گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خدا را ! په دغه مظلوم او مجبور ولــــس بانــدې رحـــم وکـــړئ !
خدا را ! په دغه مظلوم او مجبور ولــــس بانــدې رحـــم وکـــړئ !

خدا را ! په دغه مظلوم او مجبور ولــــس بانــدې رحـــم وکـــړئ !

ځکېحکومت یوازې د نندارې په ډول د ځوان نسل  او د غرب د خوشحالولو لپاره د ښځو د حقونو  نوم واک ته د دوام ورکولو لپاره په سلیقوی توګه کاروی چې پایله یې په یقینی توګه زمونږ د ټولنې په ارزښتونو باندې ملنډې او د افغانانو ترمنځ  بې باوری  ته وده ورکول دی. طالبان که د توپک په زور وی او که مذاکراتو پایله وی،  د حل یوازنى لاره ارګ ته ننوتل ګڼی. ولس مو په عمومی توګه د سولې لپاره ټولو اړخونو ته په عذرونو او زاریو ستړى شو، خو داسې څوک نلری چې غږ یې واوری.د دواړو خواو ړانده مقلدین په خپلواکه توګه  د قضاوت کولو وړتیا نلری. له سلیقې سره سم ځینې د یوه لوری وحشتونه د مجبوریت، قانون د پلی کولو، د نظم جوړولو، د لاسته راوړنو د خوندی کولو په تله کې توجیه کوی او ځینې نور بیا د بل اړخ په ګټه کله د اشغال، کله د ګوډاګی  اصطلاحاتو په کارولو د افغانانو د وینې تویلو ته مشروعیت لټوی.د عام ولس په من ډیر ویښ خلک شتون لری چې په هېواد یې زړونه سوځی.

د افغان د حقونو او  د جګړو د ختمولو لپاره هر چاته لمن غوړوی د هر چا د کور دروازه  ټکوی، خو د جګړو اړوند اړخونه د هغوى غږ ته د دښمنی رنګ ورکوی.دوستانو! جګړه وبا ده. له دغې بلا سره سلیقوی چلن مه کاروئ. د خپل هېواد اوسنی وضعیت ته جدی او سنجول شوى فکر وکړئ. له جګړې څخه پرته له دې چې له عاملینو سره د اړیکو له نوعیت، خواخوږی او هر ډول انفعالی اغیزې یې وسنجوئ نفرت وکړئ. په جزئیانو باندی مه غږیږئ! د اشخاصو په پلوی سوله مه سبوتاژ کوئ. مونږ ته سوله تر اشخاصو ډیره مهمه ده. د جګړې د ختمولو او سولی لپاره د ملت له منځه اوچت زورور اغیزمن او متحد غږونه پورته کړئ. د جګړو مشران پوهیږی چې په حماسی او عقیدوی خبرو زمونږ  ولس په اسانه غولیږی. په ارګ کې ناست او واک ته رسیدلى هر شخص  دښمن ته د سولې لپاره ښه راغلاست وایی خو ښه مشران هغه دی چې د سولې ضمانت او نړیوالو ملاتړ په صورت کې د ارګ پریښودلو ته هم تیارى وښیئ.جګړې که نن په هلمند کې بیګناه خلک د ماتم په ټغر کینول نو پرون یې په کابل، لوګر او سبا ته د هیواد په بله برخه کې ولس په اورونو کې سوځوی. د جګړو شوقیان شاید فکر کوی چې ګټه یې په جګړه کې ده او که کله یې هم توپک له اوږو ښکته شو بیا به یې ولس په ستونی کې ونیسی نو ځکه د جګړو د سپیڅلتیا سندرې وایی.مګر هغوى شاید نه پوهېږی چې مونږ ځینې ملی ځانګړی دودونه لرو. دغه ملت د سولې د تړون په هکله خپله دنده مکلفیت او پولې پیژنی. د جرګې پریکړو ته د درناوی نه کولو او تخطی په پایلو باندی پوهیږی، پریکړو ته د احترام هنر یې زده ده. له مصالحې وروسته د خپل ورور او زوى قاتل ته غیږ ورکوی، ښکلوی یې، بښی یې او دوستی ورسره کوی. راځه چې د دغه ملت له بلې ځانګړتیا دې خبر کړم هغه دا چې له سولې وروسته د دښمنی پالل زمونږ په کلتور کې د بی غیرتی او بې همتی نښه ګڼل کېږی. ضرورت دیته ده چې د ملت هیلو او غوښتنو ته درنښت وشی.اوسنى امنیتی او سیاسی وضعیت قطعاً د باور وړ نه ده. تهاجمی جګړو زور اخیستئ دى. هدفی وژنې زیاتې شوې دی، سیاسی څهرې، کدرونه مطرح شخصیتونه او داسې هر هغه شخص یا اشخاص چې  کوم تریبیون ته د لاسرسی له لارې خپل غږ ولس ته رسولاى شی هدف ګرزی.  د امنیتی پوستو او ولسوالیو سقوط د هرې ورځې تازه خبر وی،  د امنیتی ځواکونو په لیکو کې د نارضایتی کچه په لوړیدو ده او د حکومت پنځوس سلنه شریک د نظام د سقوط خبره نه ردوی.خو مونږ اوس هم ویده یو. د سختو عواقبو کچه نشو اټکلولاى.تعجب ده چې په ارګ کې حاکمه ډله د واک د خوندیتوب لپاره پردی بچیان د قربانی ډګر ته استوی.  د مصنوعی رهبریت فابریکه یې پرانستله. طالبانو ته  په حقایقو باندې د ولاړو وړاندیزونو پرځاى ګواښونه کوی چې که سوله ونکړی نو سخت به وځپل شی او امنیتی ځواکونو ته امر کوی چې مخالفین سخت وځپی. سیاسی او دینی ډلې ګواښی چې له حکومت څخه کورکورانه پلوی وکړی. که مخالفین په وژلو ځپل کیداى نو دلته ډیرو پردیو له توپونو ټانکونو او په معاصرې تیکنالوژی سمبال الوتکو سره شتون درلوده، جکړه یې وکړه، وژل یې وکړل، په لسګونو زره ټنه بمونه یې وورول خو مخالفین یې ونشو ځپلاى، نو موجوده حکومت د کوم منطق او استدلال له مخې اټکل کوی چی د افغانستان اوسنى په پردیو تیلو، پردیو مرمیو او پردیو لګښتونو چلیدونکى جنګی ماشین به  دغه جګړه مهار کړی.طالبان د خپلو ځانګړو دلائلو او له دینی احکامو څخه د تعبیرونو پربنسټ  په افغانانو باندې خپله خبره منل شرعی امر ګڼی. په دغه هکله په هیواد کې د ننه د هغو دینی علماو چې د هغوى له فکری دریز سره مخالفت لری او د اسلامی هېوادونو له هیڅ ډلې سره مناظرې ته تیارى نه لری. ټول ورته د کفر لاسپوڅی ښکاریږی. د تیرو جګړو ناورینونو فاجعو زیانونو ناکامیو او خپل ولس غوښتنو ته غوږ نه نیسی د سیاسی وضعیت او حساسیتونو په هکله کره کتنه او بیا ارزونه نه کوی. امریکا او ناتو مات شوی ګڼی او واک ترلاسه کول اخری هدف ورته ښکاری. که خبره را لنډوو نو دواړه لوری د قضیې حل ته ژمنتیا نلری.جګړو او ناخوالو له افغانانو څخه د زغم ماده ختمه کړی ده. په وروستیو کې د سلګونه دینی عالمانو هدفی وژنې یې ښه بیلګه ده. له دینی عالمانو څخه دواړه اړخونه بیځایه غوښتنې او د دواړو اړخونو لخوا تهدیدیږی . په ځانګړې توګه له علماو څخه د ارګ غوښتنې خورا لوړې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.په دغه مظلوم او مجبور ولس باندې رحم وکړئ. په خپلو رویو، چلنونو او دریزونو باندې  بیا غور وکړئ. ولس مو عملاً پردى کړى دى. سیاسی اجماع مو دړې وړې کړه. په واک باندې د تمرکز پرځاى سولې ته لومړیتوب ورکړئ. که یو اړخ د بل او بل د بل حذفولو هڅه کوی نو اخر به کیسه ترکومه ځایه پورې رسیږی؟  نن دغه مظلوم ملت او دغه کنډواله شوى هیواد ستاسو ایمانی فراست، ملی احساس، ژورو ارزونو، د حساسیتونو د درک کولو احساس ته سخته اړتیا لری.په شعارونو او غونډو ستونځه نه حل کیږی د احمد شاه بابا تلین لمانځل د بابا عزت نه ده. بابا د دهلی تخت د خپلې خاورې په عشق کې پریښوده خو که دلته سخته ورځ راتله بیا به دغه په لوړو پوستونو ناست د پیو مجنونان نه وینو.ایا تاسو کله هم فکر کړى دى چې په وروستیو کې په مرموز ډول ستاسو هیواد ته د وسلو را استولو لړئ له کوم هېواد څخه سرچینه اخلی؟ څوک یې ویشی، څومره وسله ویشل شوی ده او د څه لپاره یې ویشی؟ ستاسو د واک عشق به دغه هېواد ته فاجعې راوړی. نه به واک درته پاتې شی او نه به هم په نیک نوم یاد شئ.واورئ! داسې ښکاری چې دلته خورا پیچلی دسیسې او ستره استخباراتی لوبه دوام لری، خو تاسو  ورته سطحی فکر کوئ. که په سنګر کې ناست پټ او ښکاره دښمن د نوییمې لسیزې په شان په بل ناورین کې د هیواد د ښکیل کولو هڅه وکړی، تاسو یې یقیناً له دروند مسئولیت څخه ځان ته برائت نشئ ورکولاى.هېواد په جګړو نه، د یو بل منلو،  د غوږ نیولو او له دښمن سره د ګډ کارکولو چل او هنر زده کولو باندی جوړیږی. داسې فکر مه کوئ چې که تاسو په ارګ کې حاکم نه یاست، نو نظام دې هم ړنګ وی او هیواد دې له بلې تباهی سره مخ وی. لږ پراخه فکر وکړئ لږ ژور نظر واچوئ او لږ روان حالات وارزوئ!مونږ تیرو ګډوډیو ویرولی ځپلی او کړولی یو. نه غواړو له واک سره ستاسو عشق، هوا او هوس مو یو ځل بیا د نوییمې لسیزې له سرنوشت سره مخ کړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا