گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » جګـــړه کــــابل ته راورسیــــده خـــو سولـــه لاهــــم ورکـــه ده !
جګـــړه کــــابل ته راورسیــــده خـــو سولـــه لاهــــم ورکـــه ده !

جګـــړه کــــابل ته راورسیــــده خـــو سولـــه لاهــــم ورکـــه ده !

په ښار کې د ګڼی ګوڼې له امله جنګ لوړ تلفات درلودلاى شی، ګډوډی چور، چپاول، د نظام د نسکوریدو او د سترې فاجعې د رامنځ ته کیدو لامل ګرزیداى شی. داسې فاجعه چې دواړه لوری یې شاید د اټکل فکر ونکړاى شی. د اوسنیو جګړو له امله په لسګونه زره افغانان د کورونو پرېښودو ته اړ شول. اکثریت یې په مساجدو ښونځیو او ړڼه ډګر کې تر شنه اسمان لاندې سره لمر ته پراته دی.زه  د افغانانو ترمنځ د جګړې مخالف یم. دغه جګړه د ارزښتونو نه ده، د ویاړ ارزښت نلری، نو که طالبان د مذاکراتو په ناستو کې د سوله ایز پلان له وړاندې کولو پرته نظامی بریا غواړی، د سولې روحیه نفى کوی، ولایتونه یې تقریبا ټول تر ولکې لاندې راوستل او ولسمشرلاهم د فیل په غوږ کې ویده وی،

د له لاسه وتلیو ولایتونو د بیرته نیولو هوډ لرى، نو بیا خو په دې باور یم چې طالبان په جګړه کې برلاسی دی. اړتیا داده چې حکومتی ځواکونه اقلاً د خپل جوړښت د خوندیتوب په شرط دهیواد له ورانیدو پرته له جګړې څخه لاس واخلی.اندېښنه دلته ده چې داسې هیڅ نښې نښانې نشته چې طالبان دې د امنیتی ځواکونو د اوسنی جوړښت په اهمیت باندې پوه شوی وی او له نړیدو څخه به یې مخنیوى وکړی. که پوهیداى نو د تسلیم شویو عسکری قطعاتو کورونو ته د استولو نه، بلکې سمون او بدلون له لارې ساتنې او مدیریت ته یې اړتیا وه.  د اوسنی نظام په ځانګړی توګه د امنیتی ځواکونو انحلال او نسکورېدل به هیواد ته د یوې بلې فاجعې لامل وګرزی.ولسمشر غنی لګیا دى هغه څه کوی چې هیواد، ولس او د نوموړی ته له تباهی پرته بل هیڅ نه راوړی، بلکې د نظام نسکوریدو  ته لاره هواروی. اوس داسې ښکاری چې نه هیواد ژغورلاى شی او نه به هم خپل حیثیت او ابرو خوندی کړی.ارګ او مهمو دولتی پوستونو ته له غربی هېوادونو څخه را غوښتل شوی اشخاص زمونږ د ولس په ځانګړتیاو نه پوهیدل. زمونږ له معنوی اړخونو او کلتوری ځانګړتیاو څخه مطلقاً ناخبره ، په فساد او اخلاقی انحرافاتو سر شو. دغه خلک اوس د خپلو چټلو کړنو د پټولو لپاره دوه لارې لری. یا به لکه د اوس په څیر په واک کې پاتې وی او یا هم باید نظام وشړیږی نوبیا یې فساد پټیداى شی.ولسمشر غنی ته یوازې دغه مفسدین د کار خلک ښکاره کیدل. د هغوى په اداری مالی او اخلاقی فساد یې سترګې پټولې. هغوى ته یې غوږ نیوو او له ولس څخه منزوی شوى دى. اوس داسې ښکاری چې دغه چټله ډله په واک کې د پاتې کېدو خیال له ذهنه باسی او په دوهم غوراوی کار کوی چې نظام باید نسکور نه شی. د طالبانو قیادت هم د نیمګړتیاو له امله نشی کولاى چې دغه ډول پیچلې دسیسې درک کړی. ستونځه به دا وی چې نظام به په ارګ کې د فساد مافیایی کړۍ ونړوی خو پړه به یې یقیناً  شواهدو او قرائنو پربنسټ په طالبانو باندی اچول کېږی.ولسمشر غنی او طالبانو ته مو مشوره داده چې که غواړئ فساد ختم شی که غواړئ مفسدینو ته د خپلو ناوړه اعمالو سزا ورکړل شی که غواړئ دغه هېواد اباد شی او که مو خوښیږی چې مونږ بیا له صفری نقطې څخه د بنسټونو جوړول پیل نکړو نو د نظام د نسکوریدو مخه ونیسئ، اوس هم وخت شته انعطاف ومنئ او په یوه داسې هوکړه باندې تمرکز وکړئ چې یوازې نظام او بنسټونه خوندی وی. مه پریږدئ د پردې تر شا دښمن لخوا د نظام د نسکوریدو پړه ستاسو په اوږو واچول شی.ولسمشر باید د شرائطو حساسیت باندې پوه شی. د وژلو ختمولو بیرته نیولو احساساتی او جزباتی هوډونه پریږدی. د قطر مذاکراتی ټیم له لارې د خپل حیثیت د خوندیتوب په چوکاټ کې مخالف اړخ ته څرګند پیغام ورکړی چې که د نوموړی په استعفا سوله تأمیېږی نو دا به نوموړی  د ویاړ مقام وی چې د هیواد د ابادی او د ملت د سوکالی لپاره خپله دنده د سولې په شرط پرېږدئ.په هرحال مونږ باید هر وخت له هر ډول وضعیت سره د ځان عادت کولو تیارى ولرو. اندېښنې حتماً لرو خو وارخطایی باید کله هم نه وی. د ژوندیو ملتونو په تاریخ کې همداسې لوړې ژورې فاجعې او ناورینونه راځی. په ځانګړې توګه د هغو قومونو په نصیب کى ماتمونه وی چې قیادت یې د ملت له سینې څخه نه وی راوتلى.ما پخوا هم لیکلی دی چې حکومت د غوړه مالانو په مصنوعی اکسیجن چلیږی. ولسمشر غنی عینی واقعیتونه نه وینی، د چاپلوسانو په چکچکو محاسبه کوی. امنیتی ځواکونه نه پوهېږی چې د نظام او که د کومې ډلې لپاره جګړه کوی. که یوه ولایت سقوط وکړ، نو د حکومت د پاشلتیا امکانات لوړیږی. په سهامى توګه د ویشل شوی حکومت، په مفروضو، غلطو محاسبو او د ړندو مقلدینو په چکچکو باوری مشر، په پیراشوټی توګه را شغول شویو مفسدینو حکمرانی، د خپل ولس او هیواد له لومړیتوبونو ارزښتونو او ځانګړتیاو څخه ناخبره چارواکو اندونه خو دغه ډول نیمګړتیاوې لری.زمونږ په مشرتابه کې د واک د جنون ماده له ولس او هیواد سره د مینې د عنصر په پرتله خورا زیات پیاوړى دى، نو  په اوسنیو مشرانو کې د سولې لپاره نه اراده او نه هم وړتیا شتون لری. که بهرنى فشار وی، نو سولې ته په رسېدو کې هیڅ ستونځه نه وینم. که فشار نه وی نو مونږ به متأسفانه له یوې جګړې بلې ته، له یوې فاجعې بلې ته او له یوه ناورین بل ته لاړ شو او د افغانستان ځمکنى بشپړتیا او ملی یووالى به مو په یقینی توګه له ګواښونو سره مخ وی.په ډراماتیکه توګه د ولایتونو د سقوط چټکه لړئ د کابل تر دروازو راورسیده. اوس نو د حکومت لپاره د فکر او غور ځاى دى چې ملی ګټې په جګړه کې نه، بلکې مخالف اړخ ته د ډیر امتیاز په ورکولو او یوازی د افغانستان د اهمو ګټو په نظر کې نیولو سره خوندی کیږی.طالبان  شدیدا نړیوال ملاتړ، په ځانګړی ډول د غرب مالی مرستو ته اړتیا لری. د خپل وران ویجاړ هیواد رغولو ته اړتیا لری. اوس هم وخت شته چې د هیواد ستونځه د سیاست په چوکاټ حل کړی. نظامی بریاوې یې ترلاسه کړې دی او د مذاکراتو میز ته ډیر پواینټونه لری چې د خبرو په مهال له مخالف اړخ څخه ورباندی امتیاز واخلی. مګر شک نشته چې که د توپک په شپیلۍ لکه د ولایتونو غوندې د کابل په نیولو بریالی هم شی، جګړه نه ختمېږی او حکومت به یې نیمګړى وى.په زغرده د طالبانو قربانی مقاومت او سرښندنو باندې اعتراف کوم خو سبارښتنه هم لرم. هغه دا چې د فتوحاتو ترانې هیڅ ګټه نه لری. پردى هیواد نه بلکې خپله خاوره مو له ورور د مټو په زور ونیوه. هغه ورور چې تاسو یې شړلی وئ. پخوا هم دلته ډیر فاتحین راغلل، تیر شول او هیر شول. د فاتح لښکر نه بلکې د خادم لښکر لقب خپل کړئ. اوس د جنګی عسکر په توګه نه بلکې د ښه مدیریت له وړتیاوو سره د خلکو په منځکې راڅرګند شئ.خلکو ته یوازې د اعلامیو خپرول او ډاډ ورکول ګټه نلری. طالبان باید د عمل په ډګر کې ثابته کړې چې د افغانانو د چاردیوالی عزت خوندی دى، د ښځو په شمول د ټولو افغانانو شرعی حقوق تأمین دى، د انتقام تګلاره نه تعقیبېږی. چور لوټ او تالان نه کیږی د دولتی املاکو ساتنه کیږی او د بیان د ازادی حق خوندی دى. اوس د معلوماتی تکنالوژی دور ده. خلک باید ستاسو په وړتیاو اعتراف وکړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا