گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » انسانـــــیت او حیوا نـــــــیت :
انسانـــــیت او حیوا نـــــــیت :

انسانـــــیت او حیوا نـــــــیت :

د لیکوالی او شاعری  ډکتر ثریا خادم یادونه : په خپل پت، عزت او انسانیت مینو خویندو وروڼو دوستانو درناوی او ښې هېلې می ومنې ! دادی نن بیا هم دتیر په څیر د لوی استاد (استاد خادم بابا) دسلو مقالو څخه تردې عنوان لاندی (انسانیت او حیوانیت) مقاله دتاسی دپاره غوره کړی ، هیله ده چی خوند او پند تری واخلئ . په مینه یی ولولئ

زمونږ خالق چی د کائناتو او ددغه خاکی کرې له پیداوښته وروسته نباتات . حیوانات او ورپسی دانسان نوعه پیدا کړی ده ، نو انسان د نباتاتو او حیواناتو څخه وروسته پیدا شوی دی ، ځکه چی دانسان ژوند دنباتاتو په وجود مربوط دی ، هر کله چی انسان متکامله نوعه ده ، په متکامل څیز کی د ادنی او ټیټو شیانو اثار، نمونې او علائم ضرو باید موجود وی او همدغسی انسان هم دی ، دلته که وګورو اول د نباتاتو خاصه چی نمو ده وجود لری او وروسته دنورو ادنی حیواناتو آثار او علائم اوپه آخره کی دده دکمال او علویت نښې او استعدادونه دده په خټه او سرشت کی لیدل کیږی .مثلا جراثیم وګورئ دا ، دادنی حیواناتو څخه دی ، ددوی د خواصو څخه دا ده چی په ظلمت تارکۍ اوپټو او ګنده ځایو کی خوښ وی ، پیشو او سپی وګورئ متملق او خوشامندګر حیوان دی ، لیوه بیا څیروونکی او خوړونکی دی ! مار ، لړم ، چیچونکی او آزاروونکی دی ، دشاتو مچی ، میږی ، ګونګو ټان او داسی نور په زخیره را غونډولو جمع کولوکی شهرت لری ، خر په شهوت پرستۍ ضربالمثل دی همدارنګه دزمری په خواصو کی قوه او رشادت او عالیجنابی ښکاری ، ګیدړ ډیر محیل او چالباز دی ، باز بی رحمه او ظالم دی ، ماهیان خپله نوعه خوری ، دشاتو په مچیوکی زبردست ایثار او نوعه پرستی موجوده ده ، په دغه شان سره انسانان هم ځینی دجراثیمواو طفیلاتو په شان خپله زندګی دبل په وینو څښلو بنا کوی ، خپل کارونه تل په پټه او په تیاره کی اجراء کوی ، هیڅکله نه غواړی چی کوم حقیقت ښکاره او آفتابی شی ، له نور او رڼا څخه تښتی، جهل یی له علمه خوښ وی اوډاګې ته را وتل نه غواړی ، ځینی نور د پیشو او سپی غوندی متملق وی او دګیدړ په شان چالباز، خپل ښکار په عجیبو او غریبو چلونو لاس ته راوړی ، ځینی انسانان بیا دباز او لیوه په شان دنورو دغوښو په خوړلو عادی وی او دماهیانو غوندی خپله نوعه خوری، ځینی لکه مار، لړم خوشی په خوشه اذیت رسوی او خوند ورڅخه آخلی ، ځینی انسانان د مچیو میږیانو او ګونګوټانو غوندی جمع کول کوی ، له حاجته زیات را غونډویاو تر دی چی دنورو کورنه ورانوی چی خپل ودان کړی .ولی له بل طرفه په انسانانو کی داوښ په شان تحمل دسپی غوندی وفاداری ، دپیل په شان لویه درونه او دزمری په ډول شجاعت او عالیجنابی د شاتو د مچیو غوندی ایثار او دزاڼو په څیر نظم ، دمیږیانو په ډول دسبلین هم پکښې لیدل کیږی ، اما انسانیت دپاره علم ، عالی فکر ، دګذشته او اینده سنجش ، دمقاماتو او مراتبو طی او قطع کول او په اخلاقی صورت سره د خیر او افادې مقام ته ځان رسول لازم دی .کوم وخت چی انسان په خپل زحمت سره دنورو خیر غواړی او دځان په ایثار بل ته نفع رسول دده خوی شی ! اوله مادی او جسمانی لذائذا څخه تیر شی او یوازې دده خوند او ذوق دنورو په پاللو او روزلو کی مختص شی ، دده دمیل او رجحان یوازی او یوازی خدمت ته وګرځی ! نو دغه وخت انسان کمال ته نږدی شوی وی .په دې مقام کی لوړی درجی د پیغمبرانو او ټیټی درجی دنیکانو او صلحاؤ دی ، دغه نو انسانیت دی .

                                                     کابل ـ ۱۳۳۳

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ پای

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا