گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » که مــــو لـــه نــړۍ ســـره پـــه هسـکه غــاړه ژونـد خوښـېږی نــو.
که مــــو لـــه نــړۍ ســـره پـــه هسـکه غــاړه ژونـد خوښـېږی نــو.

که مــــو لـــه نــړۍ ســـره پـــه هسـکه غــاړه ژونـد خوښـېږی نــو.

په سیاست کې مو د پوخوالی څرک ولې نه لګېږی؟ زمونږ چارواکی له نړیوالو سره د سیالی کولو پرځاى د مرستو په بدل کې په مکرر ډول د سمون  ژمنې ولې کوو او له خپلو خلکو سره مو په څه جګړه ده؟نه پوهېږم چې لاملونه به د پوهنې ښکته ګراف، طبعی پیدایشى ځانګړتیا، جینیټیکی اړخونه او که بل څه وی، خو عموماً په معتقداتو، سیاستونو، تعلقاتو او تعاملاتو  کې احساساتی چلن کوو او د افراطیت خوا نیسو. دغه احساساتی چلن او افراطی اړخ  نړیوالو ته زمونږ د ټولنې په هکله عیبجن انځور وړاندې کوی.ارزښتونو ته د ژمنتیا کچه مو یوازې دومره ده چې که څوک په سیاسی تقابل کې راسره قرار ولری او په تاوتریخوالی ولاړ ذهنیت مو وننګوی نو ددغو ارزښتونو د دښمن په تور یې تورنوو او ګواښولو ته یې مشروعیت پیدا کوو.

که زمونږ په ټولنه کې د سیاسی دښمنی اوسنیو څپو ته ځیر شو نو پوهیږو چې زمونږ په فکر او عمل کې احساسات او د افراطی اړخ شتون مونږ ته خورا زیات زیانونه را اړولی دی. عجیبه خو لا داده چې دلته د نا زده کړو خلکو په پرتله د پوهې او تجربې درلودونکی خلک ډیرې احساساتی څرګندونې کوی او د افراطیت په ویروسی رنځ اخته دی.ولسمشر غنی په اکثرو بین الافغانی ناستو کې احساساتی خبرې کوی، خو احساساتی څرګندونې واقعیتونه نشی پټولاى. که د طالبانو لخوا د خپلو ولسوالیو نیول شجاعت نه ده، نو د ولسمشر لخوا د موقت حکومت جوړولو ته سکوټ منفی ځواب او د طالبانو ځپلو ګواښونه هم د شهامت خبره نه ده.کله کله د حکومتی اړخ لخوا د باعزته سولې خبره اورم. سوله خو له متخاصمو خواو څخه د انعطاف ښودلو، له ځینو غوښتنو تیریدو او د ځینو ترلاسه کولو ته ویل کېږی.د دښمن تسلیمېدو ته سوله نشو ویلاى. زه نه پوهېږم چې بى عزته سوله یعنې څه؟ ایا د افغانانو ترمنځ روانه جګړه باعزته ده؟

امرالله خان د ولسمشرى د مرستیال په حیثیت د بادغیس یو مشر څارنوالی ته د ورپیژندلو پرځاى  جهنم ته  د استولو فلمی اصطلاح کاروی. د نوموړی منصب ته په کتو د محاکمو په شتون داسې څرګندونې زمونږ د هیواد اوسنى ټکنى سیاسی او امنیتی وضعیت لا نور خرابولاى شی.ځینې لوړ پوړی امنیتی چارواکی د اوسنی وضعیت په تړاو غیر موجه تحلیل کوى. د ولسوالیانو د سقوط کله د پلان برخه ګڼی او کله بیا وایی چې د طالبانو تیز جنګی پرمختګونه ورته له توقع څخه بهر وو. د لوړې کچې له مسئول مقام څخه دغه ډول غیر مسئولانه څرګندونې د ولس اندېښنې حتماً را پاروی.طالبان د احساساتو  په نیلی سپاره د ولسوالیو نیولو ته یې زور ورکړى او متأسفانه همدغه د بریا لاره ګڼی.

زه پوهېږم چې د حکومت لخوا هم د سولی په وړاندې خنډونه اچول کېږی خو که طالبان واقعاً سوله وغواړی له جګړې پرته نورې ډېرې لارې شتون لری چې مخالف اړخ سولې ته مجبور کړاى شی. په یوه ویدیویی پیغام کې د طالبانو د یوه لوړ پوړی مشر د استدلال کچه دومره سطحې او  احساسات دومره لوړ وه چې خپلې ډلې ته یې د سترو ښارونو سپارل له تاوتریخوالی څخه د نجات یوازنى لاره ګڼله.د سولې په تړاو له دواړو خواوو سره د بشپړې طرحې نشتون، د کابل میشتو  سیاسیونو ترمنځ د اجماع نشتون ته حکومتی غبرګون د سیاسی تقابل لپاره لاره هواروی. نه پوهېږم چې زمونږ سیاسی مشرتوب به کله د احساساتو له دلدل څخه راکوزیږی؟ کله به له وخت او عینی واقعیتونو سره سم سنجول شوی غبرګونونه ښئ؟ کله به د امنیتی سیاسی او ټولنیز بحران د مخنیوی لپاره دقیقه محاسبه کوی، کله به د بالمقطع او سلیقوی چلن له دائرې څخه راوزی؟ او اخیر زمونږ د واک او ځواک وږی تږی خلک به کله مړیږی؟زه منم چې ختیځ او لویدیځ ګاونډیان مو له څو لسیزو راپدیخوا په افغانستان کې د غلطو تاکتیکونو په کارولو خپلې ناروا ګټې ترلاسه کول غواړی.  افغانستان یې د نیابتی جګړو تنور ګرزولى دى، مګر د دغو لاسوهنو د مخنیوی لپاره په کور دننه د خپلو نیمګړتیاو لټون او د کورنیو ستونځو حل اړین دی. لمړى باید خپل کور جوړ بیا له ګاونډیانو سره د حساب برابرولو تابیا ونیسو.  فعاله دیپلوماسی او د متقابل عمل په تر سره کولو باندې تمرکز د ستونځو د حل لپاره ګټور ثابتېداى شی. متأسفانه زمونږ د سیاسی مشرانو سلیقوی او متزلزل  غبرګون داسې وی چې کله د رقیب د یوې له مکره ډکې خندا او دروغجنې ژمنې ته نڅېږو، خو کله چې ضربه ووینو نو چیغې پیل کړو.که موضوع را غونډه کړم نو باید ووایم چې که له ګاونډیانو او نړئ سره سیالی کول غواړو، که د پردیو لاسوهنو ته خاتمه ورکول غواړو، که د پردیو له خیرات څخه د خپل ولس خلاصول غواړو، که د خپلواکی کچه لوړول او په هسکه غاړه ژوند کول مو خوښیږی، که یو موټئ هیواد جوړول غواړو، نو ټول به له استثنا پرته  خپلمنځی شخړې ختموو.  د سولی قیمت به ورکوو او هر څوک به قربانی به ورکوو.د پاروونکو او له هیجانیت ډکو رسنیزو څرګندونو پرځاى د هر پردی متعرض هیواد په مقابل کې په متقابل عمل لاس پورې کول زمونږ حق دى خو دا هغه مهال ممکن دى چې په کور دننه ستونځو ته د حل لاره پیدا کړو.افغانان د یو بل له منلو  او د ګډو ملی ګټو لپاره په دغه هیواد کې له ګډ کار کولو پرته بله د بریا او عزت لاره نلری. زمونږ  دواړه خواوې سولې ته د واک قربانی کولو لپاره تیاری نلری. د سولی په وړاندې خنډونه اچول یې ولس ته مشهود دی. که لږ سنجول شوى فکر وکړو نو پوهیږو چې موجوده حکومت د پراخ مالی او اداری فسا دداخلی اختلافاتو له امله مطلقاً ناکام دى په شتون کې یې سوله راتلل له امکان څخه لرې خبره ده.

همدغه شان د زور له لارې ارګ ته د طالبانو په رسیدو کې د سولې تمه خوب او خیال ده.له ملی جوړښتونو، نزاکتونو او بین المللى تړونونو او حساسیتونو سره  نابلدتیا، ویروونکې ماضی، خشن ولسی چلن، د واک انحصار او افراطی ذهنیت د طالبانو د ناکامی عمده اړخ جوړوی. پراخ فساد، د ډیرو چارواکو دوه ګونې تابعیت، له هیواد سره د تعهد نشتون، د ملی ګټو په هکله د پوهې نشتوالئ، د افغانی دودونو په تړاو مطلقه ناخبری، په پردئ ټولنه کې روزنه، د دروغو لمن نیول، د دیانت ټکنى اړخ او د دیموکراسی له دعوو سره دیکتاتورانه طبیعت د موجوده حکومت د ناکامی لاملونه دی.په بشپړ یقین سره وایم چې دواړه اړخونه په یوازې سر د حکومت کولو وړتیا نلری. یوازنۍ حل لاره د بین الافغانی توافق او نړیوال حمایت له لارې د موقت حکومت جوړول دی.د احساساتو له نیلی څخه د ارګ میشتو او طالب مشرانو راښکته کیدل او سنجول شوى دریز نیول د هیواد د بقا لپاره د اکسیجن حیثیت لری.  که په افغانستان کې د تلپاتی سولې غوښتونکی یو نو د زور او توپک له لارې د واک ترلاسه کول به ناروا دود ګڼو. د واک ترلاسه کولو  به  د ټاکنو د شفافیت لپاره د ځانګړیو شرائطو پربنسټ ولسی رأیو ته رجوع کیږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا