گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خبیث تثلیث اودتاریخی جبـرتلک!
خبیث تثلیث اودتاریخی جبـرتلک!

خبیث تثلیث اودتاریخی جبـرتلک!

 دنواندیشی ضروری یادونه : دا یو څرګند حقیقت او انکار نه منونکی واقیعت دی چی دهیواد په اوږده تاریخ کی دګران هیواد افغانستان  دبرخلیک تارونه اومزی د بهرنیو په لاسونو کی لویدلی دی او زموږ د خاوری بچیانو ته هم چی کله فرصتونه په لاس ورغلی دی نو هغوی له دغو فرصتونو څخه نه یوازی د افغانستان د لرغونی تاریخی هیواد په ګټه کار نه دی آخیستی بلکه په ډیره کمه موده کی د نړیوال ښکیلاک د رنګینو دامونو ښکار شوی دی .

دبهرنیو ښکیلاک ګرو  دا چال چلند نه یوازی دهغوی پر شخصی ژوند اثر غورځولی دی بلکه د هیواد د تاریخی برخلیک مرغلره یی هم چی باید د اولسونو دیوه ملی میراث په توګه ؤپیژندل شی د یوی شخصی شتمنی په څیر چلن او معامله ترسره کړیده چی د هیواد د ټولو مذهبی اوغیرمذهبی چارواکو له استثنأ پرته کړنی زموږ دهمدغه مدعا لوی ثبوت ګڼلای شی .

زموږ دهیواد وروستنی ناوړه حالت ته په کتو هغه مهال چی دافغانستان ولس مشر اشرف غنی ته څرګنده شوه چی نور نو د داړه مارانو او زورواکانو او دقدرت دوږو سره معامله نه شی کولای او زورواکان د همدغه مافیائی سیستم یوه برخه جوړوی نو ددی پر ځای چی دهغوی پر وړاندی کلک ګامونه پورته کړی اود هغوی د راپرزولواو افغانستان په رښتینی توګه د پرمختګ  لپاره یوغښتلی با ایمانه ملی پوځ رامینځ ته کړی د خپلو شخصی ګټو په هیله یی له هغوی سره د باج او معاملی سیاست غوره کړ دا په داسی حال کی ده چی صلحه او دیوه هیواد  تاریخی برخلیک په باج ورکولو او معامله نه بلکه پرعدالت او ترڅنګ یی د قدرت پر ستنو ولاړدی . چی په خواشینی سره ورسته دیوه اټکل شوی برخلیک سره مخامخ شو . چی دادی ګورو چی یوځل  بیاهم نړیوال  ښکیلاک  اوپه ځانګړی توګه زموږ ګاونډی هیوادونه ددغه هیواد برخلیک د هیواد مشهورو غلو او کړیو ته د ورسپارلو په موخه زموږ د ګلالی ټاټوبی زړه په ځانګړی توګه د ارګ تاریخی قلعه چی د لرغونی افغانستان د برخلیک او اقتدارسمبول بللی شی

د څلویښت کلنی غمیزی دعاملینو پرمخ پرانیستل کیږی . نواندیشی تربیون چی د ټولو آزادی غوښتونکو او عدالت خوښونکو منبر دی باور لری چی افغان باتور ملت کولای شی اوس هم د قدرت په نشه کی غرقو دلالانو اوفاسدو ټوپکسالارانو مخه ونیسی او له دغه تاریخی فرصت څخه په ګټه افغانستان چی د یوی زخمی او ټپی شوی هوسۍ په څیر د قدرت د پړانګانو او دغرض قصابانو تر چاړو لاندی ساه آخلی د خپل تاریخی غیرت پر اوبو ؤمینځی . په دغه هوډ د هیواد دیوه تکړه  لیکوال او مخور ژورنالیست ښاغلی بسم الله اکبری درد مندانه لیکنه تر تاسو دررسو په دی توګه له ښاغی اکبری صاحب څخه هم دزړه کومی مننه کوو په اروپا کې نیمه شپه ده . آسمان هم تورو وریځو پوښلې اوکله ناکله د تالنده بریښنا په غوسه ناکه متروکه بارانی څاڅکی په اوریدو اوکله یونیم آسمانی غړمبهار د شپې چوپتیا ماته کری او زه لکه د نورو میلیونو افغانانو په څیرد مورنی وطن په یاد د غمونو په ټال ځانګم . ویښ یم اوخوب مې له اوښلنو سترګو مروراو په قلمی بوختیا زړه ټکوروم او ویاړم چې زما د نـنګونو ډک هیواد د شمشاد ، تورغر، سپین غر، هندوکش اوپامیرآسمان څګی غرونه لا په برم کې ولاړ په ګګلیچنودرو اوسردرو کې د  بهاندواوڅپانده سیندونومست غږونه هیڅ ځواک اوجبرنه شی په ټپه درولی د پیړیو، پیړیوپه پوړیو کې دا په تاړاکونواوکړاوونو کې لکه پولاد کلک شوی ولس د هیڅ بلوسګراویرغلګر د ایل کولو ترهه اوویره نه لری .

هو! نـن د افغانستان د تاریخ یوبل نوی څپرکی پیل اونـن ، پرون نه دی . پرون اشرف غنی واکمن اونـن هغه بې واکه او له مورنی وطن له غیږې لیری دی . د پرون د دوحې طالب ، نـن د ارګ په ماڼۍ کې واکمن اواستوګن دی . او نړیوال دغه ډراماتیک بدلون اواوښتون ته د هیښتیا اوحیرانتیا په سترګه ګوری . اورښتیا هرڅه لکه د شګوڅلی وشړیدل او ونړیدل .د افغانستان د بد مرغیولاملونه خورا ډیر دی . خوځینی څیرې دومره بربنډې اورسوا دی چې یوه بیلګه یې هم په ناڅاپی تلک کې ښکیل خبیث ، تثلیث اودرې سری مثلث دی چې زما په اند افغان ولس اوتاریخ ته محکوم اوبربنډ دی. دا د توطیواودرغلیورسوا څیرې مکار حامد کرزی ، غداراوټګمارګلب الدین حکمتیاراو ماهرچاپلوس اوفیشنی خړوس ډبل عبدالله دی چې د پرونی ولس مشر اشرف غنی په اړه یې

سپکې سپوری پیل اوپه دې شیطانی هنر غواړی د ارګ ناستوطالبانوپه سترګو کې خاورې واچوی اوخپلې نـنګینی اوله عقدو ډکې موخی ترسره کړی .طالبان که د دغه خبیث مثلث سره د هغوکړنواوملیونی پانګو، فساد اوغصب په اړه پوښتنې ، ګرویږنې ونه کړی .همدا له نـنه به د هم اهنګې د شورا په پلمه نوی لوبې پیل شی .طالبان که رښتینی افغانان اومسلمانا ن اوسې . د افغانستان د مسلمان ولس په ټپی زړونودې مالګې نه پاشی د الصلح خیراواسلامی عدالت له مخې باید د افغانی خویندو، میندودرنښت، عفت اوعزت وساتی اود پرون د ځیځیرونواوکیبلونود ناکاموپایلوڅخه عبرت اخیستل د افغان ځوریدلی ملت هیله ده .                            

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا