گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » میرصاحب جوړول خو ویې غځول!
میرصاحب جوړول خو ویې غځول!

میرصاحب جوړول خو ویې غځول!

پخوانۍ کیسه ده. د لوګر یو نیم نیمه ډاکټر، میر. …. نومیږی. نوم یې نه یادوم. په امریکا کې اوسیږی. په پښتونخوا  کې د کډوالو په کمپ کې اوسیده. مور یې رنځوره وه. میر صاحب کومه ځانګړى پیچکاری  په سیروم کې ورته ګډه کړی وه چې اکثر خلک ورسره حساسیت ښئی. د میر صاحب مورکئ هم له سیروم سره حساسیت ښودلى وه. هغه بیچاره مړه وه خو میر صاحب ویل چې ارام کوی او پاتې سیروم یې مریض  ورور ته لګولى وه. دواړه یې په همدغه یوه سیروم باندی مړه کړی وه.پولیسو ته له خبر رسیدو وروسته ډاکټر میر صاحب د پولیسو له ویرې د کهی کنډو افغان کډوالو له کمپ څخه زمونږ د اضاخیلو کیمپ ته کډه راوړه. زمونږ خلکو پیژانده خو د احترام په موخه یې ورته څه نه ویل. البته پټ متل ورپسې جوړ شو چې “میر صاحب جوړول خو ویې غځول”

یوه بله کیسه هم راته یاد شوه. شهید مولوی صاحب ارسلان رحمانی کیسه کوله وائی په اورګون کې یو سړى چی د زړکدن په حالت کې وه. ښځې یې زوى ته وویل چې لاړ شی او له مسجد څخه ملا راولی چې تلاوت ورته وکړې او ساه یې په ارام ووزی. په مسجد کې له ملاسره بل میلمه ملا هم شته. هغه یې هم له ځانه سره راوستى دى چې که مریض مړ شو، نو سبا ته په اسقاط کې میلمه ملا ته لږ شان ښه لاس ونیسی.ملایان راغلی وو. یو د رنځور سر ته او بل یې پښو ته ناست دی. یوه ملا د سر لخوا په رنځور باندی دم چوف کوی او بل د پښو لخوا پرې دم چوف کوی . ښځه بیچاره د دروازې له چولې ورته ګوری چی د خاوند حالت یې د ابتری خواته روان دى. زوى یې اشارتاً پوه کړى دى چې ملایان وباسه!  اوس خو پکې ملایانو ساه پورې هورې کړې ده. یو د پښو لخوا ور چوف کړی ساه یې سرته لاړه شی بل د سر لخوا ورباندې را چوف کړی ساه یې پښو ته لاړه شی.اوس راځو اصل مطلب ته. هغه دا چې هیواد مو سخت رنځور ده او اوسنی معالجین یې د درملنې توان او وړتیا نلری. ډاکټران په کورونو کې کینول شوی  او د کمپیوټر ساینس فارغین د انسانانو جراحی عملیات کوی نو کیسه د میر صاحب ډاکټری ته رسیدلې ده.  خبرې ټول د هیواد د جوړولو کوی خو د ولسی بسیج په نوم د وسلو ویش او د اوباشانو وسلوال کول به دغه هېواد د جوړولو پرځاى  وغځوی.په ولسوالیو  باندې نن یو اړخ د سر لخوا برید وکړی. هغه یې ساه پښو ته راورسوی او بل لورئ سبا د پښو لخوا ورباندی برید وکړی ساه یې سر ته ورسوی. دغو دواړو اړخونو په ولسوالیانو کې ساه پورې هورې کړی ده. څومره به ښه واى چې دا مریض هیواد یې د دواړو په خوښه رضا او رغبت اصلی ډاکټرانو ته پرییښى واى.اوسنى صورت حال داده چې ډاکټر غنی د دغه رنځور ولس او ویجاړ هیواد د درملنې لپاره د پروپوزلو او انګلیسی ژبې له متخصصینو هلکانو او یا له جنګی جناپتکارانو په خوله د اوسنئ ستونځې د درملنې لپاره پخوانی لوټماران په وسلو سمبالوی. دغه نوښت به هېواد د تباهی کندې ته وغورځوی او یقیناً به د نظام ستنې هم د بریښنا د ستنو غوندی ونړوی.طالبانو د جهاد تر چتر لاندی وچ او لانده، پاک او ناپاکه، خپل او پردی، ګرم او نا ګرم تور او سپین ملا او انجنیر مامور او محصل داسې وځپل چې اوس له غږ پورته کولو وړاندی لس ځله درود شریف په ځان چوف کوی. د ولسوالیو نیول او دولتی شتمنیو تاراج ورته غنائم ښکاری د خپلو ملی تأسیساتو نیول او په ځینو مواردو کې یې نړولو فتوحات او سپیڅلی کړنه ګڼی. اى کاش طالب مشرتابه هم د اوسنی حساس وضعیت ارزول پیل کړی او له نورو افغانانو سره په ګډه یې د نظام د نسکوریدو مخنیوى کړى واى.حکومت او ړندو مقلدینو یې ستونی وشکول چې هلئ، هغه بند جوړ شو دغه سرک جوړ شو هغه بل پل جوړ شو داده فابریکه جوړه شوه. د کابل په درې څلور او شل کیلومتری کې د بریښنا ستنې په بمونو الوزول کیږی خو د هیڅ حکومتی چارواکی خوله په امبور نه خلاصیږی چې دغه ناوړه کارونه څوک ولې د څه لپاره د چا په لمسون د چا په ملاتړ کوی او ولې یې په وړاندې غبرګون نښودل کیږې.وروستی تحولات او په تیزی سره بدلیدونکى امنیتی حالات غیرمترقبه نه دى. داسې وړاندوینه مونږ په خپلو لیکنو کې په مراتبو کړی ده خو د حاکمې او مخالفې ډلې چارواکو بابیزه ګڼله. د حکومت سلاکاران لا اوس هم د جنګ دانه اخلی لاهم حالات تر مدیریت لاندې ګڼی. کیداى شی ځینې خلک  د مردمی بسیج تر غولونکی نوم لاندی د ګډوډی، وارخطایی او بالاخره د نظام د نسکوریدو په موخه د ژورې دسیسې پلان ولری . په بادى النظر داسې ښکاری چې اوسنی چارواکی د افغانستان په وړاندی د دغې خطرناکې دسیسې په عواقبو باندی یا نه پوهیږی او یا هم قصداً  غواړی نظام و نړیږی.که د نجیب حکومت د سقوط په لاملونو باندې یو ځغلنده نظر واچوو نو پوهیږو چې د نوموړی د حکومت د سقوط او هندوستان ته د نوموړی د تلو په مخنیوی کې همدغو دوستمی ملیشو کلیدی رول درلوده.
که څوک شک کوى نو بینن سیوان او په موټر کې له نجیب سره ناست د ملګرو ملتونو ترکى مامور او په کابل کې د اسلامی کانفرانس د سازمان سفیر بوټسالی د پیښې عینی شاهدان اوس هم ژوندی دی.هغه خلک سهوه شوی دی چې په جګړه کې بریا لټوی. هغه اشخاص بې وجدانه او بى ایمانه دی چې په خپله په بهر کې او یاهم د سیمټی دیوالونو تر شا ژوند کوی،خو د افغانانو بچیانو ته جګړو ته د تللو توصیه کوی. جګړه ګټونکئ نلری. د ارګ نیول او ولایتونو نیول ددغه فاسد او نیمه نیم ښوره نظام نړول ګڼلاى شو، خو بیا همدغه حالت ته رسول یې ناشونې دی. له نسکور نظام څخه همدغه خوسا نظام، فاسد  چارواکی په مراتبو ښه دی.ددې مطلب قطعاً دا نه ده چې مونږ اوسنى حالت تحمل کړو او د سمون له هڅو څخه لاس واخلو. نه قطعاً نه. واضحه خبره کوو او ښکاره نیوکه لرو. په روانه جګړه کې مو دواړو خواوته د ملی بدن غړی وژل کېږی. قاتل او مقتول سکه وروڼه دی. فاتح او مفتوح د یوه ملی بدن غړی دی. جګړه د واک په سر ده خو واک په ګدئ ناست او واک ته لنګ وهلې ناست خلک د جګړو ډګر ته نه ځی.
تاسو راسره ومنئ چې په ملی ارزښتونو او دینی معتقداتو باندې د نابلدتیا له امله درڅخه د ملت د مشرئ دنده نیمګړې پاتې ده. ارګ مو بدنام شو او تاسوچوپ پاتې شوئ. له ملت څخه ډیر لرې لاړئ خو د نزدې کیدو چل مو هم نه ده زده. تاسو خبر یاست چی فساد  سیستماتیکه بڼه خپله کړې ده، خو هیڅ ډول مخه مو و نه نیوله. ولس مو سره وویشه او په همدغه ستره نیمګړتیا باندې ویاړئ. تبعیض ته مو په متفاوته توګه وده ورکړه او د سولی په وړاندې خنډونه اچوئ! اوس تاسو د خپلو غلطیو پایلې ولیدې خو  دقیقه محاسبه او د ناکامی د ارزولو همت نشئ کولاى.طالبان یوازې جګړه کوی ،خو د راتلونکی ناورین او د پردې تر شا د ناست دښمن د دسائسو د ارزولو په تړاو هیڅ فکر نه کوی. هغوى هم د جوړولو په نیت غځول کوی. په جنګی برخه کې د برلاسی له امله اړینه خو داوه چې طالبانو رغنده د عمل او منلو وړ مشخص وړاندیزونه کړی واى او ملت ته یې ډاډ ورکړى واى چې هغوى د نظام ړنکون نه غواړی، خو کیداى شی د طالبانو په وړاندې د جنګی ملیشو جوړولو په نوم د نظام د نړولو توطئه شتون ولری چې زیانونه به حکومت طالبان او دغه بیچاره ولس وینی خو ګټه به یې پردی وړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا