گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داشرف غنی لخوا دخوست هوائی ډګردڅویم ځلی پرانیستو ډرامه!
داشرف غنی لخوا دخوست هوائی ډګردڅویم ځلی پرانیستو ډرامه!

داشرف غنی لخوا دخوست هوائی ډګردڅویم ځلی پرانیستو ډرامه!

ولسمشر غنی چی د خوست هوائی ډګر د څویم ځل د پرانیستو په موخه پرون  د یو شمیر نورو دولتی چارواکو سره یوځای د خوست د نوی هوایی ډګر د پرانیستې لپاره خوست  ولایت ته راغلی ؤ په خبرو کې زیاته کړه، په لومړی ځل اوربند افغان دولت ټینګ کړ، چې هغه د افغانانو تر منځ د خبرو اترو او د یو بل د منلو ورځې شوې او دلته اختر په یو ملی جشن بدل شو او ټولې نړۍ ته ثابته شوه، چې دا یو موټی ملت دی. محمد اشرف غنی ددغه سفر په ترځ کی چی دطالب جنګیالیانو په قول له سلوزیاتی ولسوالی ګانی یی « فتح » کړی دی د پکتیا ولایت د هری ولسوالی د آزادیدو په بدل کی د هیواد زړورو افسرانو ته د جنرالی رتبه ورکول منظورکړل دخپلو خبرو په یوه برخه کی داسی وویل :

یو می نن جنرال کړ سخی جان ! نورو سره می یو تړون وکړ دپکتیا ولسوالی بیرته ونیسی نو دوی ته به جنرالی ورکړم …منې که نه ؟ دخوستوالو له شور ه ډک احساسات ! نو دغه ده . دروند ورور غفار خان را ته وویلی چی دا سمه ده دوی ته یی مبارکی ورکړه مخکی له مخکی نه مبارکی ورکړی !! خود محمد اشرف غنی چی ځان  د وسله وال پوځ اعلی  سرقوماندان او منتخب ولس مشر بولی د مبارکې ویلو په علت پوه نه شول چی د څه او څوګ یی ددغه له خطره ډک مأموریت لپاره په نظر کی نیولی دی ؟ خو هغه دادیبانو خبره چی معنی فی البطن الشاعر !دا حقیقت ټولو ته د لمر په څیر روښانه  دی چی ټول  پر ځان مین او مغرور دیکتاتوران او دتاریخ جباران د ولسونو له آرامی رویی او په ټوله کی د صبر او زغم څخه دځان او دخپلی دیکتاتوری د بقأ په موخه فائده آخلی دا د دیکتاتورانو او جبارانو په وړاندی د چاپلوسی او غوړه مالی نسخه هغه مهال مجربه ثابتیدای شی چی د وخت په تیریدو د یوی ټولنی  وګړی کالونه ، کالونه د خرافاتو، لوږې اوجهالت په تنګ قفس کی وساتل شی اوبیا نوحاکمان ، دیکتاتوران او داولسونو دآرمانونو قاتلان د تاریخ پرخونړی ستیژله دروغواولافو شافو ډکی ډرامی ننداری ته وړاندی کوی . خوست وال په هیواد مین او له قناعته د ډک تاریخ درلودونکې اولس دی چی د تاریخ په اوږدو کی یی د حاکم نظام په ملاتړ قربانی ورکړی دی .بل لوری ته هغه مهال چی د تاریخ په یوه اوږده دور کی دیوه ځانګړی نړی لید ( جهان بینی ) پر بنسټ استبداد او په ځانګړی توګه فساد په ټولنه کی وغزول شی نو په قفس کی د ایثار نسل له تیروسره اړیکه پری کیږی او هرقاتل او جابر چارواکی د له فساد څخه د ډکی اداری په ځای ، ځای کی د دروغجنو نارواو  سورو په ورکولو ځان سپین باز بولی او نور ټول په خیانت تورن ! د ښاغلی محمد اشرف غنی د سیاسی ژوند سفر هم له هم هغه مهاله چی د سپتمبر د یولسمی خونړی حادثی وروسته د آلمان هیواد دبن په غونډه کی چی د حامد کرزی په مشری د یوه مادی نړی لید ( جهان بینۍ ) پر بنسټ موقته اداره جوړه شوه نو محمد اشرف غنی چی د بن په غونډه کی د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړی استازی  لخضر ابراهیمی  سلاکار ؤ د حامد کرزی په موقته اداره کی یی  د ددغه اداری د رئیس حامدکرزی په اقتصادی چارو کی ستر سلاکار وروسته د افغانستان دمالیی وزیر ، د کابل پوهنتون رئیس ، همدا شان د هغه امنیتی عالی کمیسیون پر ریاست وګمارل شو چی باید له نړیوالو ځواکونو څخه یی افغان پوځ ته د انتقال زمینه برابره کړی وه او د افغان پوځ اړتیا وی یی نړیوالوځواکونو ته چی په افغانستان کی یی پوځی حضور درلود  ورپه ګوته کړی وای چی په خواشینی سره باید وویل شی زموږ د افغان  پوځ تخنیکی اړتیاوی یی په ګوته نکړی اودخپل تقرر په لومړی میاشت کی یی نړیوالو پوځونو  ته راپور ورکړ چی افغان پوځ  اویا ۷۰ په سلوکی د ځان څخه ددفاع توان لری . داپه داسی حال کی ؤ چی نړیواله ټولنه حاضره وه د افغانستان وسله وال پوځ چی دداخلی جګړو پر مهال په  پاکستان کی د فولادو او اوسپنی د ویلو کیدو په بټیو کی ویلی شوی ؤ له سره په پښوودروی خو د ښاغلی اشرف غنی په دروغجن سیاست له افغانستان څخه دغه فرصت له لاسه ووت او تردی چی په  ۲۰۱۶ میلادی کال کی هغه مهال چی جنرال شیر محمد کریمی د افغانستان لوی درستیز اودفاع وزارت سمبالونکی په توګه دافغانستان ولسی جرګی ته ورغوښتل شوی ؤ په بدخشان او کونړ کی د افغان سرتیرو د بی رحمانه وژنی  او هغوی ته  د هواېی ځواک او پوځی الوتکو دنه ورلیږلو پوښتنه راپورته شوه نو ښاغلی جنرال کریمی د افغانستان د ملی وحدت د حکومت لوی درستیز ځواب داؤ چی زه باید په ډیره خواشینی سره ووایم چی د افغانستان وسله وال پوځ د جنګی الوتکو څخه بی برخی دی خو موږ یوازی څلور ترانسپورتی الوتکی پر ماشینګڼو سمبال کړی دی چی څلور واړه یی د افغانستان په څلورو زونونو کی د تیارسی په حال کی دی . په هرحال په همدغه روحیه یی یوځل بیا خوست ته سفر وکړ او د خپلو خبرو په ترځ کی یی په ظاهری بڼه هغه فرمان هم ملغی اعلان کړ چی د پخوانی ټګمار او قمار باز حامد کرزی لخوا یوه تن د ځاځیو اوسیدونکی ته ورکړای شوی وه چی ګنی په  مزارشریف کی  به د څو سوه جریبه ځمکی په بدل کی په خوست کی ځمکه ورکوی . او دا خبره یی هغه مهال وکړه چی یو تن د خوست میشته منګلو یوه  مخور ورته وویل چی :

موږ د خوست له ځمکو دلویشت ، لویشت څخه دفاع کوو او هیچاته به دا اجازه ورنکړو چی د خوست یوه لویشت ځمکه دی غصب شی او انشألله ټوله اداره له ولی صاحب څخه نیولی تر قوماندان امنیه پوری زموږ سره په دغه مبارزه کی ولاړدی او دغاصبینو مخه یی هم نیولی ده . خو ځینی اشخاص او افراد موجود دی چی دخوست ځمکه قیمتی ده او دا قیمتی ځمکه دبل ولایت راوړی اوپه خوست کی یی دتبادلی په نوم چی دمزار د کی قیمت لس لکه افغانۍ دی او د خوست دځمکی قیمت ۲۰۰ لکه افغانی دی ….نو موږ هیچاته اجازه نه ورکوو چی د خوست ځمکی دی په هغه او دغه نوم غصب کړی اویا دی تبادلی په نوم یا دبل څه ! ددی خرو په ځواب کی ولس مشر اشرف غنی وویل چی :دخوست د ښارپلان برابر شوی ځمکه دخوست به دخوستیانو وی په خوستیانو به پلورل کیږی خوستیان به یی آبادوی !اول هیڅوګ له بل ولایت نه له بل ځای نه دخوست دبدلون دځمکی امرنه شی ورکولای دا دافغانستان دکابینی هدایت غواړی هربل چاچی هدایت ورکړی لغوه ده .که څه هم ټول پوهیږی چی ددغه شعارونو مصرف د خوست دغیرتی اولس د غولولو په موخه دی دا ځکه چی ټول په دی پوهیږی قمارباز حامد کرزی چی پر نوم یی د همدی اشرف غنی په لومړیو ورځو کی د کابل نړیوال هواېی ډګرونومول شو

او همدا اوس یی یو د کابل بانک نامتوغل محمود خان کرزی د اشرف غنی له لوری د ښار او کور جوړونو د وزیر په توګه ټاکل شوی دی او همدا اوس هم داسی راپورونه موجود دی چی محمود خان کرزی په  خوست او ټول افغانستان کی د ځمکو او ښارګوټو د  مافیا یوه لویه  برخه جوړوی . که په رښتیا هم ولس مشر صاحب په دی وعده کی رښتینی وی نو لږ تر لږه څو کاره دی وکړی چی لومړی دی د وزیرانو دشورا په هغه پریکړه له سره غور وکړی چی ددغه مشهور قمارباز نوم یی د کابل پر نړیوال هواېی ډګر ایښی دی او بیا دی له ښار جوړولو له وزارت څه د دغه قمار باز د ورور محمود خان کرزی د عزل فرمان ورکړی . خو موږ او ټول اولس په دی پوهیږو چی غوا توره او شیدی یی سپینی دی .

لکه څنګه چی خبر یاست دا څویم ځل دی چی  په خوست کی د هواېی ډګر او غلام خان بندر په نوم د افغانستان د اسلامی دولت دجمهور رئیس محمد اشرف غنی لخوا د رسمی پرانیستو مراسم تر سره کیږی لومړی ځل دری کاله پخوا هغه مهال چی له ډاکتر عبدلله عبدالله سره نوی د یوه توافقی حکومت د مشرپه توګه د خوست د هواېی ډګر ، دبرښنا سب سټیشن ،  غلام خان بندر د رسمی ترانزیت او داسی نورو راز راز غولونکو پروژو د افتتاح په موخه خوست ولایت ته یی  د سلګونه ډوډی مارو په ملتیا سفر کړی ؤ دخوست هواېی ډګر هم په رسمی توګه پرانیستل شو او داسی ښودل کیده چی ګنی نور به په اماراتو او نورو هیوادونو کی خوستی هیواد وال نیغ په نیغه د خپلو کورنیو په غیږ کی را کوزیږی . خو وروسته څرګنده شوه چی دا یوازی یو تجارتی اعلان ؤ او اصلأ له نوری نړی سره د خوست دنړیوال هواېی ډګر دتګ او راتګ په هکله هیڅ شانی اړیکی نه وی تنظیم شوی  نو ځکه خو پر اشرف غنی او دهغه پر حکومت د خوستوالو په ګډون د ټول افغان اولس که په هر قوم او ټبر پوریی تړاؤ درلود وار په وار د باور او اعتماد رسۍ په پری کیدوشوه چی په پای کی  د څویم ځل لپاره یوځل بیاهم په دوه ؤ برخو کی ددغه کومیډی د اجرأ تعبیه ونیول شوه چی داځل یی په نوی او مدرنه بڼه ورته د عمل چاپیریال برابرکړ داسی چی په عاجله توګه  یی  د عربی متحده اماراتو دوبې څخه خوستی مسافر د آریانا افغان  ۴۰۲  الوتنی  په وسیله چی د کابل هوائی ډګر ته یی الوتنه درلوده د خوست له لاری په اونی کی دوه الوتنی په پام کی ونیوی ترڅو وکولای شی ددغه ډرامی دوهم پړاؤ په بریالیتوب سره سرته ورسیږی .؟ هسی خوداریاناافغان هواېی شرکت په خپله انټرنیټی پاڼه کی دغه اعلان په لاندی  توګه کښلی دی :  

 دخوست ولایت اوسېدونکو ته ځېری!

د دُبی – خوست – کابل الوتنې

هره اونی دوه الوتنې د شنبې او پنج شنبې په ورځ

په آنلاین بڼه د ټکټ اخېستلو لپاره زمونږ ویبسایټ ته مراجعه وکړئ.

برای اخذ تکت به شیوۀ آنلاین به ویبسایت ما مراجعه نمایید.

خو دافغانستان اوسنیو شرائطو ته په پام سره هیڅوګ نه شی ویلای چی د دوبی –خوست – کابل لړی به څومره دوام وکړی ؟ اویاهم  داریاناافغان الوتنی په انټرنیټی سایټ کی دغه اعلان څومره د باور وړدی ؟که څه هم ولس مشرمحمد اشرف غنی لومړی تورن دی چی ګنی له پاکستان سره یی د ډیورند پرتاریخی کرښه هوکړه  کړی او د افغانستان په تاریخ کی به دهغه یعنی اشرف غنی نوم د دوهم شاه شجاع او حامد کرزی تر څنګ په تور رنګ ولیکل شی . دا ځکه چی حامد کرزی او محمد اشرف غنی دواړو چی یو پر بل پسی د افغانستان د بربادی عامل ګڼل کیږی  د نړیوال استعمار له لوری د هغوی د غښتلیو بړیڅو په توګه د بن د تاریخی کنفرانس د پریکړو په پیلو کی یو په بل پسی د نوی استعمار او نړیوال پانګوال نظام له لوری زموږ دویاړلی هیواد دمادی اومعنوی شتمنیو اوارزشونو د تباهی سبب ګرځیدلی دی . دا داسی انګیرنه ده چی ګنی د ګاونډی هیواد پاکستان نظامی او امنیتی دکتورین د ډیورنډ پر خط را څرخی او دپاکستان په څیر  مکارګاونډی  دښمن اوس هم د ډیورنډ د کرښی خوبونه وینی . خو واقیعت دادی چی د ډیورنډ کرښه هغه مهال د پاکستان د استراتیژیک او امنیتی دکتورین برخه وه چی دافغانانو په رګونو کی د وطن پالنی او ایمان جرقی ځلیدی او د افغانستان دروازی چی د ختیځ او لویدیځ په لور پرانیستی وی نو د پاکستان مالونه به د افغانستان په بازارونو کی دوهم لمبر او یا هم په مروجه اصطلاح دیسی ګڼلای شول .او افغانانو ددی توان درلود چی د نوری نړی په څیر دخپلی کوډلی څخه په افغانی هوډ ساتنه وکړی . په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو کی چی زموږ پر ګلالی وطن کوم اور لګیدلی دی دهغی په ډالری او نورو راز راز اورونوپه  لمبو کی زموږ غیرت او دوطن پالنی حساسات وسوزیدل . او زموږ د قوت هډوکی چی غلیمان به تری په ډار ؤ د الوتکو ، توپونو ، او نوری  راز وسلی د پاکستانی غلیم په کارخانو کی ویلی کیدل نو دغه حالت د پاکستان امنیتی دکتورین ته چی یوه برخه یی دډیورنډ ناولی کرښه وه بدلون ورکړ. اوهغوی به په ډیر ویاړ سره د افغانستان ورکډه شویو مهاجروته هغه مهال چی دډیورنډ کرښه به یاده شوه په ډیره سپین سترګی  سره دا خبره کوله چی  « یار تاسو د پُل آټک په فکر یاستی او موږ د پٌل مټک » * باید وویل شی دابه هم څو شیبی  ؤمنو چی ګنی د ډیورنډ کرښه د پاکستان د استخباراتی استراتیژیی یوه لویه برخه ده اوپاکستانی جنرالان هڅه کوی په ا فغانستان کی  داسی یو حکومت راشی چی دغه دډیورنډ کرښه په رسمیت ؤپیژنی نو ددی کا رلپاره خو په افغانستان کی یوه داسی لاس پوڅی حکومت ته اړتیا لری چی په مشروعه توګه دغه کرښه په رسمیت ؤپیژنی . نه دطالبانو په څیر هغو ډلو ته چی د واک ته درسیدو لپاره په بی رحمی سره خپل مخالفین وژنی .  د ګاونډی هیواد پاکستان اصلی چارواکی چه د پاکستان پوځ دی هیڅکله هم زړه ښه نکړی ځکه هغوی تر بل هرچا ښه پوهیږی چی یوازی د ګاونډیانو سره د هغوی د کمزوریو په پیژندګلوې او په نښه کولو دخپلو ګاونډیانو سره ژوند وکړی . چی په خواشینی سره باید وویل شی د پاکستان له بنسټ  ایښودنی له لومړیو شیبو یی زموږ د هیواد د وګړو په رګونو کی د باد کولو چی په عامیانه ژبه ورته « بآټ » هم واېی جراثیم په نښه کړ او ددی جراثیم د غښتلی کیدو لاری چاری یی هم د افغانستان او سیمی په تاریخ د یوه بی خونده ګاونډی په توګه په وار ، وار وا آزمائیلی چی دادی نن  ګوروچی زموږ د قوت او ملی عزم هډوکی یی په راز راز بهانو او پلمو د خپلو کارخانو خوراک کړل . کیدای شی د ولس مشر محمد اشرف غنی مقصد به له داسی ویلو چی ګنی له ما سره ژمنه وکړی چی دډیورنډ کرښه مو نه ده منلی ! کم او زیاته پر افغانستان د طالبانو د واکمنې مهال  وی چی احتمال یی کم دی خو بیاهم باید وویل شی ښاغلی ولس مشر چی پکار وه دؤلس دلاری څراغ وای دده دغه شانی غولونکی اظهارات یوازی د نولسمی او شلمی پیړی د ښکیلاک او استعمار څرګندوی دی چی هیڅکه هم  د افغانستان په څیر دیوه ځپل شوی هیواد له ولس مشر سره نه ښاېی .خو ددی تر څنګ باید وویل شی کله چی ولس مشر اشرف غنی پاکستان ته سفروکړ او د معمولو تشریفاتو ترڅنګ  په راولپنډی کی د پاکستان  پوځ مرکزی دفتر ته ورغی او ورپسی د پاکستان یو پوځی پلاوې کابل ته راغی په کابل کی یی د  افغانستان له امنیتی چارواکو سره  د بارډر منجمنټ  Border Management  په نوم قرارداد لاسلیک کړ او پر همدی بنسټ  یی د ډیورند له کرښی آغزن تارونه وغزول چی همدا د محمد اشرف غنی له لوری د ډیورڼد کرښی د پیژندګلوی په معنی تعبیر کړای شوه . چی  وروسته  دافغانستان پخوانی نامتو قمارباز او ارباب حامد کرزی چی دده دواکمنی په مهال یی دننګر هار ولایت یوه سرحدی ولسوالی پر پاکستان خرڅه کړی وه  ددغه قرار داد په هکله غبرګون وښود او دیوه مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی وویل :

داچی پرون زموږ دحکومت مأمورین ورغلی ؤ اوهلته یی د پاکستان له صدراعظم سره په ډیورند باندی سرحد ولیکی دا افغانستان ته خیانت دی . داخیانت افغانانو د ګندمک د معاهدی راپدی خوا منلی نه ده هرحکومت چی هر څه کوی ودی کړی افغانان یی منی نه او نه یی ده منلی ! وروسته د ډیر ژر د خیالی مکتبونو طراح او د حامد خان کرزی په لاسونو جوړی شوی مافیا د کوڅی خدای نظر خان نامتو لوبغاړی  فاروق خان وردګ له هغه تلویزیونی شبکی سره چی د ارباب حامد کرزی له لوری تمویلیږی داسی وویل : دا وروستی چی جناب جلالتماب رئیس کرزی کوم موقف ونیوه دافغانستان د خرڅولو د مخنیوی !افغانستان خرڅ ؤ افغانستان په ISI (دپاکستان د پوځ استخبارات ) باندی خرڅ شوی ؤاو پیسی یی مخکی آخیستل شوی وی هغه چا چی په دوبی کی پیسی ورکړی وی هغه هم ماته معلوم دی د پیسو تعداد یی هم راته معلوم دی چا چی پیسی دافغانستان په همدی هوکړه لیک باندی آخیستی داماته معلوم دی …دنظام مینځ کی هغه خلک چی له داخل نه تخریب کوی پس له دی نه به څوګ صبر ورته نه کوی تحمل به یی نلری پوه دی شی چی هرڅوګ چی دی که ونه دریدل سبا به یی مخونه تور وی موږ یی په خروباندی به چپه نه ګرځوو مګراولس به یی مخونه تورکړی .هیڅوګ پوه نه شول چی د ولس مشر محمد اشرف غنی دنظام په مینځ کی له تخریبکارانو مقصد څوګ دی او لومړی به د چا مخ ورتوروی اود ولس مشرپه قول پر خره به سپاره وی؟ هغه څوګ چی ویل یی

زه به هیڅکله هم له عبدالله عبدالله سره شریک حکومت جوړ نه کړم ځکه چی تاسو بیړنی حرکت غواړی ، تاسو ګړندیتوب غواړې ، یو خدای یو حکومت ، یو ولس مشر !مقصد د نظام په مینځ کی له تخریبکارانو څوګ دی ؟ له چی د یوچا ګټی د دوستې او دښمنۍ معیاروی  او دا خبره چی موږ دائیمی دوستان او همیشنی دښمنان نلرو ستاسو له رسمی مکروفونو او منبرونو تکرار یږی نو آیا فکر نه کوی چی دافغانستان په څیر له چل ول ډکه ټولنه کی به ستاسو ننی دوستان ستاسو پرونی دښمنان ؤ ؟

دبیلګی په توګه همدا ستاسو نازولی لومړی مرستیال امرالله خان صالح چی پرون یی تاسو بی عقبی او له سیاسی وجاهته بی برخی بللی خو نن ستاسو سره پرترڅنګ دریدو ویاړی .کیدای شی تاسو چی د  ؤلس پیژندنی ماهر یاست دی کله مو هم دغه معادلی ته پاملرنه نه وی کړی چی د اوسنۍ نړېوال  مافیا یی نظام  روح پرهمدغه سیاست او استراتیژۍ  ولاړ دی چی نن یی ستاسو په سیاسی قلمرو کی  د ریأ او درواغو په مټو د قدرت او ثروت غوړه مالان زمزمه کوی اوستاسو ترڅنګ دریدل ورته دنیوی او اخروی اجر ښکاری 

* آټک د ډیورنډ کرښی د سره جوخت د لوی دریاب نوم دی او پول مټک هم د افغانستان د شمال دروازه بللی شی !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا