گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ددوحی غونډه له کومی لاس ته راوړنی پرته پای ته ورسیده !
ددوحی غونډه له کومی لاس ته راوړنی پرته پای ته ورسیده !

ددوحی غونډه له کومی لاس ته راوړنی پرته پای ته ورسیده !

لکه څنګه چی اټکل کیده د دوحی بین الافغانی ناسته هم یوازی د یوی تشریفاتی اعلامیی په خپریدو پای ته ورسیده  او په داسی حال کی چی شهزاده عبدالله عبدالله ته شیبه په شیبه له نوی ډهلی څخه چی هلته یی کورنۍ استوګنه لری تلفن راتلو او اولادونو یی انتظار ایسته یوازی د یوه مطبوعاتی کنفرانس پر سر را څرګند شو او ویی ویل چی خوشحاله  یم نن دافغانستان لپاره د سرنوشت ټاکونکی غونډی  پای اعلانوم او باور لرم چی په نږدی راتلونکی کی به دغه غونډی لازمی پایلی ولری .په دغه مراسمو کی ملا غنی برادر هم لنډه شانی وینا وکړه . خو ترټولو مهمه داچی دغه غونډی ته چی اولس کومی هیلی درلودی اواختریز  اوربند  ته یی لویه هیله درلوده خو ددی سره سره کیدای شی د تیر په څیر داځل هم چی د ملا هیبت الله آخند په نوم خپاره شوی پیغام کی یی هم یادونه نه ده شوی او د دوحی په ناسته کی هم ورته کوم ځانګړی ځای نه دی ورکړای شوی ناڅاپه د اوربند خبر خپورشی . خو ویلای شو چی دا غونډه هم د نوروناستو په څیر یوه تشریفاتی ناسته بللی شی چی له محسوسو پایلو پرته پای ته ورسیده . خو دا لاڅرګنده نه ده چی شهزاده عبدالله به چی بل سبا د لوی اختر په مناسبت عمومی رخصتی ده له کومه ځایه یعنی کابله که له دوحی په هندوستان کی له خپلی کورنی سره یوځای شی .

۱ : د افغان لوریو لوړ پوړو مشرانو د قطر هیواد په کوربه توب د کال ۱۴۴۲/۱۲/۸هق. ۱۴۰۰/۴/۲۷هش ۲۰۲۱ د جولای میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه په دوحه (‌ قطر ) کې خبرې اترې تر سره کړې. دوی د مذاکراتو د ګړندی کولو پر اړتیا توافق وکړ تر څو په افغانستان کې د موجوده معضلې

۲ : د حل لپاره ژر تر ژره یوه منصفانه او تلپاتې لار ومومی.‌ دوی یوه جوړجاړی ته چې د افغانستان د ټولو نارینه وو او ښځینه وو ګټو او غوښتنو ته د اسلامی ‌اصولو په رڼا کې ځواب وایی،‌ د اړتیا درک لری

۳ :  دوی ژمن دی‌ چې د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکیل پاتې شی تر څو دغسې یو جوړجاړی تر لاسه شی،‌ او دهمدې هدف لپاره به دوی په راتلونکی ‌کې دغه قسم غونډو ته دوام ور کړی. په عین وخت کې دواړو مشرانو خپلو مذاکراتی ټیمونو ته د مذاکراتو د ګړندی ‌کولو هدایت وکړ.‌

۴ : ټول اړخونه ډاډ تر لاسه کوی چې په ټول افغانستان کې ملکی زیربناوې خوندی پاتې شی،‌ اړونده خواوې به د ملکی تلفاتو مخنیوی کوی او د بشری مرستو په اړه به همکاری کوی.‌ په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخه خپریدو ته په پام سره دوی به د واکسیناسیون پرسونل د خوندیتوب لپاره

۵:  ټول مناسب اقدامات کوی او د کرونا د درملنې لپاره به په ټول افغانستان کې د آکسیجن او نورو اړینو توکیو د خوندی انتقال او په شفافه توګه مستحقینو ته د رسیدو لپاره کار کوی. دواړه هیئتونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تر لاسه کولو لپاره د قطر هیواد سخاوتمندانه مرسته ستایی.

۶ : همدارنګه د ګاونډیو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې په پروسه کې د هغوی له همکاریو څخه مننه کوی 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا