گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سهیل شاهین:پرامارت یاجمهوریت خــبـرو اتــرو ته چـــمتو یو !
سهیل شاهین:پرامارت یاجمهوریت  خــبـرو اتــرو ته چـــمتو یو !

سهیل شاهین:پرامارت یاجمهوریت خــبـرو اتــرو ته چـــمتو یو !

سهیل شاهین چی ځان  د طالب  جنګیالیو پخوانی ویاند او د هغه تحریک د مرکزی شوری او له افغان حکومت سره د مذاکراتی پلاوی غړی بولی د پاکستان د مشهوری تلویزیونی شبکی جیو نیوز د نامتو خبریال او څیړونکی سلیم صافی سره چی دهغه تلویزیونی شبکی د جرګی د پروګرام متصدی او چلؤو نکی دی دیوی مرکی په ترځ کی د سلیم صافی ددی پوښتنی په ځواب کی چی ګنی تاسو پوهیږی چی اشرف غنی او حکومت یی ځان د افغانستان منتخب حکومت بولی پوهیږی چی که یوه انتقالی حکومت ته غاړه کیږدی نو دهغوی د  حکومت ټغر به ورټول شی او تاسو هم په داسی حالت کی نه ګوری چی ګنی تاسو به دخپل دغه ډاډ څخه تیر شی چی که نن وی او یا هم سبا پر کابل به ستاسو پر مګولو کی لویږی نو دڅو میاشتو راپه دی خوا چی په قطر کی ستاسو خبری اتری جاری دی تر اوسه پور یی د ځانګړی پر مختګ نښی نه په سترګو کیږی . چی تاسو پر اسلامی امارت ټینګار کوی او اشرف غنی وایی چی دده حکومت مشروع او قانونی حیثیت لری او هغه کسان باید زموږ سره یوځای شی .  په تیرو اوو میاشتو کی هیڅ شانی پرمختګ پر سترګو نه شو نو اوس به څنګه او پرکوم بنسټ  هیله ولرو چی تاسو دخبرو اترو له لاری د مسألی حل غواړی ؟ او آیا تاسو له اسلامی امارت څخه را دی خوا پر کومه خبره سلا کیدو ته تیار یاستی ؟

صافی صاحب کله مو چی د مقابل لوری څخه د خبرو اترو په درشل کی انعطاف پر سترګونه شی دایو حقیقت دی او هغوی ( ددولت مذاکراتی ټیم ) ځینی خنډونه هم رامینځ کوی خو څنګه چی ددوحی په تړون کی ذکر شوی دی چی د بین الافغانی مذاکراتو وروسته به ددریو میاشتو په اوږدو کی زموږ ټول بندیان را خلاصیږی خو هغوی دا ونه کړل او ترڅنګ یی هغه دتور لیست خبره هم پر ځای ولاړه ده چی پر بنسټ به یی افغان حکومت مرسته کوی . خو زموږ پالیسی او استراتیژی اوس هم پردی بنسټ ولاړه ده چی موږ په افغانستان کی دیوی دوامداره صلحی غوښتونکی یو خو هغی ته رسیدل ترهغی ممکن نه دی چی تر څو په افغانستان کی دټولو ډلو ترمینځ خبری اتری ترسره نه شی او دیوی مذاکراتی اجندا په ترځ کی یوه عملی او دائیمی حل ته ونه رسیږو . موږ باور لرود  افغانستان په تاریخ کی چی څومره حکومتونه راغلی دی د حزب دموکراتیک څخه رانیولی د مجاهدینو او حتی د افغانستان تر اسلامی امارت پوری پر افغانستان دیوه ګوند قبضه وه چی بی له شکه په افغانستان کی  سوله رانه غله . دا زموږ لید لورې دی . پرهمدی بنسټ موږ داسی پالیسی جوړه کړه چی دمذاکراتو له لاری حل ته درسیدو غوښتنه کوو . ځکه موږ پوهیږو چی په افغانستان کی یوه دائیمی سوله په افغانستان کی بر بیا رغونه ترکیز ، دنورو هیوادونو د مداخلی مخنیوی ، په داسی حالت کی کیدای شی چی په افغانستان کی یو اسلامی حکومت رامینځ ته کړو او دهغی درامینځ ته کولو یوازینی لار د مذاکراتو لارده.لکه څنګه چی ګورۍ کله چی سلیم صافی دجیو تلویزیونی کانال د جرګی د پروګرام چلونکی له سهیل شاهین څخه ؤپوښتل چی : داکار هلته امکان لری چی ټولی افغان ډلی ستاسو په شمول جمهوریت ته چمتوشی او د امارت پر ټینګیدو اصرار پریښودل شی نو آیا تاسو پر ټاکنو باورلری  ددی ترڅنګ چی   داسلامی اصولو سره سم مو داساسی قانون بدلون منلی دی خو آیا تاسو د انتخابی عمل او جمهوریت لپاره حاضر یاست ؟ ښاغلی سهیل شاهین په ځواب کی داسی وویل : ګورې دلته دوه ټکی دی یوتاسو وویل چی اسلامی امارت ! دا درسته ده چی موږ اسلامی امارت یاستو او پر هغی موخپله  اجندا جوړه کړی ده خو موږ وایو چی موږ خپله اجندا دخبرواترو میز ته راوړو داچی مقابل لورې خه اجندا که دموکراسی او جمهوریت وی که بل هرڅه ، د مذاکراتو میز ته به یی راوړی همدا ډول به یی موږ هم راوړو ، خو موږ هیڅکله نه وایو هغه چی زموږ اجنډا ده هغه به ضرور منل کیږی ! نه موږ خپله اجنډا پرنورو نه تحمیلوو موږ وایو هر هغه پریکړه چی د خبرو اترو پر میز د حکومت دڅرنګوالی په هکله ترسره شی موږ ته دمنلو وړده کله چی دواړه مذاکراتی ټیمونه پری اتفاق وکړی . خو موږ له لومړی سره پر دی ټینګار کړی دی چی نظام به اسلامی وی داځکه ټولی قربانیانی چی دشلو کالو را پد ی خوا مو ږ ورکړی دی او یاهم پخوا د څلویښتو کالونو راهیسی  د روسی یرغلګرو په وړاندی د مجاهدینو لخوا ورکړل شوی دی د ټولو مقصد او هدف په افغانستان کی داسلامی نظام حاکمیت ؤ چی هیڅکله هم موږ پر هیچا هم د حکومت څرنګوالی نظریه (امارت ) پرزوره نه تحمیلوو او دابه دروانو مذاکراتو موضوع وی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا