گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ویــــاړبښـــــونـــکۍجـنایت که د میـــنــه پــال د ویــــنـو څـاڅکی !
ویــــاړبښـــــونـــکۍجـنایت  که د میـــنــه پــال د ویــــنـو څـاڅکی !

ویــــاړبښـــــونـــکۍجـنایت که د میـــنــه پــال د ویــــنـو څـاڅکی !

هیڅوګ نه پوهیږی څنګه یوازی له  هغه  مهاله  لږوروسته چی د کابل دشیر پور د شهیدانو او قربانیانو جنازی خاورو ته نه وی سپارل شوی او له ویجاړیو یی لاهم د باروتو لوګی پورته کیدل ناڅاپه پر هغه ګلالی ځوآن د ماشینګڼو ګولۍ وچلیدی او پر وینو یی رنګ کړ چی دجمعی دمبارکی ورځی د لمانځه د ادأ په موخه د حضرت عثمان غنی جومات ترڅنګ چی دکابل ښارپه اومه ناحیه کی مؤقیعت لری .

روان ؤ. ویل کیږی چی خدای بښلی دواخان مینه پال په ملګرتوب کی دصداقت اود نا اهلو ملګرو د جفا قربانی شواودهغه چاسره یی دزړه خواله کوله چی هغوی دهوس په خونړی سمندرکی دهرخس او خاشاک لمن نیولی اوله وژونکواواجرتی قاتلانوسره یی پرهرڅه له معاملی اوسودا ډډه نه کوله.خو ترټولو زیات دردؤنکی لحظات اوګړۍ هغه وخت وی چی ورته چی له شهادت وروسته یی مړۍ شهید محمد داؤد روغتون ته انتقال اوهلته یی د جنازی مراسم ترسره شول چی د مراسمو په ترځ کی دوسله وال پوځ اعلی سرقوماندان او دافغانستان منتخب ؤلسمر محمد اشرف غنی ددی پرځای چی یوازی دهغه د صداقت او اخلاقواوسجایا ؤ یادونه اوپه مناسبو کلیماتو دهغه پروژونکو لعنت ؤوایی په افغانی ټولنه کی یی د هغه جنازی او فاتحی داستان راژوندی کړچی ویل کیږی یولافوک  نسبتأ نیم کله مشرهم چی د کوم قومی غښتلی مشر د فاتحی په مراسمو کی یی خبری کولی نو وروسته له هغه چی د متوفی مشر نوم یی واخیست ورسره جوخت یی وویل چی هغه خدای بښلی زما ډیرعزت کاوه او ماته یی ډیر په درنه سترګه کتل . ددی سره سره چی په خپله به په کارونو او ورځینیو چارو کی  ډیر مصروف ؤ خو ماته به یی حتمأ سلام آچولو او ویل به یی چی …..هغه داطاعت سمبول ؤ او په ټولو چارواکو کی یی زما د اوامرو اطاعت کاوه . زه پری ډیر ګران وم …یو چا تری پوښتنه وکړه چی صاحب پوه نه شوو چی هغه قومی مشر په حق رسیدلی دی که تاسو خدای ته ورغلی یاستی ؟ د افغانستان د  ؤلس مشر ښاغلی محمد اشرف غنی وینا هم په دغه مراسمو کی همدغه ته ورته په متحد المالو او د ځان ستاینی ډکو ډاډ ګیرنو ولاړ ؤ

خو د منتخب ؤلس مشراودوسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په ننی غونډه کی تعزیتی اظهارات  یوازی پرځان غوښتنه چی د خدای بښلی مینه پال مینه یی کټ مټ د ځان په څیر لیونۍ مینه ؤبلله نه راڅرخیدل ددی ترڅنګ یی ددی لپاره چی مخالفینو په ځانګړی توګه طالبانو ته چی د مینه پال د مرګ او وژنی پړه یی په ویاړلی ډول په غاړه آخیستی ده دا ؤښائی چی ګنی دمینه پال پر وژلو زموږ هوډ ته بدلون نه شی ورکولای دخپلی وینا په ترځ کی وویل چی د دهغه مینه لکه زما غوندی دخپل اولس سره لیونۍ مینه وه لکه څنګه د مینه پال صاحب یوه ورور وویلی چی لاړشی دافغانستان دامنیتی او دفاعی ځواکونو په څنګ کی برخه واخلی دغه بیا هم اراده ده ځای یی زما په زړه کی به همیشه ډک وی اما دی باندی زه فکرکوم هم دده دمینی ..یولوی زخم به زما په زړه کی وی . ارګ کی به یی ځای تش وی خو عمر صاحب به زرترزره کوښش کوو چی بیا همدغسی تکړه ځوانان دده ځای تریوی اندازی پوری ډک کړی .

….کتونکی واېی دا حقیقت د لمر په څیر روښانه ده چی په افغانستان کی د نفوسولوړ والی  ته په کتنه اود کیفیت پرځای پرکیمیت ټینګارچی پرمافیأیی قرئت ولاړد پانګوال نظام اصلی جوهربللی شی په میلیونونه بری لیکونه په لاس  ځوانان په داسی حال کی ولاړدی چی  د زرکلن شی غنی بابا د متملقانه ارادت شعارونه ورکوی او ډیر ژربه  د وحید عمر له لوری چی هغه هم د همدغه لاری په وهلو دتملق مقام ته رسیدلی دی ټولنی ته ورؤپیژندل شی . باور لرو دطالبانو انلائین ویاند او هیڅوګ  نه شی کولای د مینه پال په څیر د زرګونو ځوانانو وژل د استخباراتی غوښتنو پرته پربل څه توجیه کړای شی او دا ډول وژنی  ویاړ نه بلکه دخدای او دخدای دمخلوق پروړاندی ترټول غټ ذلت بللی شی .د نواندیشی  تربیون په داسی حال کی چی انسان وژنه په هرنوم او شرعی اوغیرشرعی بهانواو پلمو چی وی یو جنایت بولو د خدای بښلی دواخان مینه پال مړینه چی بی له شکه د خپلی ساده مینی او باورقربانو شو په کلکه سره غندواوهغه یو بر بنډ جنایت بولو کورنۍ او خواخوږو ته یی د زغم ، صبراو سیاسی بصیرت غوښتنه کوو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا