که څه هم ونه ویل شول چی له چا څخه او څنګه یی ۴۴ له مرمیو ډکی جعبی چی دخوست دوالی محترم تورن جنرال مهمند خان کټوازی په قول ترلاسه کړی خو یوه ناڅاپه د خوست والی تورن جنرال مهمند خان کټوازی د تلویزیون پر پرده راښکاره شو او په خوست ولایت کی د فتو حاتو او لاس ته راوړنو په ترځ کی د هغو مرمیو قطار ښکاره کړ چی ګنی خوست ملی امنیت ریاست منسوبینو زرګونه د دهشکې مرمۍ نیولی دی.په خبرکی راغلی دی چی خوست ملی امنیت ریاست تېره شپه چې د ۱۴۰۰/۴/۷ نېټې سره برابره ده، د پاکستان هېواد څخه راوړل شوی (۴۴) بکسې چې شمیر یې زرګونو ته رسیده د دهشکۍ مرمۍ نیولی دی.خوست والی تورن جنرال مهمند کټوازی وویل دښمن غوښتل چې یادو مرمیو څخه په صبریو ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ترې کار واخلی خو هدف ته تر رسیدو وړاندې د خوست ملی امنیت ریاست منسوبینو لخوا ونیول شوې. خو دخوست والی مهمند خان کټوازی صاب ونه ویل چی دا مرمی دکوم خدای ناترسه په وسیله را انتقال کیدی ؟ او هغه اوس چیرته دی ؟ اوکه نه داهم دنورو دنورولکه د خوست دهوائی ډګر او غلام خان بندرد ډرامو او نندارو په څیر یوه امنیتی ډرامه او ننداره ده .