گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دمحب داستعفأ آوازه او ددغه آوازی د خپریدو لاملونه !
دمحب داستعفأ آوازه او ددغه آوازی د خپریدو لاملونه !

دمحب داستعفأ آوازه او ددغه آوازی د خپریدو لاملونه !

یوه ناڅا په دجمهور رئیس او دپوځ داعلی سرقوماندان اشرف غنی د امنیتی چارو سلاکار حمدالله محب چی ویل کیدل  ځان د افغانستان د راتلونکی ؤلس مشری  څوکې ته جوړوی له خولی هغه غږ خپور شو چی پکی د ؤلس مشرد پخوانی مرستیال او په شمال کی د جګړی دډګر اوسنی هم څنګ چی ځان ته مارشال وایی او همدا شان د اولسمشراشرف غنی  د امنیتی او سیاسی چارو لوی سلاکار محمد محقق چی ویل کیږی په افغانستان کی د ایران داسلامی جمهوریت په ځانګړی توګه د قدس د خونړی لښکر د افغانستان کی د فاطمیونو د برخی نا ښکاره مشری په غاړه لری په اړه ځینی داسی څرګندونی شوی دی چی که رښتیا او پرواقیعتونو ولاړی هم وی کم له کمه په  اوسنی جګړه ایزډګر کی چی د افغانستان شړیدلۍ او پر بدن ټپې  پوځ ته په کتنه سیاسی او نظامی مصلحت نه شی ګڼل کیدای

خو په سیاسی او نظامی برخه کی د حمد الله خان محب بی تجربه ګی په ځانګړی توګه د افغانستان په څیرله حساسیتونو ډکه  ټولنه کی چی په سیاسی او امنیتی ډګر کی یی لوبه کول له پل صراطه د تیریدو ارادی او عزم ته اړتیا لری چی په خواشینی سره ښاغلی محب نه یوازی له دغه شانی تجاربو په ځانګړی توګه ټینګ عزم او ارادی څخه برخمن نه دی بلکه کله نا کله چی دقدرت په نشه کی ډوب شی نو هغه د چا خبره آسمان د تکبر او کاذب غرور په داسی کاڼوولی چی په آخیره کی دده پر لور را غورځی . خو ددی په څنګ کی ښاغلی محب له هم هغه لومړی ورځی چی د ملی امنیت د سالاکار په څوکۍ کینول شو په طبیعی توګه یی ځینی تجربه لرونکی دښمنان هم پیداکړل چی ویلی شو ددغه دښمنیواوعداوتونو ریښی د افغانستان د تیر خونړی تاریخ سره اړیکی درلودی چی پکار وه ښاغلی حمدالله محب هغو مخالفتونو ته په جدی توګه پام کړی وای او دهغی په تناسب یی ورسره مناسب چلند کړای وای .خوله بده مرغه داسی ونه شول او د تیرو څوکالونو په اوږدو کی یی کرغیړنو او د افغانانو په وینو رنګ سیالانو توطئو او هلو ځلو ته هیڅ شانی پاملرنه ونه کړه . نوځکه خو یی بی مروته دښمنانو د هغه روانی او اخلاقی جوړښت ته په کتنه  لومړی د هغه په تیر تاریخ باندی د شرمیدو پروژه تر لاس لاندی ونیوه اووروسته چی په دغه کار کی یی نسبی بریالیتوب تر لاسه کړ دهغه پروړانی یی د هیواد په حساسه تاریخی مرحله کی یی د ښاغلی محب پر وړاندی تری کارواخیست او ورسره جوخت یی دهغه په خپل غږ ویل شوی اظهارات په افغانی ټولنه کی له کاره دګواښه کیدو لوی عامل وګاڼه . تردی  چی  هغه یعنی حمدالله محب یی دی ته وهڅاوه چی دغه خبربی بنسټه او ددښمنانو شائعه ؤبولی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا