گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د قطــرد سیـــاســـی دفتــــر مشرانـو ته پـرانستى دوستانه لیک!
د قطــرد سیـــاســـی دفتــــر مشرانـو ته پـرانستى دوستانه لیک!

د قطــرد سیـــاســـی دفتــــر مشرانـو ته پـرانستى دوستانه لیک!

کیداى شی دا واقعیت نه وی خو فکرمې کاوه چې تاسو د نیوکو اوریدلو عادت نلرئ، مګر نن  یوازې ددغه غظیم وطن د عظیم قرض د یوې وړوکې برخې د ادا کولو لپاره نن تاسو ته لمن غوړوم چې دا ملت اوهیواد وژغورئ!راځئ ومنو چې د جګړې په ډګرکې تاسو بر لاس لرئ. له تاسو سره اوس ډېرې ولسوالیانې دی.امریکا مومجبوره کړه چې په خپلو پخوانیوتګلارواوله تاسو سره په چلن اوتعاملاتو کې ستربدلون راوړی.له هر ډول شک پرته امریکا د خپلو ملی ګټو په چوکاټ کې د خپل ملت غوښتنو ته غبرګون وښوده،  تګلاره یې بدله او خپلې ګټې یې خوندی کړی.زمونږ غوښتنه داده چې زړونه مو غټ او سینې سمندری کړئ . د شجاعت شهامت او متانت بیلګه شئ هغه څه تاسو د مصلحتونو تر نوم لاندې ورباندی خبره نشئ کولاى پریږدئ او د ځمکې پرمخ د پرتو واقعیتونو ننداره وکړئ! شک نشته چې د سولې په هکله ستاسو په خبرو کړنو لومړیتوبونو او څرګندونو کې د تضادونو نیمګړتیاو او ستونځو شتون به ووینئ. تاسو یوازې د اسلامی نظام خبره کوئ.

په دغه مورد کې د ملت ترمنځ هیڅ مخالفت شتون نلری،  ستونځه له شرعی احکامو څخه د تعبیر او د فقهی اصولو په تشریح، کړنلارو او تګلارو کې ده. ستاسو د پخوانی اسلامی امارت له تګلارو سره د اسلامی امت اکثره علما اختلاف لری او تاسو د همدغو اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره د اسلامی امت د علماو د اجماع لپاره هیڅ نوښت هم نه دى کړى.د اسلامی شریعت په چوکاټ کې د ښځو د زده کړو، کار کولو سیاسی احزابو، حکومتی سیستم، له نړئ سره د افغانستان تړونونه، له نړیوالو بنسټونو سره د افغانستان ژمنې او د بیان د ازادی په تړاو مو دریز مبهم مجهول او یا هم ښه به وی چې ووایم سلیقوی دى. ډیرو وضاحتونو ته اړتیا لری. په دغه هکله افغان ولس او نړیوال اندېښنې لری. له ولس سره د چلن څرنګوالی ستاسو د چارواکو تر فراست او روزنیز چاپیریال پورې تړاو لری. منم چې ستاسو په لیکو کې درانه ښایسته او وړتیا درلودونکى اشخاص شته. نه یوازې په خپلو لیکو کې نیمګړتیاوې منی د خپل ولس ماتمی صورت حال د خپلو خلکو بهیدونکې وینه او د خپل هېواد د بوږنونکئ حالت درک هم لری او په دغه تړاو درد هم حس کوی، خو تر هغو چې دلته جګړه وی د ښو خلکو ټولنیزې اغیزې به محدودې وی.زه پوهېږم چې حکومتی اړخ سولې ته په واک کې د پاتې کېدو تر پولې ژمنتیا لری. هر څه قربانی کوی او په هر څه معامله کوى خو په واک باندی خبره هم نکوی.  نن له تاسو څخه غوښتنه لرم. هغه دا چې دغه مظلوم  ولس ستاسو ترحم ته اړ دى. یاد ولرئ چې له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې دلته دغه ولسوالیانې ولایتونه او کابل څو ځله د مختلفو ډلو لخوا فتحه شوى خو په مدیریت کې ټول ناکام شوی دی، ځکه چې نړول اسان او جوړول ګران کار دى.تاسو ولسوالیانې څه ولایتونه څه، ان چې کابل نیولاى شئ، خو تاسو هم د نورو غوندی له نیولو وروسته مسئولیتونو په تړاو نیمګړتیا لرئ. تاسو په یوازې سر د افغانستان د مدیریت کولو لپاره اړینه وړتیا نلرئ. پیغور نه درکوم. غبرګون مه ښئې! خو اوس د  افغانستان او د نړئ عینی واقعیتونه له شل کاله مخکې شرائطو سره د ځمکې او اسمان توپیر لری. که کورنئ جګړه پیل شوه، بیا یې پاى ته د رسولو واک ستاسو له واک څخه وزی.که درسره ومنم چې جګړه هم اتلولی ګڼل کېږی، نو راځئ اوس د سولې اتلان جوړ شئ. د سولې لپاره پلانونه او مختلفې طرحې تیارې کړئ. په هغه مواردو باندې زیات تمرکز وکړئ چې ستاسو مخالف لورئ پکې له ټکنى صورت حال سره مخ دى.هغه دا چې حکومت د سولې په نوم د سولې عالی شورا د سولی وزارت د مصالحې عالی شورا اوداسې نورادارات جوړ کړل خو د سولی لپاره یې داسې طرحه جوړه نشوه کړاى چې ملت نړیوالې ټولنې اومخالف اړخ یعنى تاسو ته د منلو وی. تاسو هم همدغه تشه لرئ. د قطر دفتر مو پرانست په سلګونو مشران مو قطر ته راوړل خو د سولی په استقامت مو خوځښت د صفر برابر دى. نه مو رغنده تګلاره جوړه کړه او نه مو په عینی واقعیتونو ولاړه طرحه وړاندی کړه. هیله مو داده چې نور دغه بن‌بست ته د پاى ټکى کیږدئ. که حکومت نه غواړی د سولی لپاره رغنده طرحه تیاره کړې نو دغه اتلولی تاسو وکړئ.خورا اړینه ده چې د طرحې په تیارولو کې د سولې او تسلیمېدو تر منځ څرګند او واضح توپیر وشی.  د جګړې د یوه اړخ غوښتنې طوعا و کرهاً د بل اړخ لخوا منل تسلیمی بلل کېږی او څه واخله څه ورکړه پربنسټ د دواړو اړخونو ترمنځ هوکړه او یا هم په الزامی توګه د مخکینی تفاهم له مخې د دریمګړی پریکړه د دواړو متخاصمو ډلو لخوا منلو ته سوله ویل کېږی. د جګړې په ډګر کې له برلاسی سره سره به دا ستاسو غټه تیروتنه وی چې د تسلیمی او یا هم تسلیمی ته ورته طرحه وړاندې کړئ. ولس یقیناً د حکومت د سترو غلطیانو له امله د سمون او بدلون په موخه په نظام کې ستاسو غوښن رول منی خو د ځنګل ویش هڅه تاسو هم مکوئ او د ستونځه د حل لاره هم نه ده.ستاسو په لیکو کې خپلسری له ولس سره ناوړه چلن، ظلم  او فساد ستاسو لخوا د ګمارل شویو چارواکو د علمی او کورنى روزنې پر بنسټ توپیر کوی . اوس هغه وختونه د تاریخ  د یادونو پاڼو ته سپارل شوی دی چې د مصلحت پربنسټ به یې حقائق پټول. اوس د خپلو نیمګړتیاو نه ارزول او په تیری باندی غبرګون نه ښودل د بې کفایته مشرتابه ثبوت ګڼل کېږی. ستاسو په لیکو کې دغه ډول خپلسری اشخاص ستاسو او ولس ترمنځ دښمنی ته لاره هواروی.

تاسو نور نشئ کولاى د جګړو داعیه پرمخ یوسئ. د تاریخ کتابونه د انسانانو د تلپاتې کرکې او نفرت له امله ویروونکې او بوږنونکې ننداره رامینځته کوی.  تاریخ د ملتونو او اشخاصو له سرکښیو او تمردی کړنو څخه ډک دى.د یو بل د وژلو پر ځاى د یو بل منلو او ژغورلو دود به د افغانی ارزښتونو ریښتینی بدلون  ته لاره هواره کړی او زمونږ ټولنه به د جنګ په اړه  ووایی:”د کورنیو اختلافاتو د حل لاره جګړه نه وه. د انسانانو د وژلو، سوځولو، له یتیمانو او کونډو څخه د خپل هیواد کورونو ډکولو ، د خلکو په رګونو کې د کرکو د ویروس پیچکاری کولو، د افغانانو کورونو ته د جسدونو او فزیکی  او روانی معلولینو رنځورانو استولو تګلاره شهامت نه وه”ولسمشر غنی ته مو هم د خپلو لیکنو له لارې ډیرې زارئ او چیغې ووهلې چې په ځانګړی ډول سولې ته د رسیدو په تړاو مو تګلارې په بې منطقه خیالی مفروضو ولاړې دی. دغه لاره ترکستان ته تللی ده چې تاسو ورباندې مکې ته روان یاست. له دې سره سره چې حق لرو خو مونږ درڅخه هیڅ نه غواړو. یوازې د سولې په هکله مو مشورې واوره، خو هیڅ مو ترلاسه نکړاى شول.د دغې جګړې له امله خو هدیرې تر کلیو پورې را ورسیدې. ولس د شهیدانو په جنازو فاتحو ستړى دى. د دغه هېواد ویاړونه افتخارات عزت وقار او هسکه غاړه اوس د نړیوالو په آند  سوالیه نښه ده. دلته روانه جګړه که مجبوری هم وی خو د ویاړ وړتیا نلری. یاد ولرئ چې  مه جګړه مو ختمه نکړه افغانستان خرابیږی او له “څه واخله او څه ورکړه” فارمول پرته له بلې لارې د جګړې ختمول ناشونئ کار دى.په اخر کې وایم چې که د وحید خبرو سره هوکړه نلرئ، نو بیا  هم د یوه ستړی شوی، ستومانه شوی، سپین ږیری شوی او ناهیلی شوی افغان د نه منلو غوښتنه یې وګڼئ، د ناوړه او د ادب له چوکاټ څخه بهر غبرګون مه ښئی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا