گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دهوایی ډګرساتل که بله ستره لوبه!
دهوایی ډګرساتل که بله ستره لوبه!

دهوایی ډګرساتل که بله ستره لوبه!

زمونږ هیواد ته اوس د نړیوالو په ذهنونو کې هغه پخوانى برم نه دى پاتې. اوس د افغان له نوم څخه د هیڅ دښمن د ویرې احساس نه کیږی. دښمن اوس پوهیږی چې اړتیا نه لری، زمونږ د وژلو تکلیف وکړی، ځکه چې مونږ په خپله سره وژنو. اوس مونږ په خپلمنځی دښمنی کې هغه پخوانی ټول دودونه او سرې کرښې ختمې کړې دی چې په عذر باندې کورته راغلى دښمن مو نه واژه،  دښمن مو د شا لخوا نه ویشته، په مسجد او هدیره کې مو نه مړ کاوه، دښمن به مو چې وواژه نو څادر به مو ورباندی غوړاوه، د لمانځه په مهال، د ښځې او ماشومانو په وړاندی مو نه واژه. اوس یې ښه په زغرده په هر ځاى کې به هر ډول وژنو، په ځینو مواردو کې خو ټول فامیل هم له خاورو لاندې کوو سوځو یې هم او نوره بی عزتی یې هم کوو.له کله نه مو چې په انسانیت پیژندنه کې د دوکتورا درلودونکى  د افغانانو د وژلو او ځپلو ګواښونه کوی، د سولې، عاطفی، ترحم، عفوې او دعوت بالموعظت الحسن دین پورې تړلی ډلې مو د وژلو نړولو او سوځولو لاره نیسی، نو له امریکا وروسته دادى ترکیه هم له امریکا سره زمونږ د هیواد واکداری ته یې ملاتړلې ده.

غواړی د کابل نړیوال هوایی ډګر د ساتلو په نوم له امریکا سره د ایس څلور سوه دفاعی روسی سیستم د پیرلو له امله په لوړه کچه خرابه شوی اړیکې بیرته ورغوی او په زیاته پیمانه د مالی، لوجستیکی سیاسی او نورو امتیازاتو ترلاسه کولو وروسته په بدل کې دلته پاتې شی. له مونږ سره مشوره هم نه کوی او مونږ هم د جګړو له امله د ترکیی د ښکیلتیا ګټو او زیانونو څیړلو ته بیکاره شوی نه یو.مونږ باید ومنو چې که نړیوال دیپلوماتیک بنسټونه دلته پاتې کیږی نو د ګډوډی په صورت کې له اوسنی جوړښت او امکاناتو او په وروستیو اونیو کې د سقوط تسلسل ته په کتو زمونږ امنیتی ځواکونه د هوایی ډګر د ساتلو او بهرنیو دیپلوماتیکو مراکزو پرسونل ته د خوندی وتلو ضمانت نشى کولاى. د طالبانو په ژمنو باندی هم نړیوال کله باور نه کوی. اړتیا شته چې داسې ځواک ته د کابل او ځینو نورو ولایاتو هوایی ډګرونو ساتلو مسئولیت وسپارل شی چې په کور د ننه او بهر  حساسیتونه او پاروونکی غبرګونونو ته لاره نه پرانیزی.پوهیږو چې نننۍ ترکیه د پرونی عظمت د بیرته ترلاسه کولو په تړاو فکر هم کوى او کار هم کوم. د همدغه هدف لپاره د نړیوال سیاست په لوبو کې د ترک تباریت او اسلامیت دواړه کارتونه کاروی. دغه د ترکیی خپل سیاست ده او مونږ ورباندې نوره تبصره نه کوو. البته د خپل هېواد په جغرافیه کې مونږ حق لرو چې د ترکیی په کړنو غبرګون وښیو.دغه هېواد په جنایی قضیو کې د مجرمینو د ژغورلو په موخه د هغوى د خوندیتوب لپاره د دیپلوماتیکو اسانتیاو برابرول او ترک تبارو بشری جنایتونو له مرتکبینو سره ژورې اړیکې د افغانی ټولنې په ذهن کې د ولسمشر اردوغان د اسلامی هویت په هکله اندېښنې را پاروی.ښه به داوی چې د سبا د ماتم د مخنیوی لپاره همدا نن په زغرده یو بل ته خبرې وکړو. د افغانستان  د ویشلو په هکله د امریکا د اوسنی ولسمشر پخوانى څرګندونې، د ډاکټر نجیب د حکومت په اخری وختونو کې د ځینو پرچمیانو او دوستمی ملیشو لخوا د کابل د هوایی ډګر ساتلو بوږنونکۍ تاریخ، په پروژه کې د پاکستان ښکېلولو ترشا پټی موخې، د ولسمشر اردوغان لخوا طالبانو ته د اشغالګرو خطاب چې کیداى شی د اشغال موخه یې په شمال کې د ترک تبارو سیمو نیول وی.  د ارګ انزوا او چوپه خوله له مونږ سره پوښتنې راپورته کوی.مونږ شک کوو، هسې نه چې دغه درې واړه په ګډه زمونږ د هیواد لپاره د خطرناکو پلانونو د عملی کولو لپاره سره یو ځاى شوی وی. اخر زمونږ د هیواد په تړاو په اوسنیو حساسو شېبو کې د یادو دریو داسې هیوادونو لخوا څه روان دی چې زمونږ د هیواد په تړاو یې په تګلارو او کړنلارو کې نیمګړتیاوې شتون لری؟  ایا زمونږ چارواکو، طالبانو او سیاستوالو کومه معامله کړې ده، عمدی تجاهل کوی او که په تیارو کې ساتل کېږی؟ بالاخره که اړتیا هم وی، نو دغه کار ولې داسې هېواد ته نه سپارل کېږی چې د افغانستان په قضایاوو کې د لاسوهنې په تور تورن نه وی؟ه پښتو ژبه کې یو متل دى واى د بیکاره کور میلمه واکدار وی. په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې ترکیه غواړی له سوریې څخه جنګیالی استخدام او کابل ته یې د هوایی ډګر ساتلو ته راوړی. دغه ډول کارونه  په نړۍ کې د خورا پیچلیو عزائمو په موخه ترسره کیږی. ترکیی دیته ورته کارونه په سوریه او لیبیا کې هم کړی دی او په هغو هېوادونو کې یې ستونځې جوړې کړې، کورنی او بهرنی حساسیتونه یې را پورته کړی دی.د افغانستان په سیاست کې د قومونو د استازیتوب په نوم لوبیدونکې څېرې د قوم د یوې ځانګړی سیمې استازى کیداى شی خو هیڅ سیاسی مشر په هیڅ وجه د هیڅ قوم استازیتوب نشی کولای. امکان لری چې ممکن نزدې درې لسیزې وړاندې د روسیې په شان داځل ترکیه  د خپلو ناروا موخو ترلاسه کولو لپاره له همدغه سپارل شوی مسئولیت څخه په استفاده خپل اجنټان پیاوړی کړی او یو ځل بیا زمونږ ملی امنیت وننګوی.داسې شک هم شته چې امریکا او ترکیه په ګډه د خپلو ګډو ګټو په چوکاټ کې په سیمه کې د افراطی ډلو فعالیت ته لاره هواره کړی او بیا به چین په سینکیانګ ایالت کې د شرقی ترکستان د داعیې د ژوندی کولو په تړاو د ترکیی ددغې ښکیلتیا په هکله غبرګون وښئی. دغه غبرګون به یقیناً په سیمه کې زمونږ ملی ګټې وګواښی او له چین سره به مو اړیکو ته زیان واړوی.د امریکا او ترکیې ترمنځ د ګډ کار کول به د افراطیت د مفکورې د خپرولو له ویرې د منځنئ اسیا د هیوادونو او د روسیې حساسیتونه را وپاروی.تر هر څه مهمه داده چې ترکیه غواړی د خپل اسلامی او تباری کارت په کارولو، په منځنی اسیا کې خپل نفوذ پراخه کړی، امریکا به خپلو پخوانیو پلانونو د عملی کولو پرلوری مخ په وړاندې لاړه شی، پاکستان به د ستراتیژیک ژوروالی موخې ته د رسیدو لپاره دامریکا اوترکیې له سرپرستی لاندې فرصت ترلاسه کړی. مونږبه یوازې زیانونه وینواو خداى مکړه چې ځمکنی بشپړتیاموله لاسه ورنکړو.اوسنى شرایط دا ایجابوی چې د جګړې دواړه خواوې د خپلو مسئولیتونو د درک له مخې دغه تهدید جدی وګڼی د یو بل د تسلیمېدو خوبونه لیدل، د سولې په تړاو یو بل پړ ګڼل او په یو بل تورونه لګول پریږدی. سوله له خپلې معنا او مفهوم سره ومنی. که په دغه هېواد کې ګډ ژوند کوو، نو نن یو ځل بیا وایم چې د واک د انحصار فکر لیونتوب دى.زه له نورو سره د طالبانو په ګډ کار کولو کې  هیڅ قباحت نه وینم. هغوى په فساد کې ددغې ډلې احتمالی ښکیلتیا بانه نیسی. که د ښکیلتیا خبره وی نو اوس هم د هغوى په لیکو کې فساد شتون لری. باور لرو چې که جګړه ختمیږی، کار اهل کار ته د سپارلو تعهد کیږی، د مجازات او مکافات اصل ته ژمنه شتون ولری، که د قانون پلى کولو اراده موجوده وی، که په مدیریت کې وړتیا شتون ولری او له قانون څخه د معافیت کلتور ته د پاى ټکى ایښودل کېږی، نو په ګډ کار کولو کې هیڅ حرج نشته. متخلف شخص یا اشخاص د قانون له مخې عدلی او قضایی محاکم سزا ورکوی او همدغه د جرائمو ګراف راښکته کیږی. داسې سپیڅلی ټولنې کله هم نه دی جوړې شوې چې د فساد جرم او جنایت ګراف صفر ته راښکته شوى وی. که دغه کار شونى واى، نو عدلی او قضایی ادارو ته به هیڅ اړتیا نه وه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا