گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اشرف غنی له اماراتواوامـرالله صـالح د پنـجشیـر له غارونو څخه؟
اشرف غنی له اماراتواوامـرالله صـالح د پنـجشیـر له غارونو څخه؟

اشرف غنی له اماراتواوامـرالله صـالح د پنـجشیـر له غارونو څخه؟

لکه څنګه چی نړیوالو او دسیمی خبری رسنیو د عربی متحدو اماراتود خارجه چارو وزارت  له  قوله راپور  ورکړی ؤ چی ؤلس مشراود وسله والوقواؤ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غنی چی له افغانستان څخه په تیښته بریالی شوی ؤ لومړی تاجکستان بیا عمان او په پای کی یی وکولای شول د عربی اماراتو که را څرګند شی

نن یی د کابل په وخت دشپی په ۹ بجی او ۳۰ دقیقو ملت ته په خپل پیغام کی وویل : امید واریم چی داد نا امیدیی اوتیاری شپی به تیری شی او ملت به دترقی په لور خپل مسیر بدل کړی . ……دتیرو څوورځو پیښی په ډیر سرعت سره رامینځ ته شوی .مخکی لدی چی زه له هیواد څخه ووزم ما په دی کار کاوه چی له طالبانو سره دهمه شموله او نمائنده حکومت د جوړیدو پر سر مذاکرات وکړو . ترڅو دقدرت سوله ایزه زمینه مساعده او کابل خوندی وساتل شی . او دوینی توئیدو مخنیوی وشی . ما د ماسپښین مهال د ورځی مهال ویش جوړ کړ او زه د دفاع وزارت په لوری روان وم چی زما د فزیکی  امنیت مسؤلین ددی لپاره  راغلل چی یوه لویه توطئه شنډه کړی . زه یی له ساحی وویستم . سره له دی چی طالبانو کابل ته دنه داخلیدو ژمنه کړی وه خو دوی دارګ ددروازو شاوخوا ځای پر ځای شوی وه او زموږ امنیتی مسؤلینو د امنیت دټینګښت توان له لاسه ورکړی وه . ترټولو جالب او د خندا وړ ټکی  د معزول بابا په وینا کی هغه ځای ؤ چی ویل یی…..کله چی زه له کابله وتوته اړ شوم طالبان او ځینی نا پیژندل شوی څیرې چی زموږ د هیواد له ژبوسره یی آشناېئ نه درلوده دارګ کلا ته رادننه شول او ارګ ته درسیدو په لاره کی ورسره هیڅ شانی مقاؤمت ونه شو هغوی چی کوټه په کوټه ګرځیدل ترڅو ما پیدا کړی . پریکړه یی داوه هغه څه چی پنځه ویشت کاله وړاندی په افغانستان کی ترسره شوی ؤ یوځل بیاهم تکرار شی .

که پاته کیدم د افغانستان ولس مشر به یوځل بیا د افغانانو د سترګو په وړاندی په دار ځړول کیده او یوه لویه له شرمه ډکه تاریخی فاجعه به بیا تکرار شوی وای . تاسو ته معلومه ده چی زه د عزتمند مرګ څخه نه ډاریږم او نه هم کله ډارشوی یم خو د افغانستان بی عزتی زما دمنلو وړنه وه اونه ده  نوزه مجبورأ له افغانستانه وویستل شوم ترڅو دخونریزۍ او د کابل د ویجاړیدو مخنیوۍ وشی …….هغه خلکوته چی قضاوت یی کړی چی ګنی ما افغانستان خرڅ کړی او تښتیدلۍ یم دوی ته می پیام دادی چی تر هغو مو چی د فاجعی د عمق په هکله مستند معلومات نه وی آوریدلی قضاوت مو پریږدی . ملا عمر له کابل څخه ووت ، امیر عبدالرحمن خان هم ووت ، اونور مشران لکه امیرشیرعلی خان او دوست محمد خان او نور مشران دباندی ووتل خو بیرته دخدمت لپاره هیواد ته دخدمت په موخه راستانه شول . هرچا چی تاسو ته ویلی دی چی ستاسو ؤلس مشر دخپلو مالی ګټو او دځان ساتلو  له هیواده وتښتید باور مه کوۍ .

زه له افغانستان څخه په داسی ډول وایستل شوم چی حتی د خپلی د پښو څپلی هم له پښو آوباسم او خپل بوټان می واغوندم . زما دژوند تر ټولو لویه پانګه چی کتابون او په سلګونو د یادداشت کتابچی او آن زما شخصی لپ ټاپ کمپیوټر چی زما د ټول ژوند معنوی پانګه یی جوړوله ومی نه شول  کړای چی له ځانه سره یی یوسم . …دا ټول چی دولتی محرم اسناد دی په خواشینی سره د نورو لاس ته ورغلل …..

د حیرانتیا وړ داده چی لومړی  خو دښاغلی معزول او معذور پخوانی ؤلس مشر په قول دهغه دغه ارشادات چی طالبان او ځینی نوری د افغانستان له ملی ژبوسره ناآشنا څیری چی زموږ د هیواد له ژبوسره یی آشناېئ نه درلوده دارګ کلا ته رادننه شول او ارګ ته درسیدو په لاره کی ورسره هیڅ شانی مقاؤمت ونه شو هغوی چی کوټه په کوټه ګرځیدل ترڅوګنی ما پیدا کړی .نه پوهیږو چی دا څرګندونی خوبه هغه د بی خلطی فیرونه وی چی دهغه مبارک عیال رولا جانی غنی له قوله هم ویل شوی ؤ چی  ګنی هغه خو بی خریطی فیرونه کوی .که څه هم له هم هغه اوله سره معلومه وه چی امرالله صالح د تحؤل او تداؤم د ډلی یوه بد قوله ، مصنوعی څیره ده چی یوازی مزاحمت جوړول یی په  خپله  هټۍ  کی د رنګینی استخباراتی سودا په توګه پر سترګو کیږی نو ځکه خو کله چی  د کابل ښار او په ځانګړی توګه د ارګ دیوالونه په لړزیدو شول نو هغه هم د دغه  تورتم په لوخړو کی استخباراتی ماته ؤخوړه نو دڅه وخت لپاره تاری تم شو خو ناببره یی لومړی د ملی قهرمان شهید احمد شاه مسعود له یادګار احمد مسعود سره چی ویل کیږی هغه ته یی پناه وروړی ده انځور خپور شو اووروسته یی د بغاوت جنډه اوچته او ځان یی د افغانستان د اساسی قانون د ۶۷ مادی د حکم له مخی دهغه یعنی له هیواده تښتیدلی ؤلس مشر قانونی ځای ناستی اعلان کړ.

خو که له یوی خوا اشرف غنی غوښتل چی دا د عوامو سترګوته بیا هم خاور وروشندی چی ګنی  هغه تښتیدلی نه دی بلکه د نوروتښتیدلیو پادشاه هانواوامیرانود هیواد مشرانو  په څیربه بیرته د خدمت کولو په هدف هیواد ته راستون شی دا ټول د هغه د بیمار ذهن محصول دی دا نه په دی دلیل چی ګنی هغه به کله هم هیواد ته راستون نه شی ، نه هیڅکله هم نه ! خودویلو ده هغه څوګ چی ده یعنی له ملت او اولسه  تښتیدلی بابا  په مصنوعی ډول قهرمانان یاد کړل او یا یی هم د خپلی واکمنی په موده کی د غازی امان الله په څیر غازیان او قهرمانان د خپل ځان الګو ګڼل یوازی د هغوی تابوتونه افغانستان کی  خاوری ته دسپارلو په موخه راوړل شوی دی نه افغانستان او اولس ته د خدمت په هیله اوغرض !

ددی ترڅنګ ددی وینا لوی ګوزار پنجشیر ته د تښتیدلی امرالله صالح پر مخ یوه څپیړه وه چی ځان یی د اساسی قانون د ۶۷ مادی د حکم له مخی د ؤلس مشر په غیاب کی ځای ناستی معرفی کړ . خود معزول ؤلس مشر اشرف غنی په ماښامنی وینا کی بیا هم له عبدالله عبدالله سره په سیاسی نصف لی او نصف لک ټینګار وشو او د کابل ښار د امنیت په موخه یی د عبدالله عبدالله او حامد کرزی ګډ کار په رسمیت ؤ پیژاند چی په دی توګه له پنجشیره د بغاوت چیغه یی نا اوریدلی وانګیرله .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا