتیاری شپـــې دخطر زنــګ او د فیـــل په غوږ کــــې خـــوبونه !
دتیاری شپـــې دخطر زنــګ او   د فیـــل په غوږ کــــې خـــوبونه !

دتیاری شپـــې دخطر زنــګ او د فیـــل په غوږ کــــې خـــوبونه !

شک نشته چې افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې د زده کړو، اقتصاد، دولتی بنسټونو او سرکونو جوړولو، امنیتی بنسټونو رغولو ، نړیوالو اړیکو، معلوماتی ټیکنالوژی، د کرنې او مالداری او په نورو ډیرو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړى دى. د خلکو د معلوماتو، د قضاوت او حق غوښتنې وړتیاو او د بیان د ازادی کچه نسبتاً تر بل هر وخت لوړه ده. حکومتی اړخ او خصوصی سکتور دواړه د پورته ذکر شویو پرمختګونو په ترلاسه کولو کې مهم او غوښن رول لری.داهم واقعیت ده چې زمونږ په هیواد کې جګړې او  فساد دواړه زمونږ د بدبختی لامل ګرزیدلې، د پرمختګونو مخه یې ډب کړی، زمونږ ملی غرور او زمونږ نړیوال اعتبار ته یې سخت زیان رسولى دى.

که د پراخ مالی فساد په تړاو مونږ د مالیې د اوسنی وزیر خبره مقیاس وګرزوو، نو اوسطاً د کال دوه نیم ملیارده ډالر یوازې د هیواد په ګمرکونو کې د دولتی خزائنو د بډاینې پرځاى د فاسدو چارواکو جیبونو ته لویږی. دا یوازې د عوائدو یوه سرچینه ده او اټکل یې هم بل چا نه، بلکې د مالیی وزیر کړى دى چې په ګمرکاتو کې د فساد د مخنیوی دنده هم ور په غاړه ده او داسې ښکاری چې نوموړئ په فساد ککړ هم نه دى. ایا دا به ممکن وی چې په ګمرکاتو کې هره ورځ تر اته ملیونه ډالره فساد تر شا د وزیر تر سویې پورته مافیایی کړئ شتون ونلری؟که مونږ د ولسمشر غنی د ړندو مقلدینو خبره ومنو چې جګړه ختمول د ډیرو ابعادو، ژورو پیچلتیاو او مختلفو رمزونو درلودلو او د سولې په هکله د مخالف لوری د مټکور دریز له امله د نوموړی د وس خبره نه ده، نو د فساد په وړاندی اړین ګامونه اوچتول او د دغې شومې پدیدې په مخنیوی کې د پاتې راتلو پړه خو یقیناً په ارګ باندې اچولای شو. که ولسمشر سولې ته رغنده کاری ټیم او په واقعیتونو باندی ولاړه تګلاره نشی جوړولاى، نو د خپلې زنې لاندې فساد په مخنیوی کې خو چټک ګامونه پورته کولاى شی.په رسنیو کې داسې ډیر راپورونه شتون لری چې تر ټولو لوړ پوړی چارواکی د مالى سرچینو، پولی ذخائرو، عائداتی منابعو، بهر ته د غلا د پیسو د لېږد او نور هر ډول سیستماتیک فساد په دوسیو کې لاس لری، خو د فساد د مخنیوی په هکله په ننداره ایزه توګه یوازې هغه څوک نیول شوی دی چې د مافیایی کړیو برخه نه وی او  د لوړې کچې اړیکې ونلری.د ارګ مېشتو لخوا په مختلفو نومونو او عنوانونو، د عالی شورا ګانو  په شکل د موازی ادارو جوړول، له دندو څخه د نسبتاً پاکو اشخاصو لری کول، په دوسیه جوړولو او ممنوع الخروج کولو باندې د لرې شویو چارواکو ګواښل، په دوو دریو میاشتو کې د وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو لرې کول، له بهر څخه  راغوښتل شوی مجهول الهویت اشخاص په لوړو پوستونو باندی ګمارل ، له بدنامی وروسته سملاسی بهرته د داسې اشخاصو تیښته، د لوړ پوړ په پوستونو باندې د دوه تابعیته افرادو ګمارل او داسې نورې ډیرې کړنې د فساد د پراختیا او په نظام باندی د ولس د بې باوری ستر لاملونه او د ارګ میشتو د بى کفایتی نښې دی.ددې پرځاى چې د چارواکو د ګمارنې په مهال د هغوى د وړتیاو، تجربې، ملی تعهد، صداقت او پاکوالی په تړاو هراړخیز معلومات او ارزونې ترسره شی، یوازې سلیقوی اړیکې پالل کیږی او یا هم معاملې صورت نیسی. په دغه شان حالاتو کې چارواکی هم د دندو له اشغال سره سم د فساد لړئ پیل کړی. جزوی استثنائات به شتون ولری او  په موجوده فاسده اداره کې هغه افراد انسانی پریښتې ګڼم چې د فساد په روان ګرم بازار کې بیا هم د خپل ولس مظلومیت احساس کولاى شی او په خورا جدى توګه یې په خپلو ادارو کې د فساد مخه نیولی ده. هغه پخوانى د کابل د پاسپورت رئیس، چې نوم یی هم راڅخه هیر شوى دى، سمت، ژبه او قوم یې هم نه پیژنم، خو زما لپاره د پاکی الګو وه. چې کله هم راته یاد شی، نو دعا ورته کوم. پاسپورټ ته مې مراجعه کړې وه،  په خپله مې ولیده چې څنګه یې د کابل پاسپورټ په ریاست  کې د فساد مخه نیولې وه.دلته روانه جګړه او فساد له یو بل سره تړلی یو د بل مُمٍد او مُولّد دی. که د جګړې په وړاندې پیاوړی مبارزه وشی د فساد کچه هم راښکته کیږې او که د فساد په وړاندی اغیزمنه او هراړخیزه تګلاره غوره شی نو د جګړو ګراف هم ښکته راځی.جګړو ته د پاى ټکى د ایښودو په موخه د حکومت هڅې نیمګړتیاوې لری سلیقوی دی. که جګړه ډیر کږلیچونه  لری نو د فساد په وړاندې د اغیزمنو ګامونو نه پورته کول او د پیاوړی تګلارې نشتون په هیڅ ډول د توجیه او منلو وړ نه ده.مونږ مو دښمنان نه یو. د ملی حاکمیت څلئ مو ګڼو. د یوه مشروع ولسمشر په توګه مو منو. له نظام څخه حمایت خپله دینی او ملی دنده ګڼو. د ارزښتونو د دفاع او نظام د ګواښونو په تړاو درسره کلک دریږو، خو د ړندو مقلدینو او د پیو د مجنونانو د لاسونو په جعلی پړکا او د “هرڅه سم دی پاچا سلامت” په تقلبی خبرو مه غولېږئ.  ژمنې او کړنې مو سره یو کړئ. په دغه مظلوم او محکوم ملت, دغه د جګړو او فساد ځپلی هېواد باندی رحم وکړئ. د فیل په غوږ کې د خوبونو وخت نه ده. په تیاره توپانی شپه کې د خطر زنګونو او د جرس غږ ته غوږ شئ! نظام ته جدی ګواښ شتون لری.که مخالف اړخ سوله د ارګ نیول ګڼی، نه سوله کما حقه تعریفولاى شی او نه یې هم د تعبیرولو وړتیا لری، نو تاسو هم قسم کړى دى چې د واک له خوندیتوب پرته د سولی په متبادله لاره به خبره هم نکوئ، خو واورئ چې؛ که سوله غواړئ، نو د سولې ضمانت او د نظام د ساتلو ژمنو په ترلاسه کولو باندی تمرکز وکړئ او د واک قربانی ته تیار شئ. د پراخ مالی او اداری فساد کچه لوړه ده، لوږه، فقر، بیکاری، له هیواد څخه د ځوانانو تیښته او د پانګې وتل د جدی اندېښنې وړ خبره  او د هیواد امنیتی وضعیت ټکنى دى.اوس مهال په څپانده او سمندر کې د نجات ساحل هم ښکاری او د سمندر توپانی څپې هم را روانې دی. له څپو سره د لوبې پرځاى د نجات د ساحل لوری ته وخوځیږئ. د طالبانو د سختو ځپلو، امنیتی ځواکونو ته د مخالفینو د وژلو ګواښ پریږدئ. که مجبوری هم ده خو دلته روانه جګړه د ویاړونو نه ده. دواړه خواو ته د افغان بچیان وژل کېږی. د جګړو په ډګر کې عملاً د خپلو پوستو او ولسوالیو د سقوط لاملونه په جدیت سره وڅیړئ. تاسو له خپل ملت سره په خورا اوږد واټن کې قرار لرئ. تاسو ته چاپلوسان مفسدین او ړانده مقلدین واقعیتونه نه په ګوته کوی او تاسو یې د اوریدو حوصله هم نلرئ. زه د هیواد امنیتی ځواکونو ته په خورا درنه سترګه ګورم. هغوى جګړه کولاى شی خو د مدیریت په برخه کې ستونځې لری.د ولسی باور ترلاسه کولو او له ملت سره د واټن کمولو لپاره د فساد پر وړاندې مبارزه جدی ونیسئ. د فساد په تور په ګمرکاتو، ښاروالیو او څارنوالیو د مامورینو له نیولو سربیره دغه سپیڅلی جګړه له خپل کور څخه پیل کړئ. تعهداتو ته ژمن پاتې شئ، ژمنې مو مه ماتوئ او له جنګسالارانو سره په ارزښتونو باندې د خپلو ګټو لپاره معاملې مکوئ. دفاریاب اوسنى کړکېچ په ارزښتونو باندی ستاسو د بدومعاملو پایله ده چې د سیمې داستخباراتی اداروپه مرسته لا پیچلتیا مومی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا