گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » میرزکوال او دانتقالی حکومت دجوړیدوخبراودکابل ښارامنیت!
میرزکوال او دانتقالی حکومت دجوړیدوخبراودکابل ښارامنیت!

میرزکوال او دانتقالی حکومت دجوړیدوخبراودکابل ښارامنیت!

کله چی  وسله والو طالبانو نن یکشنبه اعلان وکړ چې د زور له لارې د افغانستان پلازمېنې کابل ته د داخلېدو اراده نه لری او هڅې روانې دی چې په سوله ییزه توګه د واک د لېږد بهیر ترسره شی. نود کورنیو چارود وزارت سرپرست میرزکوال دیوه ویدیویی پیغام په ترځ کی کابل ښاریان او دښار اوسیدونکی له هغه پریکړی خبرکړل چی په سوله اېزه توګه به واک یوه انتقالی حکومت ته سپارل کیږی .

طالبانو د دې اعلامیې سره هم مهاله یکشنبه ماسپښین مهال داسې پروپاګند او غلطی ګنګوسې خپرې شوې چې د دې ډلې وسلوالو کابل ښارته ننوتلی او ورسره د عامو خلکو ترمنځ وېره خوره شوه.له دې ګنګوسو اوپروپاګند وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه لنډه اعلامیه کې ویلی، افغان او نړیوال ځواکونه په همغږۍ د پلازمېنې امنیت تامینوی او وضعیت کنترول دی.میرزکوال دخپلو خبرو په ترځ کی وویل چی : زه دکورنیو چار دوزیر په توګه خپلو ټولو امنیتی او دفاعی ځواکونه امنیتی حوزی ، دامنیت ملی مفرزی ، همدارنګه د خاص قطعات چی  کابل کی د نظم دجوړولو لپاره تربیه شوی دی همدا اوس په ښار کی ځای پرځای کیږی خلک دی هیڅ تشویش نکوی ، ښار په امن کی ده هر هغه څوګ چی د ښار دبی نظمی سبب ګرځی په غوڅ او قاطعیت به دهغوی سره بر خورد کیږی دښار مصؤنیت تضمین دی . په ښار حمله نه کیږی او توافق دادی چی دا به په مسالمت آمیزه توګه د یوی عبوری اداری تر مشری لاندی به انشأ الله دا قدرت انتقالیږی نور دښار امن زموږ مسؤلیت دی په ټول قوت به یی ساتو هیڅوګ د تبلیغاتو او پروپاګند تر تأثیر لاندی رانه شی .هرڅه نور مال دی زموږ حوزی زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه د تیارسی په حال کی دی د ښار د نظم د جوړولو لپاره ټول ښاریان دی تشویش نکوی کابل په امن کی ده …

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا