گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبانو ته داسلامی نظام په سر دســازش دنه کـــولو مشـــوره !
طالبانو ته داسلامی نظام  په سر دســازش دنه کـــولو مشـــوره !

طالبانو ته داسلامی نظام په سر دســازش دنه کـــولو مشـــوره !

سیاسی نظام او د حکومت د چارو اخېستل،  د جناب نبی کریم ( ص ) د دعوت، جګړې او سولې په ستراتیژیانو کې بنستیز هدف وو.طالبان باید د داسی یوه نظام په رامنځته کولو  او جوړولو کې اصلی،  اساسی او رغنده کردار ولوبوی، چې پایله یې افغان وطن ته لږ تر لږه د ۱۰۰ کلن ثبات د راتګ لامل شی.له ۱۷۹۰ کال څخه چې کله د وخت انګریزی او روسې ابر ځواکونو د جغرافیا، ثروت او قدرت له دریځ څخه د خپل بهرنی سیاست بنسټیزی کرښې ټاکلی، هژمونیک لیدلوری او ستراتیژیک دوکتورین یې ترسیمول نو روسانو په افغانی جیوپولټیک کې د مرکزی، ځواکمن او تصمیم نیونکی افغان حکومت د نه شتون له امله، د بفر یا حایل تر منزوی زیندانه، د محدودلو سیاست اختیار کړل.وروسته روسانو په ختېځی اروپا، اوسنی اوکراین او یوشمیر نورو سیمو کې د خپلو بوختیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ د افغانستان په سر معامله وکړله، چې پایله یې د امیر شیرعلی خان سره ټکر، په ۱۸۷۹ ز کال کې په ګران وطن فرنګی یرغل او په ۳ ټوټو د افغانستان تر وېش او تجزیی پورې شومی استعماری هڅې او طرحې شاملی وی.اوس چې د ۳ افغان ـ انګریز جګړو، تزاری یرغل او تازه د امریکایی اشغال  د ماتی په دریځ ولاړ  یوو، نو دا په ټولو دینی فرض او ملی ـ تاریخی قرض دی چې د اسلامی او  ملی اقدارو او  د افغانستان د تاریخی ثبات په رمزونو برابر سوچه اسلامی او افغانی نظام رامنځته کولو په لار کې هېڅ ډول غفلت او کمی ونه کړو.زه له طالبانو  هیله او غوښتنه لرم  چې په دې برخه کې د افغانستان په خیر خپل جدی او قاطع دریځ همداسی وساتی، تری تیر نشی، یو انچ سازش پرې ونه کړې او نه دې پریږدی چې د لسګوونوو زرو افغانانو په وینو،  هیلو، سرښندنو او زحمتونو  ګټلی تاریخی یون یې څوک ترې د کاذبو، احساساتی او عاطفی مصلحتونو په ترڅ کې غلا کړې.د حدیبیی له سولې د مکی تر فتحی او  تر هغه وړاندی او  وروسته چې کله هم  د نبی کریم ( ص  ) د ستراتژیکو دوکتورینو، کرښو، کردارونو، غبرګونونو،  تعامل، هوکړو او ایتلافونو جاج واخلو، نو پوهیږو چې د دې ټولو راز او موخه د نبوی سیاست له دریځ د یوه مظبوط، تعریف شوی او باثباته نظام ـ حکومت  رامنځته کول، ټینګول  او په پښو درول  وو.طالبان اوس د حدیبیی له دریځ څخه د مکی او خیبر په داسی غالب دریځ کې دی چې د  وطن د  وراثت، کفالت  او د تیر ۴۰ کلن  ناورین د درملولو، ګنډلو او مراندو تړلو تاریخی مسوولیت ور تر غاړې دی.کوم چې په دې مهم ډګر کې د امریکا او  ۴۸ متحدینو له یرغل اواشغال څخه وروسته تر ټولو اساسی کارچې باید  وکړی، د سیاسی نظام او دهغه د محتواه سره سم حکومت رامنځته کول دی.زما وړاندیز دا دی چې د افغانستان قومی، اتنیکی، حساس جیپولټیک  او نازک  سیاسی حالت ته په کتو سره دا مهمه دی چې یو داسی نظام رامنځته شی چې بهرنی سیاست او نظامی دریځ یې د ایران واکمن مذهبی نظام ته ورته وی، کورنی اداری او اجرایوی جوړښتونه یې هم  ګنډلی او د هېواد په لویه کچه سیاست، اقتصاد او امنیتی اوبدنې حساسیتونه، لومړیتوبونو او ضرورتونه پکې مدغم او حل شوی وی.هغه ملتونه چې د تاریخ له بد تکرار څخه یې ځانونه ژوندی او بریالی ایستلی، هغوی کوم خارق العاده او معجزه پنځونکی کار نه دی کړې،   بلکی له پرونه یې زدکړه کړې، د بدلون او تصمیم په کار کې قاطع وو او په  ټوله کې د خپلو باورنو، آرمانونو او ایډیالونو د دښمنانو او مخالفینو چلوټیو ته یې د تسلیم او سازش سر نه دی ښورولی.هغه چې په دې برخه کې د کوبا د کاسټرو، د سینګاپورد لی کوان یوو،د چین دماوتڅه، د هند د ګاندی، د سویلی افریقاه د نېلسن مانډیلاء، د ونزویلاء د هوګوچاویز،داندونیزیا د مهاتیرمحمد، د ترکیی د نجم الدین اربکان اودایران د روح الله خمینی هغه یې اوچتی، ملموسی او بریالۍ بېلګی دې.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا