گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اسلام آبادکی دافغان سفیردلور علیخیل تښتول دهند په لاس جوړه شوی ډرامه ده:شیخ رشید
اسلام آبادکی دافغان سفیردلور علیخیل تښتول دهند په لاس جوړه شوی ډرامه ده:شیخ رشید

اسلام آبادکی دافغان سفیردلور علیخیل تښتول دهند په لاس جوړه شوی ډرامه ده:شیخ رشید

د پاکستان د کورنیو چارو وزیرشیخ رشید احمد وروسته له هغی چی د هیواد ولس مشراود وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان  محمد اشرف غنی په اسلام آباد کی د افغان سفیرپرلورسلسله جان علی خیل باندی یو ډراماتیک برید اودهغی تښتونه وغانده اودافغانستان د بهرنیو چارو وزارت یی لارښونه وکړه

چی ژر ترژره دی په کابل کی د پاکستان سفیر احضار او له اسلام څخه دی ترهغی چی زموږ د دیپلماتانو د ډاډمن امنیت تضمین نه شی د سفیر په ګډون دی ټول دافغانستان د سفارت دیپلماتان کابل ته راؤغوښتل شی . چی ډیر ژر د باندنیو چارو وزارت ته د پاکستان لوی سفیر منصور احمد خان  راؤغوښتل شو اوپه اسلام آباد کی  دافغانستان د  د دیپلماتیک  هیأت  دلازیات امنیت د ټینګیدو غوښتنه وشوه چی  په کابل کی د پاکستان سفیر ژمنه وکړه چی هغه به خپل متبوع هیواد پاکستان ته د افغانستان هیواد احتجاج رسوی چی په نتیجه د پاکستان صدراعظم د کورنیوچارو دوزیر شیخ رشید احمد په مشری د تحقیقاتو امرورکړ او د پاکستان  د صدراعظم له قوله وویل شول چی  تښتونکو ته باید سخته جزا ورکړای شیخو د پاکستان د کورنیو چارو وزیراو د عمران خان په امر د آغلی سلسله جان علی خیل د گمارل شوی کمیسون رئیس شیخ رشید احمد د تحقیقاتو آو پلټنو له تکمیلیدو وروسته د جولای په ۱۹ نیټه خبریالانو ته وویل چی : ویلی دی چې د افغان سفیر لور تښتول شوې نه ده بلکې دا د نړیوالې سازش او RAW اجنډا ده ،هندغواړی په ټوله نړۍ کې پاکستان بدنام کړی، انجلۍ نورباور نه لری چې راولپنډۍ ته تللې وه ،موږشواهد لرو اواوس دوی به له تحقیق څخه تیښته وکړی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او د پلټنی د کمیسیون مشر شیخ رشید په یوه خصوصی تلویزیونی پروګرام کې د خبرو پرمهال ، وویل چې د افغانستان د سفیر لور لومړی وویل چې دوی ګرځنده تلیفون اخیستی خو بیا یې ډاټا حذف کړې او هغې ته یې ورکوی.

انجلۍ نور باور نلری چې هغه راولپنډۍ ته تللې ، انجلۍ تښتول شوې نه وه مګر دوی نه پوهیدل چې موږ ویډیو لرو ، موږ ټول فوټیج لرو او اوس به دوی له تحقیق څخه وتښتی. دا یوه حساسه مسله ده او هند په نړۍ کې پاکستان بدناموی ، دا یو نړیوال ریکټ دی او دا د RAW اجنډا ده. سیاسی شنونکی او کتونکی وائی چی د تاریخی اسنادو او لرغونو آثارو ته د کتنی  پربنسټ  په استخباراتی او نورو راز راز جګړو کی هیڅکله هم میرمنی او ښځی د یوچا په پلوی او یاهم مخالفت د چارواکو او یاهم مخالفو لوریو په وسیله تری ګټه نه ده آخیستل شوی ، خو په خواشینې سره باید وویل شی چی زموږ په معاصر تاریخ کی زموږ پاکدامنه میرمنی او پیغلی د یوه کاذب پرمختګ په څپو کی دهوا او هوس ښکار ګرځی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا