گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دحمدالله محب او محــمود قریشی نانـــدرئ او غوره دیپلوماسی !
دحمدالله محب او محــمود قریشی نانـــدرئ او غوره دیپلوماسی !

دحمدالله محب او محــمود قریشی نانـــدرئ او غوره دیپلوماسی !

په عمومی ډول ګاونډی هېوادونه  سیاسی جغرافیایی اقتصادی فرهنګی او داسې نورې ستونځې لری چې کله کله د ګاونډیانو ترمنځ د اړیکو نورمال ساتل اسانه کار هم نه وی. دغه ستونځې په ټولیزه توګه د دریمې نړۍ د بیوزله هیوادونو ترمنځ رامنځته کیږې او تر شخړو پورې رسیږی.شک نشته چې افغانستان له پاکستان سره د ډیورنډ  په فرضی کرښې ستونځه لری چې کله د ځینو  خوځښتونو او کله د چارواکو د څرګندونو له مخې د تشنج کچه لوړیږی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لفظی جنګ او د اړیکو د لا ترینګلتیا لامل ګرزى. دا کرښه د دواړو غاړو ته د میشتو ولسونو په سینه راښکل شوې، خو د خبرو اترو له لارې د حل وړ ده. د افغانانو لپاره یقیناً دا مسئله دومره اهمیت لری چې هیڅ افغانی حکومت او هیڅ چارواکى نشی کولاى ددغې شخړې د حل پریکړه وکړی.د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمیر ستونځه له کم توم توپیر سره همدغه شان شخړه ده. کشمیریان هم د یوه قوم خلک د دوو هیوادونو ترمنځ په دوو ټوټو ویشل شوی دی خو لکه پاکستان چې له افغانستان سره کوم چلن کوی هندوستان هم ځان پیاوړى هیواد ګڼی. نه خبرو ته کینی، نه د دریمګړى رول او اړتیا منی او نه له پاکستان سره د کشمیر په ستونځه مذاکرات کوی.افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه له ژورو ستونځو، بیوزلی نا امنی او اقتصادی کمزورې حالت سره مخ دی. نشی کولاى ددغې ستونځې د حل په برخه کې اغیزمن ګامونه پورته کړی. البته د پاکستان په پرتله افغانستان په ستونځو کى ترستونی خښ دى، د متواترو یرغلونو او کورنیو جګړو له امله یې په بدن باندی لګیدلی ټپونه خورا ژور دی. په افغانستان کې د داودخان په وړاندی د خلق او پرچم ګوندونو ناورین زیږونکې کودتا او بیا د شوروی ځواکونو یرغل پاکستان ته په افغانستان کې د ګټو ترلاسه کولو لپاره بنیاد پرانست. هم یې له لویدیز څخه د سړې جګړې د ګټلو په برخه کې د مرستې لوړ قیمت ترلاسه کړ، هم یې د افغانستان نظامی ځواک ورته دړې وړې کړ او هم یې په افغانانو کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره  مهرې پیدا کړی.زمونږ په هیواد باندې د امریکا او ناتو یرغل پاکستان ته یوبل طلایی فرصت په لاس ورکړ. هم یې د ترهګری په وړاندې د جګړې په لمړى کرښه د پروت هیواد په توګه لسګونه ملیارده ډالر مرسته ترلاسه کړه او هم یې د امریکا مخالفینو ته مرستې ورسولې. په معیارونو  خبره نه کوو چې پاکستان ته په دغه ډول کریکتر لوبولو له امله  نړیوال په کومه سترګه ګوری ؟ د نړیوال اعتبار کچه یې څومره لوړه ده، خو  هم یې مادی امتیازات ترلاسه کړل او هم یې د بالفعل او بالقوه رقیب وړتیا ختمه کړه.اوس خبره تر دې راورسیده چې دلته نه شوروی ځواکونه، نه ناتو او نه هم د امریکا ځواکونه شتون لری خو افغانستان او پاکستان لاهم دلته پاتې دی. کله هم له یو بل څخه جدا کیداى نشی. متأسفانه د ستونځو په سیلاب کې له نښتې افغانستان سره پاکستان د یوه ښه ګاونډی هېواد په توګه چلن ونکړ. نه یوازې د ستونځو په ګرداب کې نښتی افغانان یې و نه ژغورل بلکې هغوى ته یې نورې ستونځې هم جوړې کړې. دا لوبه لا تر اوسه دوام لری. افغانستان د کورنۍ جګړې په درشل کې پروت پاکستان د دغه مشکل یوه برخه تشکیلوی.په ۱۹۶۵ او ۱۹۷۲ کالونو کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ په سختو جګړو کې افغانستان ته داسې شرائط جوړ شوی وو چې د پاکستان له ټکنى وضعیت څخه په ګټه اخیستنې خپل حق ترلاسه کړی خو افغانستان کله هم دغه کار ته زړه نه ښه کاوه. افغان مشرتابه نه غوښتل پاکستان له خوږ ګوتې ونیسی بلکې پاکستان ته د هغه وخت افغان واکمن ډاډ ورکړ چې د افغانستان لخوا دې ورته د مشکل نه جوړولو په برخه کې مطمئن اوسی. له هندوستان سره د افغانستان دوستی به پاکستان ته د هیڅ ډول زیان رسولو لامل نشی.په وروستیو حساسو شرایطو او د سولې د خبرو په مهال د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار حمدالله محب او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشی لخوا د ترخو خبرو تبادله د هیڅ اړخ په ګټه نه ده. له نوی سلنه زیات افغانان حتى د طالبانو یوه برخه د افغانستان په هکله د پاکستان تګلاره باندې نیوکې کوی.افغانان د پاکستان خلک خپل وروڼه او خویندې ګڼی خو د حکومت، په ځانګړی ډول د عسکری مشرتابه په مورد کې د افغانانو د احساساتو ګراف خورا لوړ دى. نه وایم چې داسې باید واى خو واقعیت دادى چې د نړئ پرمخ داسې هېواد نشته چې افغانان یې په هکله په دومره لوړه کچه منفی ذهنیت ولرى لکه د پاکستان په وړاندی یې چې لری.

دغه صورت حال د دواړو هېوادونو لپاره په خپلو کړو وړو باندی د فکر کولو اړتیا ایجابوی.مګر پوښتنه داده چې حمدالله محب د کومې اړتیا له مخې په ننګرهار کې د پاکستان په خلاف پارونکی خوله پرانسته؟ که یې له ځان څخه د رهبر جوړونې لپاره کمپاین کاوه، نو داسې نورې لارې چارې هم وې چې له لټون وروسته ښاغلی محب له ځان څخه وړوکى سیاسی رهبر جوړ کړى واى. د رهبر جوړیدلو دغه نسخه خو مې هیڅ خوښه نشوه. مونږ اسیب منونکی ملت یو. د داسې څرګندونو ګټه نشو لیداى خو زیانونه یې په همهغه ورځ یا هم سبا ته احساس کولاى او لیدلاى شو.
دلته د محب په پرتله د هیواد ګټو ته ژمن ډیر خلک شتون لری چې د وطن دوستی حس یې تر محب څو چنده لوړ ده، خو د ملی مصالحو لپاره غږ پورته کول اړین نه ګڼی.اوس راځم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی څرګندونو ته. ایا په دغه حساس وخت کې په اتومی وسلې دسمبال هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د رسنیو له لاری د نوموړی لخوا د ډیورند په هکله داسې څرګندونې چې د افغانانو غبرګون را پاروی او د کونړ د سیند باندی د افغانستان لخوا د تأسیساتو د نه جوړولو غوښتنه مهذبه او په دیپلوماتیکو اصولو برابره ژبه ده؟ اصلا پاکستان ته د محب د خبرو په هکله له غبرګون وړاندې په خپلو نیمګړتیاو باندی له سره غور کول اړین وو؟
پاکستان به د کوم افغان خوله بنده کړې؟ د چا احساسات به قابو کړی؟ کوم افغان ته به د افغانستان په هکله خپله تګلاره توجیه کړی؟ د دغه ډول ماشومانه څرګندونو پرځاى د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرتو مسائلو عمق ته د تللو اړتیا لیدل کېږی. حساسیتونو او بدبینیو ته نوره هوا ورکول د تعقل او تدبر لاره نه ده. د ډیورنډ د کرښی ستونځه په خبرو د حل وړ ده او د اوبو په تړاو نړیوال قوانین شتون لری، خو په اوس وخت کې د پاکستان لخوا د دغو مسائلو یادول د تأسف وړ خبره ده.که خبره را لنډه کړو نو باید احساسات شاته پریږدم او د عینی واقعیتونو له ادرس څخه خبره وکړم. هغه داسې چې تیر تاریخ ته په کتو که افغانانو ته په ځینو مواردو کې له پاکستان سره د خپلو کړنو په تړاو د ویاړ وړ بیلګی شتون لری، خو پاکستان هم یوازی حکومت ته نه ویل کېږی.
مونږ د پاکستان په هکله د مشرف او نورو داسې مشرانو په خبرو قضاوت نه کوو چې په افغانستان کې یې جګړو ته هوا ورکړې ده.  پاکستانی ولس په ځانګړی ډول د خیبر پښتونخوا خلکو هم زمونږ له مهاجرو سره ډیرې مرستې کړی دی. له دواړو خواووسهوې او نیمګړتیاوې هم شتون لری. که ځینو با شهامته مشرانو د ستونځو د حل په برخه مخکښ رول ادا کړى دى، نو ځینو له خوږ ګوتې نیول هم کړی دی که چا د تاوتریخوالی ګراف راښکته کړى نو ځینو تشنج د کچې لوړول هم نوښت ګڼلی دى، خو اړینه داده چې دواړه لوری مشران د زور له ادرس څخه نه بلکې د دوه داسې مسلمانو ګاونډیو هېوادونو د مشرتابه د مسئولیت له کړکۍ وګوری چې ولسونه یې د یو بل په هکله د یوې شېبې لپاره هم د دښمنی فکر نکوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا