گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د الحرمین الشرفین څخه د الصــــلح خیرغږ که دجنـــــایت ډنډوره !
د الحرمین الشرفین څخه د الصــــلح خیرغږ که دجنـــــایت  ډنډوره !

د الحرمین الشرفین څخه د الصــــلح خیرغږ که دجنـــــایت ډنډوره !

د نواندیشی یادونه : لکه څنګه چی خبریاست څه موده وړاندی د خوست ولایت دصبریو په یرغمال شوی اولس چی ددوه جلا ، جلا خونړیو او له خدایه بی خبره ځواکونو په مینځ کی  راګیردی د کمپائین په نوم ځواکونو ددغه ولسوالۍ بی ګناه وګړی په ډیره بی رحمې سره په شهادت ورسول او تردی چی د شهیدانو جنازوته  یی هم دتدفین او تکفین اجازه نه ورکوله موږ داسی انګیرله چی ګنی حکومتی پوځیان او لښکری  د بهرنیو په مټواو زور  زموږ دهیواد ځوانان او بی دفاع وګړی په نښه کوی او کیدای شی ددغه پوځونو په وتو به زموږ هیواد د سولی او آرامی ساه اوباسی او دصبریو سیمه به دهر ډول یرغل څخه وساتل شی !!خو ددی ساده لوحانه اټکل پر خلاف بیاهم له دوه ورځو راپدی خوا هم هغه په خوست ولایت کی د KPF په نوم

ځای پر ځای شوی پوځیان چی زیاتره یی د مرګ د ملیشو دنده ترسره کوی د خوست ولایت د صبریو پر ولسی وګړو یرغل وکړ او د حیرانتیا وړ خوداده چی یوی لوری ته  په  سعود عربستان کی د افغانستان د الصلح خیر تر نامه لاندی کاذبانه شعارونه ورکوی خو بل لورته یی دمرګ ملیشی په واک کی د خونړی پاتی کیدو په موخه  د صبریو د بی ګناه وګړو عامه وژنه پیل کړی ده . په همدی اړه دافغانستان تکړه او زړه سوانده لیکوال او فرهنګی شخصیت محترم بسم الله اکبری په فی البدهه توګه دزړه بړاس ایستلی دی او دقلم په څوکو یی داجنایت غندلی دی چی دادی له ښاغلی اکبری صاحب څخه په مننه یی ترتاسو هم دررسوؤ نواندیشی تربیون هم دتل په څیر پر انسانی پرګنو  د دغه  شانی خونړی جنایت ترسره کول په کلکه سره غندو ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اسلام د مینی او اخوت سپیڅلی دین دی . خوله بده مرغه په افغانستان کې ترې په وینو لړلی تیره خنجرجوړشوی چې الله اکبر الله اکبریو مسلمان بل مسلمان وژنې او د نوروادیانوپه پیروانود هیڅ راز وحشت اوظلم څخه ډډه نه کوی اوپه نړیواله کچه ټول بشریت د اسلام په نوم د افغانستان څه د پاسه څلویښت کلن مسلمان وژنې او افغان وژنې ته هک حیران دی چې څوک یې د اسلام اوځینی نورحرفوی اومسلکی بې رحمه ځناوریې د سرو لښکرو اونړیوالوبلوسګرواوښکیلاکګرولښکرود دوستۍ اوستراتیژیک ملاتړ ترچترلاندې آن د موربمونواومډرنیزه پوځی وسلوپه وسیله وژنی .له نیکه مرغه د افغانستان په اوسنی غم لړلی اوخونړی ناورین کې د افغانستان ،پاکستان ، سعودی عربستان او رابطه العالم الاسلامی غړوهیوادونواسلامی جیید اوسترعالمان او مشایخ د خدای ج په کوربیت الله شریف کې راغونډ اوپه مکه مکرمه کې یې د یوه دینی اواسلامی په ترځ کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا، حرامه، نامشروع اوغیراسلامی جګړه وبلله . او د جمعې د مبارکې ورځې د لمانځه په خطبوکې د بیت الله شریف ترڅنګ مسجد الحرام خطیب اودینی عالم شیخ عبد الرحمن السدیس اود مدینې منورې د نبوی جومات خطیب اودینی عالم امام علی بن عبدالرحمن الحنیفی د اسلام د صریحواحکاموپربنا د جګړې پرښکیلوغاړود سولې اوسلم د ټینګښت اود جګړې په بندیدو غږ اواسلامی فتواوې واورولی .

اود هغو د اسلامی وجدان د ویښتیا غوښتنه یې وکړه .خوله بده مرغه په مکه معظمه، مدینه منوره کې لا خطبې اوویناوې روانې وی چې ورسره جوخت د هیواد په ګوټ،ګوټ کې خونړۍ جګړې روانې ، ډیری ولسوالۍ سقوط اوپه زرګونو،زرګونو بې وزلی افغانان له خپلو سیمواوکورونوپه تیښته دی . د طالبانو د خونړیوناتارونو له لاسه د بدخشان، تخار،کندز، بغلان، غور، ارزګان ،غزنی اونوربیلابیلو ولایتونوکې جګړوعام ولسونه کډوالۍ اوخپلو کورونوپریښودو ته اړ کړی دی .د بلې خوا د خوست په ولایت کې د کمپاین په نوم وسله والو ځواکونو د صبریو د ولسوالۍ د چڼه ییزوعملیاتو په نوم داسې وحشیانه عملیات پیل کړی چې د زیاتروکلواستوګن بې ګناه ماشومان ، میندې اوپلرونه په چیغواوکوکارو د تودوخی په دې موسم کې خپلو کورونوپریښودو اوجبرې کډوالۍ ته اړشوې اود درپه دره خواریکښه صبریو مړی په میدانوپراته اوجنګ جګړه لا روانه ده . دا پوځی وحشیانه عملیات د سولې د خبروپه دې حساس پړاوکې هیڅ توجیه اومشروعیت نه لری. د خوست شمله ورواوسوله غوښتونکو مشرانو څخه هیله کوم چې د یوې افغانی او پښتنی جرګې په دود د عامو اوولسی صبریود ټولوژنې اوعام وژنې مخه ونیول شی . د څوسپږو لپاره ټول پوستین سوځول لوی وحشت اونامردی ده .په پای کې د مکې مکرمې د اسلامی کنفرانس د پریکړو د برې هیله کوم . خو افغانان په بیت الله شریف کې کلونه پخوا د قرآن خورو څخه ښی اوډاډمنې خاطرې نه لری .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا