گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د حامد خان کرزی تازه ارشادات: له قـــمــــــــاره تر خــــــمـــاره !
د حامد خان کرزی تازه ارشادات: له قـــمــــــــاره تر خــــــمـــاره !

د حامد خان کرزی تازه ارشادات: له قـــمــــــــاره تر خــــــمـــاره !

موږ چی کله هم د امریکا د یوه خبری آژانس آسوشیِّتِد پِرِس Associated Press دیوی خبریالی آغلی کاتی ګانون KATHY GANNON سره د افغانستان دیوه پخوانی ارباب حامد خان کرزی  هغه  مرکه ولوستله په  کومه کی چی  ویل شوی دی ګنی امریکایان او پوځونه یی  په افغانستان کی د تروریزم پر وړاندی د مبارزی  په نوم له شل کلن حضور وروسته په ماتی سره ددغه هیواد پریښودو ته اړ ایستل شوی او خپلو موخو ته درسیدو پرته د وتو په حال کی دی نو بس هغه دافغانانو ترمینځ مشهور متل مو ترسترګوشو واېی : چرسی سړۍ نه سړۍ !!دا خبره مو د ارباب صاحب کرزی اخلاقی ځآنګړتیاؤته په کتو له خولی راووته . ځکه ویل کیږی چی ارباب کرزی صاحب د قمار تر څنګ د خمار له نعمته هم برخمن دی نو ځکه خوتل  د عالم فنا د جنون پرچینه دټولنی پراقتصادی اوسیاسی چاپیریال د تسلط په غرض دریأ اومنافقت جامی پاکوی .

همدا شان ارباب کرزی زیاتوی: ​”د هغوی د حضور (په خاطر) موږ نن دا حال لرو، ځکه هم موږ دا شرایط نه‌غواړو. موږ له دې بدبختیو او بې‌وقارۍ سره چې نن مخ یو نه‌غواړو دوام ورکړو، کله چې زموږ ماشومان د ښوونځیو مخته مری. نه، لږ تر لږه هغه وخت به موږ پوه شو چې چا ته د ملامتۍ ګوته ونیسو، کله چې دوی دلته نه‌وی.”که څه هم ارباب صاب حامدخان کرزی ونه ویل چی  که چیری دهغه مبارک دغه له پنده  ډکه  د مرغلرو د امیل په څیر یوه جوهرداره خبره چی ګنې  امریکا د ترهګرۍ د ختمولو او د ثبات د راوستلو په هدف افغانستان ته راغله، خو له ۲۰ کلونو وروسته د ده په خبره په دې دواړو کې پاتې راغله.ددغه حالت  مسؤلیت د چا په غاړه دی ؟ خو شنونکی پردی باور دی چی که د ارباب کرزی داخبره رښتیا هم وی هیڅوګ ددغه تراخه واقیعت څخه سترګی نه شی پټولای چی ددغه ماتی اصلی قربانیان او بایلونکی  د افغانستان مظلوم اولس او هغه ګوډاګیان دی چی پوره شل کاله یی د نړیوالی ټولنی د حضورڅخه د ځان اوخپلو مافیائی جایدادونو د ساتلو او لا زیات غارت په موخه ګټه آخیسته . چی ددی ټولی مافیأ او ګوډګیانو په لومړی سر کی جلالتمآب ارباب حامد خان کرزی فعال او انکار نه منونکۍ  حضور درلود .
تردی چی د دغه حاکم مافیاېی قدرت په استازیتوب دطلوع په نوم  له کابل څخه د خپریدونکی تلویزیونی چینل د تور اوسپین پروګرام د چلوونکی او ژبه ور ژورنالیست ښاغلی سمیع مهدی سره په مرکه کی په زغرده وویل چی : یوه ورځ می له چا سره په مرکه کی اویا هم  د وینا په ترځ کی وویل چی ای د افغانستان اولسه او هغوی چی د پیسو پیداکولو په موخه دلته راغلی یاستی او یا هم غواړۍ چی پیسی لاس ته راوړې له هر ځای او په هره طریقه یی چه کولایشی پیسی لاس ته راوړی ، پیدا یی کړې خو شرط به داوی چی په افغانستان کی یی ولګوی او مصرف یی کړی . کله چی ددغه پروګرام چلونکی ژورنالیست له ده څخه په بښنه سره ؤ پوښتل : ښاغلی رئیس ! ستاسو همدغه خبره چی وایاست هرڅنګه او هرچیرته یی چی پیداکوی ستاسو ځینی منتقدین ستاسو دغه خبری د چور زنګ یادکړی دی او ستاسو له څرګندونو یی همدا تعبیر کارولی دی ، تاسو څه وایاست ؟ ارباب صاب کرزی په ډیر اطمینان سره ورته په ځواب کی وویل چی : کاشکی داسی چور د افغانستان په دننه کی تر سره شوی وای خو چی دلته خو  پاته وای ! له خارجیانو څخه را شوکونه وه کنه وه ؟ له هغوی څخه دی را شوکولی وای خوچی  دهیواد په دننه کی خویی مصرف کړی وای !!اوس خوپه  بل اړخ کی لوبه روانه ده هغوی تالان وکړ اوزموږ پیسی یی هم بهر ته انتقال کړی .
که څه هم هیڅوګ نه پوهیږی چی ارباب صاب حامد خان کرزی څنګه او ولی د امریکا له  یوه خبری آژانس آسوشیِّتِد پِرِس Associated Press سره په یوه مرکه کی دشلو کلو په تیریدو یوازی امریکا چی پر افغانستان یی شل کاله نظامی تیری وکړ د ماتی سبب بولی ؟ په داسی حال کی چی بهرنیان یا د ارباب صاب کرزی په قول ټول بهرنی اشغالګران د  سلګونو زره میلیونه ډالرو په لګښت او په  نوی استعماری تاکتیکونو سمبال د خپلو پخوانیو مهرو پر لار ښونه پوره شل کاله زموږ دهیواد پر سرنوشت مسلط ؤ. اواوس دوی په خپله خوښه او د خپلو ګټو په تناظر کی له افغانستان څخه د وتو پریکړه وکړه . اوس پوښتنه داده چی څنګه ارباب صاحب حامد خان کرزی داسی وانګیرله چی ګنی امریکا دهغو موخو لپاره چی راغلی وه هغه یی ترلاسه نه کړای شوی او په ناهیلۍ او ناکامۍ سره یی له افغانستانه پښی سپکی کړی !!
خو له هغی ورځی چی یو سهار یی په خپل نوی  مرمرینه قلعه کی چی دارګ د ماڼې ترڅنګ یی په څوجریبه ځمکه کی هغه د ارګ په څیردبدبه او په خلاص مټ رعیت تر خپل سلطانی نوازش لاندی ونه لید نو سم دلاسه یی په دروازه کی ولاړ اردلی ته امروکړ چی سبا د ډیورنډ ورځ ده او ټول راخبرکړه چی زه یوضروری اعلان لرم خو کله چی پر سبایی د خطابی پر ستیژ ودرید نو وار له واره یی داسی وویل چی : ما دژوند په دریو مرحلو کی پر دی تصمیم نیولی دی چی دیوچا په وړاندی پورته شم د افغانستان د ملت دیوه وګړی په توګه !حامد کرزی د افغانستان د ملت یووګړۍ ! …………له دوه واری د جهاد د پریکړو له بیان وروسته چی هرواریی یی هغه داسی ښودلی ده چی ګنی ده په خپل لاس هغی ته ماته ورکړی ده او ملت یی تری ژغورلی دی . اروا پیژندونکی په پدی باوردی ارباب صاحب کرزی ته هم دا ډول ناروغی  د خپل مقتدی مرحوم صبغت الله مجددی د بلند پروازانه روح څخه لګیدلی ده چی هغه خدای بښلی به هم کله نا کله داسی هذیانات له خپلی مبارکی خولی را وتل . ارباب حامد کرزی خپلو خبرو ته داسی دوام ورکړ : پرون دریم وارشو او بیا په دی فکر کی شوم چی دامریکا ددغه ظلم او دهشت څخه افغانستان آزاد کړم . …. بس هغه د چا خبره چی پهلوان زنده خوش است .   

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا