گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالـــبان یــــو ځــــل بیــــا دستــــر آزمـــون په څلـــور لاره کـــــې
طالـــبان یــــو ځــــل بیــــا دستــــر آزمـــون په څلـــور لاره کـــــې

طالـــبان یــــو ځــــل بیــــا دستــــر آزمـــون په څلـــور لاره کـــــې

د افغانانو ترمنځ روانه جګړه  له ملی ګټو او ارزښتونو سره په تقابل کې ده . که جګړه دفاعی اړخ ولری او مشروعیت هم ترلاسه کړی، خو کله چې دواړه اړخونه مسلمان او افغانان وی او افغانی ناموسونه مو د جګړو له امله په کنډوالو او سپېرو دښتو کې د شنه اسمان لاندې پراته وی،  نو دا جګړه په سپیڅلو نومونو  یادول به څه ډول توجیه کړو؟له دغه واقعیت څخه هم انکار نشی کیداى چې شل کاله وړاندې د طالبانو د حکومت د سقوط په مهال د هغوى مخالفو جنګی ډلو په ځانګړی توګه د دوستم ملیشو له تسلیم شویو طالبانو سره داسې وحشی کړنې وکړی چې زه یې په لیکلو شرمېږم . د بن له پریکړې وروسته د هیواد په نورو ډیرو ولایتونو کې هم په کور ناست طالبان ونیول او یا د هیواد پریښودو ته اړ ایستل شول. هر عمل غبرګون لری او غبرګون یې له اصل عمل څخه سخت وی. اوس  داده چې طالبان د هغه چا کور ته ننوتل چې شل کاله وړاندې یې د طالبانو په زرګونو تسلیم شوی بندیان په کانتینرونو او دښتو کې ووژل.د نفسیاتو علما وایی چې کله کله انسان د مطلقې لاعلمی په حال کې انتقامی کارونه کوی. حتى هغه یتیمان چې په وړکتوب کې د ټولنیز ظلم ښکار شوی وی، خو کله چې غټ شی په طبیعی ډول له ټولنې څخه د خپل محکومیت او مظلومیت  د انتقام په لټه کې وی. د قطر په ناسته کې د ملا عبدالرزاق څنګ ته د دوستم ورتلو او په اوږه باندې یې لاس ایښودلو ته د نوموړی غبرګون داسې وو لکه چې په نفسیاتی ډول  ورته د هغې تراژیدی صحنه ور یاده شوى وی او خشن غبرګون یې طبیعی وو.حکومتی چارواکی هم  نن هغه څه ریبی چې شل کاله وړاندې یې کرلی وو. د هغې ګناه سزا وینی چې شل کاله وړاندې یې له امریکا سره په ملتیا ترسره کړې وه.اوس باید تیرې غلطیانې تکرار نشی. د پاڅون او بسیج په نوم د غیرمسئولو وسلوالو ډلو جوړول د ستونځو حل لاره نه ده. روانه غمیزه د تیرو فاجعو تسلسل ده او راځئ چې د وحشتونو د تسلسل مخه ونیسو!که په حکومت کې شاملو ډلو ټپلو او دوستم شل کاله وړاندې د انتقام لاره نه واى نیولې، له انسانیت اسلامیت او افغانیت سره په ټکر کې وحشتونه یې نه واى ترسره کړی، نن به هغوى ټول د وارخطایی په ګرداب کې نه تاویدل او د دوستم لخوا د ناروا معاملې پربنسټ ترلاسه کړی د مارشالی یونیفارم به د طالبانو لخوا په مفتضحانه توګه نندارې ته نه وړاندې کیده.بشپړ باور لرم چې د طالبانو لخوا د جګړو وروستۍ  بریدونو زمونږ ملت ته ناورین راوړ، بى ګناه خلک ووژل شول کورونه یې ویجاړ شول، دولتی بنسټونو او ولسی شتمنیو ته زیانونه واوښتل، خلک د کورونو پریښودو ته اړ شول، سوداګرو په اقتصادی توګه سخته ضربه ولیده . د علم او ټیکنالوژی په اوسنی دور کې له خپل ولس سره دغه ډول چلن په ارزښتونو باندی برید دى.

د سولې په هڅو باندې د تمرکز پرځاى جنګی روحیه او د انتقام تګلاره غیرموجه عمل دى. طالب مشران باید پوه شی چې په سیاسی او ټولنیزو چارو کې له پرونی جنګی طالب څخه نننى مدیر طالب باید توپیر ولری. نننى طالب یو ځل بیا له نسبتاً بدلې ټولنې سره مخ دى. که نننى طالب په ښارونو او کلیوالی سیمو کې د ټولنیز کلتور له توپیرونو سره ځان بلد نکړی او د دودونو د توپیر ګڼلو پرځاى ورسره له دینی ادرس څخه چلن وکړی، نو پایله به یې یقیناً طالب ذهنیت ته سخت زیان واړوی.که جګړه ختموئ، نو سولې ته مبارزه وکړئ د جګړې په وړاندې سوله ایز دریز ونیسئ! سولې ته لابی وکړئ، جګړه ایز ذهنیت منزوی کړئ نو بریا به ستاسو په برخه وی. له امنیتی ارګانونو څخه بهر ملیشې جوړول او په بیځایه ړندو بمبارونو باندې ولس مه مجبوروئ چې تقابل ته را وړاندې شی.شک نشته چې ښاری ټولنې هم باید له طالب سره د مطلقاً پردی په توګه نه، بلکې د یوې دودیزې مذهبې ډلې په څېر د متقابل احترام په چوکاټ کې چلن وکړی. د هغوى ځینې ځانګړتیاوې باید په نظر کې ونیسی. که طالبان ښاری خلک د سیکولرانو په صفت او ښاری ټولنې طالبانو ته د غیرمهذبې ډلې په سترګه وګوری نو خبره تصادم او تقابل ته ځی. بیا به طالبان په اطرافو کې په ګرمه جګړه کې او په ښارونو کې په نرمه تبلیغاتی جنګ کې لتاړ وی چې زیانونه به یې په هر حال زمونږ هیواد ته رسېږی.زه پوهېږم چې طالبانو پخوا هم په مشورتی سیستم باور نه درلوده. اوس خو چې د سولې خبره ورته وکړې او کابل میشت هم یاست نو سمدم فتوا درباندی راشغوی. . مګر د علم الیقین په کچه وایم چې طالبان که کابل هم ونیسی، په سیاسی لیدلوری کې له ژور بدلون او له یوه بشپړ افغان شموله تعامل پرته په افغانستان باندې د هغوى حکومت کول ورته ناشونى کار دى.د دولتی تاسیساتو له نیولو وروسته په ځینو سیمو کې له انځورونو ویدیانو او عامه خلکو له خبرو داسې ښکاری چې انتقامی کړنې شوې دی، خلک له کورونو ایستل شوی او بیا وژل شوی دی، دولتی املاکو ته زیان رسیدلى، ټانکونه او وسائط غیب  شوى دی. که دغه کارونه واقعیتونه ثابت شی نو  بد عواقب به ولری او د مخالف اړخ ادعا به ثابته شی چې طالبان د جوړیدو نه بلکې د نړیدو ارادې لری.  البته زه د طالبانو لخوا د شبرغان د نیولو او د دوستم میلمستون ته له ننوتلو وروسته د نوموړی له ملیشو څخه د انتقام نه اخیستلو کړنلاره د ستاینې وړ ګام ګڼم.

په روانه جګړه کې د انتقام روحیه ب  تسلسل زیږوی او بشری فاجعې رامنځته کوی. اوس مونږ یو افغان ابدالی، د سویلی افریقا نیلسن منډیلا او د روانډا هیواد اوسنى ولسمشر پال کیګامى په شان مشرانو ته اړتیا لرو. که مونږ لکه مونږ امتیازات غواړو او د افغانانو سرونه، مالونه او ارام ژوند د خپلو خواهشاتو قربانی کوو نو یقیناً ویلاى شم چې سوله نه راځی.اوس یو ځل بیا د دواړو غاړو سیاسی مشران  په قطر کې ناسته لری. مونږ مذاکراتو ته نه بلکې د سولې یوې جامع هوکړې ته سترګې په لاره یو. هیله مو داده چې له دومره بیځایه وخت تیریدو وروسته اوس نړیواله ټولنه منځګړیتوب ته رامخته شی. په بین الافغانی ناستو کې شتون ولری. د دواړو خواو غوښتنې او استدلال ته غوږ شی. له ملی توقعاتو او نړیوالو ارزښتونو سره سم دریز په قطعی توګه تأئید او ملاتړ یې وکړی.که څه هم مونږ پوهیږو چې تر اوسه پورې ارګ  د ځانګړی میکانیزم په چوکاټ کې هم د واک پریښودو ته تیارى نه درلوده. د سولې داسې تړون یې غوښته چې طالبان له موجوده حکومت سره یوځاى شی خو مونږ پخوا هم څو ځله ویلی دی چې تیر تاریخ ته په کتو دغه ډول سوله به خوب او خیال وی.طالبان، چې اوس د موجوده حکومت په وړاندې جګړه کوی، اصولاً هغوى مکلف دی چې ووایی؛ جګړه د څه لپاره کوی او خپلې غوښتنې د بین الافغانی مذاکراتو  د میز په سر مطرح کړی.

هغوى تر اوسه پورې  د خپلو غوښتنو په تړاو مجهول الفاظ کاروی. افغان ولس نه پوهېږی چې طالبان په دقیق ډول څه غواړی. د طالبانو د مشخصو غوښتنو په تړاو حکومت مجبور دى چې د طالبانو معقولې او په حقایقو ولاړې غوښتنې ومنی او یا به هم له ولسی غبرګون سره مخ کیږی.د طالبانو سیاسی قیادت نن یو ځل بیا د ستر ازمون په څلور لارې کې ولاړ دى. نن یو ځل بیا د ابادی او تباهی ترمنځ قرار لری، نن یو ځل بیا د خپل هېواد او خپلې راتلونکې لپاره سختو پریکړو کولو ته مجبور دى. که  یې وکړاى شو د مثبت او تعمیری ذهنیت په کارولو د اسلامی نظام نافذولو، عدالت ته لاسرسى، د قانون پلى کولو، د فساد ختمولو، خپلواکی ترلاسه کولو او د ملې افتخاراتو د ګټلو په موخه د سولې او ورورولی لاره غوره کړی، نو په یقین سره ویلاى شم چې پورتنیو موخو ته د رسیدلو خوب به یې تعبیر مومی او مونږ به له هرډول تبعیض، فساد، بى عدالتی او له قانون څخه د معافیت له دود څخه پاک  عادلانه اسلامی جمهوری نظام په درلودلو باندی بریالی شو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا